Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2026

Новости за 15.04.2026

ملګري ملتونه: له افغانانو سره یې د مرستو بودیجه زیاته شوې

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وایي، سره له دې چې نړیوالې مرستې کمې شوې دي، له اړمنو افغانانو سره د دوی حیاتي مرستې دوام لري. ملګرو ملتو د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې دا هم وویل چې د بنسټیزو بشري اړتیاو لپاره ځانګړې شوې بودیجه یې د دریم پرله پسې کال لپاره لوړه شوې ده. د افغانستان په اړه د ملګرو ملتو په راپور کې راغلې دي چې د « افغانستان ستراتیژیک چوکاټ ۲۰۲۳-۲۰۲۷» تر چتر لاندې بودیجه پروسږکال یو اعشاریه اووه میلیارډه ډالرو ته رسیدلې چې په ټول افغانستان کې یې د بنسټیزو خدماتو، معیشت او بیا رغونې هڅو ملاتړ کړی دی. Читать дальше...

د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د تازه ورښتونو اټکل شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په یو ویشت ولایتونو کې پنجشنبه د ورښتونو او د سیلونو د بهیدو اټکل شوی دی. د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشیر، لوګر، پکتیا، خوست، پروان، بغلان، میدان‌وردګ، بدخشان، تخار، سمنګان، کندز، بلخ سرپل، بامیان، غور او دایکندي ولایتونو کې له لسو تر دیرش ملي مترو پورې د بارانونو د وریدو او د سیلونو د بهیدو امکانات شته. د افغانستان له پېښو سره د مبارزې د ادارې په وینا د حمل له شپږمې تر څلرویشتمې په افغانستان کې... Читать дальше...

متقي د عربستان له سفیر سره د کابل-اسلام اباد پر روغې جوړې خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر سره د افغانستان او پاکستان د روغې جوړې د مذاکراتو په تړاو خبرې وکړې. د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلې دي چې د چهارشنبې په ورځ امیر خان متقي د افغانستان لپاره د سعودي عربستان سفیر فیصل طلق البقمي ته په چین کې د ترسره شویو خبرو په اړه معلومات ورکړل. د خبرپاڼې له مخې ښاغلي متقي وویل چې هیله یې دا ده چې تعبیرات او جزیي تخنیکي مسایل د افغانستان-پاکستان د مذاکراتو د پرمختګ بهیر له خنډ سره مخامخ نه کړي. د چین په ارومچي کې د پیکنګ په منځګړیتوب... Читать дальше...

د پاکستان د پوځ مشر تهران ته ولاړ

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د پوځ مشر د یوه سیاسي- امنیتي پلاوي په مشرۍ د چهارشنبې په ماښام تهران ته ولاړ. ایران وایي چې عاصم منیر د تهران او واشنګتن ترمنځ د سولې د دوهم پړاو خبرو د پيلیدو په هدف ایران ته د امریکا پیغام رسوي. رویټرز اژانس څرګندوي چې له فیلډ مارشال منیر سره په دې سفر کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم مل دی. ایران وایي چې پاکستاني سرچینو ورته ویلي دي چې په راتلونکو ورځو کې به په اسلام اباد کې د ایران او امریکا تر منځ د روغې جوړې مذاکرات بیا پيل شي. د یکشنبې په ورځ د امریکا او ایران د استازیو... Читать дальше...

د ترکیې په یوه ښوونځي کې د ډزو پرمهال ۹ تنه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وایي، د چهارشنبې په ورځ د ترکیې په جنوب ختیځ کې د قهرمان ماراش ولایت په یوه ښوونځي کې د ډزو پرمهال نهه تنه ووژل شول. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر مصطفی چیفتچي زیاته کړه چې په دې پېښه کې اته زده کوونکي او یو ښوونکی وژل شوي او دیارلس تنه نور ټپیان شوي دي. د زخمیانو له ډلې د شپږ تنو روغتیایي وضعیت نازک دی. د پولیسو په وینا د اتم ښوونځي یوه زده کوونکي په ټوپک په دوو ټولګیو کې پر خلکو ډزې وکړې چې دا برید کوونکی په خپله هم وژل شوی دی.

پولنډ کې افغان پناه غوښتونکې له نامعلوم برخلیک شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

پولنډ کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکې له نامعلوم برخلیک، رواني فشارونو او د ډیپورټ له دوامداره ګواښه شکایت کوي. دوی وايي چې له میاشتو راهیسې د پناه غوښتونکو په توقیفي مرکزونو کې ساتل کېږي او پرته له دې چې د دوی د پناه غوښتنې برخلیک روښانه شي، هره ورځ د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي د جاپان په مرسته د افغانستان روغتیايي خدمات پیاوړي کوي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان وايي د جاپان په مرسته د افغانستان د روغتیايي پاملرنې سیستم پیاوړی کوي. ددغه سازمان د افغانستان څانګې د چهارشنبې په ورځ خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د جاپان د حکومت او ولس په "سخاوتمندانه" مرسته د افغانستان د روغتیايي خدماتو سیستم د بیړنۍ پاملرنې څخه نیولې د ناروغیو ترتشخیص او اساسي خدماتو پورې پياوړی کوي. د افغانستان د روغتیايي خدماتو سیستم چې له پخوا هم د څو لسیزو جګړو له امله کمزوری شوی هیوادته د ملیونو کډوالو د ستنیدو له امله ترفشار لاندې دی.

ملګري ملتونه وايي له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستنې شوې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستنې شوې ښځې، د فقر، ناوړه ګټې اخیستنې اوستونزو سره د مقابلې لپاره دخطرناکو لارو چارو د غوره کولو له زیات خطر سره مخ دي. ملګړي ملتونه وايي ددغو ستنو شویو ښځو څخه یوازی ۱۷ سلنه یې د خپل کاروبار عاید ترلاسه کوي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې نن چهارشنبه په خپله ایکسپاڼه لیکلي دي چې افغانستان ته د ستنو شویو ښځو د اقتصادي ادغام په اړه یوه څېړنه کې، د هغوی د اقتصادي ګډون پر وړاندې خنډونه پېژندل شوي دي. په راپور کې ویل شوي چې دا څېړنه... Читать дальше...

نوراحمد لکڼوال په خپلې په زړه پورې لوبې د چینای سوپرکینګز پرونۍ بریا کې ونډه واخیسته

Pa.azadiradio.com 

افغان سپنر نوراحمد لکڼوال دهند د غوره لیګ پرونۍ سیالۍ کې په زړه پورې لوبې سره د چینای سوپرکینګز لوبډلې په بریا کې مهمه ونډه واخیسته. هغه د ۲۱ رنزونو په ورکولو سره درې ویکټې واخیستې. په نتیجه کې چینای سوپر کینګز، سیالې لوبډلې کلکته نایت رایدرز ته د ۳۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او پرله پسې دویمه بریا یې خپله کړه. چینای ټیم چې پنځه ځلې یې اتلولې ګټلې د ۵ ویکټو په مټ ۱۹۲ رنزونه جوړ کړي وو. وروسته نور احمد لکڼوال د خپل کیڼ لاس سپین بالینګ سره کلکته یوازې ۱۶۰-۷ کې ایساره کړه. د کلکته د ټیم درې ویکټې... Читать дальше...

ټرمپ وايي ایران سره د اوربند د تمدید پلان نلري بلکه یوې هوکړې ته رسیدل غوره ګڼي

Pa.azadiradio.com 

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ وايي ایران سره د اوربند د تمدید پلان نلري بلکه یوه هوکړه به غوره وي. هغه دا خبره ABC نیوز خبري شبکې سره په مرکه کې وکړه. ټرمپ ددغې رسنۍ خبریال جاناتان کارل ته وویل " امکان لري هره پیښه وشي خو زه په دې باور یم چې یوې هوکړې ته لاسرسی غوره ځکه دی چې په دې صورت کې به هغوی خپل هیواد ورغوي. " دامریکا او ایران ترمینځ د اوربند لومړۍ اونۍ پای ته ورسیده او سر له نن چهارشنبه داپریل ۱۵ یې دوهمه اونۍ پیل شوه. بلخوا فایننشیل ټایمز ورځپاڼه رپوټ ورکوي چې ایران د امریکا په اډو... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *