Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

پاکستان افغان صادراتو ته د تورخم او سپین بولدک بندرونه نه‌دي خلاص کړي

0
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، پاکستان له ژمنې سره سره تر اوسه د تورخم او سپین بولدک بندرونه د دوی د صادراتو په مخ نه‌دي خلاص کړي.


د دغه وزارت د عامه اړیکو مشر جواد دبیر وایي، دغه دروازې داسې مهال بندې دي چې افغانستان کې تازه مېوې او نور کرنیز توکي د حاصلاتو په حال کې دي.


ښاغلي دبیر ازادي راډیو ته وویل، پرون دوی د تازه مېوې له سوداګرو سره ګډه غونډه کې پرېکړه وکړه چې د بندرونو خلاصون ته له ډيپلوماتیکو لارو هڅه وشي.


ده زیاته کړه: "په تأسف سره چې د افغانستان د کرنیزو حاصلاتو په ځانګړې توګه تازه مېوې له رارسېدو سره د پاکستان بندرونه د صادراتو لپاره خلاص نه‌دي، پرېکړه دا وشوه چې ډیپلوماتیک مراجع او خصوصي سکټور باید دا موضوع تعقیب کړي چې تورخم او سپین بولدک لارې صادراتو ته خلاصې شي."


پاکستان د کرونا ویروس له خپرېدو سره هم‌مهاله افغانستان سره د تګ راتګ لارې بندې کړې، خو سوداګرۍ وزارت وایي، چارواکو یې ژمنه کړې وه چې له واړه اختر وروسته به د افغانستان صادراتو ته لاره پرانیزي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *