د هرات ښار اوسېدونکی رجب ګلجو بایسکلونو ته نوې بڼه ورکوي
رجب ګلجو دا کار د تېرو شاوخوا دری لسیزو راهیسې کوي، چې په وينا يې هغه د معلولو کسانو لپاره هم بایسلکلونه جوړوي. انیسې اجمل پهدې اړه د اسوشېټېډ پرېس له ویډیو دا راپور جوړ کړی دی:

رجب ګلجو دا کار د تېرو شاوخوا دری لسیزو راهیسې کوي، چې په وينا يې هغه د معلولو کسانو لپاره هم بایسلکلونه جوړوي. انیسې اجمل پهدې اړه د اسوشېټېډ پرېس له ویډیو دا راپور جوړ کړی دی:
د تیرا د راجګل کډوالو له ۱۵ ورځو راهیسې په جمرود کې احتجاجي ناستې ته دوام ورکړی دی او تورخم ته تلونکې لاره یې تړلې ده. د دې له وجې افغانستان ته مال لېږدوونکې لسګونه لارۍ بندې پاتې دي. ډرېوران وايي چې حکومت دې له کډوالو سره خبرې وکړي چې لاره خلاصه شي. احتجاجیان وايي له ۲۰۱۳ز کال راهیسې د کډوالۍ ژوند تېروي او تر هغو چې حکومت یې خپلو سیمو ته د ستنېدو اجازه نه وي ورکړې، پرلت ته دوام ورکوي. چارواکو لا د احتجاجیانو غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ویلي ول چې د تیرا په ځینو سیمو کې امنیتي وضع خرابه ده نو ځکه کډوال لا نه شي ستنولای. Читать дальше...
د هند په تېلنګانا، اندراپردېش او ګجرات په ګډون په یوشمېر برخو کې سېلابونو لسګونه کسان وژلي او ګڼ نور یې بې کوره کړي دي. چارواکي وايي چې د سېپټېمبر په پیل کې راغلیو سېلابونو یوشمېر کلي هم لاندې کړي دي. د رویټرز او اسوشيېټېډ پرېس اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه ځوان سندرغاړی عمران سواتی دی. نوموړی د سوات د مینګورې دی، خو د خپلو هنري کارونو لپاره په پېښور کې اوسي. دی وايي، د موسيقۍ زده کړې يې له بېلا بېلو استادانو کړي. د ده په خبره، له يوشمېر ښځينه سندرغاړو سره یې ویلې غبرګې سندرې د خلکو زياتې خوښې شوې دي. سواتی زياتوي، د افغانستان او پاکستان د وګړو ترمينځ یې د دوستۍ په موخه يوه سندره جوړه کړې، چې ژر به يې خپره کړي. د عمران سواتي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
افغان بريک ډانسرې منيژې تلاش وروسته له هغه د پاریس له المپیک سیالیو حذف شوه، چې د سیالۍ پر مهال يې پر خپلو کاليو ليکلي وو: «افغان مېرمنې خوشې کړئ.» د المپیک د نړیوالې کمېټې د اصولو لهمخې دغه شعار سياسي ګڼل شوی او لههمدې امله منيژه له سیالیو و ایستل شوه.
د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو ضلعو اوسېدونکي وايي چې هلته د وسلوالو طالبانو فعالیتونه ورځ تر بلې زیاتېږي. په اسلام اباد کې د سولې مطالعاتو مرکز په خپل تازه رپورټ کې ویلي دي چې یوازې په اګست کې په پاکستان کې ۵۹ حملې شوې وې چې ورڅخه یې تر ټولو زیات ۲۹ بریدونه د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې شوي چې لسګونه کسانو ته یې مرګژوبله اړولې. د پاکستان حکومت د وسلوالو پرضد د عزم استحکام په نوم عملیات اعلان کړي چې د خیبر پښتونخوا زیاتره ګوندونو او د ناامنه سیمو اوسېدونکو یې مخالفت کړی دی. د پاکستان پوځ په تېرو... Читать дальше...
جنرال شریف چودري وویل چې د پاکستان پوځ د "ترهګرۍ تر ختمولو پورې" خپلو "هڅو ته دوام" ورکوي. ده د چا نوم وانخیست خو و یې ویل چې بهرني عناصر وسلوال تمویولوي او په حملو کې لاس لري. په وروستیو کې وسلوالو د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې پراخې حملې وکړې.
په سویس (سويټزرلينډ) کې هر کال د اوړي له پیلېدو سره سم خلک مالونه غرونو ته خېژوي او په سېپټېمبر کې یې بېرته له غرونو راکوزوي. هلته د سویس ګشتاد کلي کې یو شمېر هندي فلمونه هم جوړ شوي دي. د دې کلي خلک وايي چې دلته د سیلانیانو شمیر ډېر او د ځايي خلکو هغه کم دی نو ځکه دوی غواړي چې د اوړي په پای کې د مالونو راکوزولو پر مهال یوه مېله جوړه کړي چې دا راز سیلانیان د کروندګرو دودیز او کلتوري ژوند وګوري او په دې ډول ځايي خلک هم له سیلانیانو سره لیده کاته وکړي. دې میلې ته "د غواوو مېله" نوم ورکړل شوی دی. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيو جوړ راپور.
د پلوشې مور زهره یوه ښوونکې ده او وايي، غواړي چې لور یې ښوونځي ته ولاړه شي او خپله راتلونکې جوړه کړي، خو د طالبانو د حکومت له خوا پر لوړو زده کړو د بندیز له امله یې د لور هیلي يې مړاوې شوي.
په کوزه کورمه کې د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د سېپټېمبر پر پینځمه نیمه شپه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې نښته د شپې له اتو څخه تر ۱۲ بجو پورې روانه وه.
د افغانستان په پکتیا کې د غواوو فارمونه ډېر شوي او او ورسره په دې ښار کې طبعي شیدو، مستو او نورو لبنیاتو ته د خلکو لاسرسۍ ډېر شوی دی. د غواوو فارم لرونکي غوښتنه کوي، چې له بهره د مصنوعي لبنیاتو د وارداتو مخه دې ونیول شي، تر څو خلک د هغې پر ځای وطني شیدې، مستې او د څارویو محصولات وکاروي. ويډيو رپورټ