Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2026

Новости за 18.04.2026

د انتالیا فوروم کې د افغانستان د اقتصادي فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې شوي

Pa.azadiradio.com 

د انتالیا د ډپلوماسۍ فوروم په یوه پنل بحث کې د افغانستان د اقتصاد او سوداګرۍ پر راتلونکې او د سیمې په اړوندو سوداګریزو فرصتونو او ننګونو خبرې وشوې. له افغانستانه د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر نور الدین عزیزي، له پاکستانه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق در او له بنګله دیشه د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر خلیل الرحمن ددغه پنل ګډونوال وو. دا ناسته د شنبې په ماښام جوړه شوې وه. «په سوداګرۍ کې اعتماد: په جنوبي اسیا کې د اقتصادي ادغام او ثبات راتلونکی» د دې ناستې عنوان وو. د ناستې اړوند اعلامیه... Читать дальше...

ولسمشر ټرمپ وايي ایران د هرمز تنګي په تړلو له موږ باج نه شي غوښتی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي ایران د هرمز تنګي په بیا تړلو سره له موږ باج نه شي اخیستلی. هغه دا خبره سپینې ماڼۍ کې د یوې غونډې پر مهال وکړه. ټرمپ څو ساعته وروسته له هغه د ایران په اړه څرګندونې کړي چې ایران یو وار بیا د هرمز تنګی وتاړه او دوه کښتۍ یې د ډزو هدف وګرځولې. د امریکا ولسمشر د ایران په اړه په خبرو کې وویل: « موږ به وروسته د ایران په اړه خبرې وکړو. موږ ډېرې ښې خبرې اترې روانې کړي. ډېر ښه کار کوي. دوی یو څه چالاکي کوي، لکه څنګه چې دوی له تېرو ۴۷ کلونو راهیسې دا کار کوي.» هغه زیاته کړه... Читать дальше...

د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه شوې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د یکشنبه په ورځ د افغانستان په یولس ولایتونو کې د بارانونو او ناڅاپي سیلونو د بهیدو اټکل کړی دی. د دغه ریاست د وړاندوینې له مخې به یکشنبه په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، کندز او بدخشان کې بارانونه ووریږي. د وړاندوینې له مخې د باران کچه په دغو ولایتونو کې له لسو تر شل ملي مترو پورې اټکل شوې ده چې د سیلونو د بهیدو سبب به شي.

په پاکستان کې د لسګونو زرو افغانانو نیول

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري او د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، په تېرو څه باندې درېیو میاشتو کې په پاکستان کې نژدې ۳۴ زره افغان کډوال نیول شوي او توقیف شوي دي. د «یو این ایچ سي ار» او « آی آو آیم » د ګډ راپور له مخې یوازې د اپرېل له ۵مې تر ۱۱مې نېټې پورې نږدې ۱۲ زره افغانان توقیف شوي دي.

له افغانستانه د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره الوتنې پيل شوې

Pa.azadiradio.com 

د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره د افغانانو لومړۍ ډله نن سعودي عربستان ته ورسیده. د طالبانو د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د بیان له مخې دیرش زره افغانان به سږکال د حج لپاره له افغانستانه سعودي عربستان ته د اریانا او کام اییر الوتکو له لارې په شپږ نوي الوتنو کې انتقال شي. بیان زیاتوي چې پنځلس زره به مدینې منورې ته او پنځلس زره نور به جدې ته ولېږدي. د حج مراسم سږکال د مې په وروستۍ اونۍ کې پیلیږي.

ایران ته د ولسمشر ټرمپ خبرداری

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، که چیرته تر چهارشنبې له ایران سره موافقې ته ونه رسیږي، نو اوربند به تمدید نه کړي. ډونالډ ټرمپ د شنبې سهار وختي دا هم وویل چې د ایران د بندرونو محاصره به هم روانه وي. ولسمشر ټرمپ بیا وویل چې په دې حالت کې بیا له بده مرغه مجبوریږو چې بیرته بمبارۍ پیل کړو. د اسراییل، امریکا او ایران ترمنځ د دوو اونیو اوربند د چهارشنبې په ورځ پای ته رسیږي.

په افغانستان کې نن سهار دوه ځله زلزله وشوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په شمال ختیځ کې نن سهار زلزله وشوه. د امریکا د جیولوجي سروې د راپور له مخې د پنځه اعشاریه درې ریښتر په کچه د دې زلزلې مرکز د بخشان د جرم ولسوالي د جنوب په اووه ویشت کیلومترۍ کې و. تر دې زلزلې وروسته نن سهار د څلور اعشاریه پنځه ریښتر درجې په کچه بله زلزله هم وشوه چې د دې مرکز هم د جرم په ولسوالي کې و. لومړۍ زلزله په کابل ، اسلام اباد او د افغانستان او پاکستان په یوشمیر نورو سیمو کې هم احساس شوې ده. تر اوسه د دې زلزلو له امله د سر او مال د زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.

ملګرو ملتونه: د افغانستان سیل ځپلي بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتو په وینا، د افغانستان په یو دیرش ولایتونو کې وروستیو سیلونو له درې اویا زره ډیر کسان اغیزمن کړې دي. د ملګرو ملتو د وګړو صندوق په یوه بیان کې ویلي دي چې په تیرو دولس ورځو کې د ورښتونو او سیلونو له امله په افغانستان کې درې نوي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوسل او یو اتیا نور ټپیان شوې دي. د ملګرو ملتو په وینا د ورښتونو له کبله بیځایه شوې کورنۍ روغتیایي خدماتو ته لاس رسی نه لري او بیړنیو مرستو ته ضرورت لري.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پلاوی ازبکستان ته ولاړ

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې روانه اونۍ دوشنبه د ازبکستان په سمرقند ښار کې له نشه اي موادو سره د مبارزې نړیواله غونډه جوړه شي. د ازبکستان په شمول د منځنۍ اسیا هیوادونه له افغانستانه د مخدر موادو قاچاق ته اندیښمن دي. د جمعې په ورځ هم د تاجکستان حکومت له افغانستان سره پر پوله د دوو قاچاق وړونکو د وژلو او له هغوی څخه په پنځه ویشت کڅوړو کې د نشه اي موادو د نیولو خبر ورکړ. په سمرقند کې له نشه اي موادو سره د مبارزې په نړیواله غونډه کې ازبکستان د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت یوه پلاوي ته د ورتګ بلنه هم وکړې ده. دغه... Читать дальше...

په هلمند کې د مسو د قاچاق مخنیوی

Pa.azadiradio.com 

طالبان په هلمند کې د مسو د څه باندې څلور زره درې سوه خښتو د قاچاق د مخنيوي خبر ورکوي. د طالبانو د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې چې د شنبې په ورځ خپره شوه، راغلي دي چې د مسو څلور زره درې سوه دوه اتیا خښتې د بهرامچې ولسوالي په رباط سیمه کې هغه وخت ترلاسه شوې چې قاچاق کوونکو غوښتل په غیرقانوني ډول یې له افغانستانه بهر انتقال کړي. د دې قاچاق په تړاو د کوم چا د نیولو خبر نه دی ورکړل شوی.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *