د افغانستان قونسلګري د ایران په یزد کې د افغانانو وژنه څېړي
پېښه وړمه ورځ د ایران د مهریز، یزد په لویه لاره شوې او د افغانانو د سپرلۍ موټر د اور لمبه شوی دی.
پېښه وړمه ورځ د ایران د مهریز، یزد په لویه لاره شوې او د افغانانو د سپرلۍ موټر د اور لمبه شوی دی.
د خوست غلام خان بندر چې اوسمهال له تېرو درې نیمو میاشتو راهیسې د سوداګریزو چارو پر مخ تړل شوی، له املهیې د سوېل ختیځ زون په ولایاتو کې سوداګري پیکه شوې او د توکو په بیو کې لوړوالی راغلی. د ازادي راډیو خبریال احسان ارین د ډیورند کرښې صفري نقطې ته ورغلی او دا راپور یې چمتو کړی.
ښاغلی مککانل وایي، هېواد یې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه باید د پخوانۍ ادارې درس په ذهن کې ولري.
د چک جمهوریت صدراعظم وايي حکومت یې په پراګ کې د روسیې د سفارت دوه کارکوونکي د نامطلوبو اشخاصو په لیست کې شامل کړل. اندري بابیش نن په پراګ کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، دا اقدام د مسمومولو د هڅو له کبله شوی دی. خو وروسته دا یو ناسم خبر وبلل شو، چې علت یې د سفارت د کارکوونکو ترمنځ اختلافات وبلل شول. د چک صدراعظم اندري بابیش وویل: «په پراګ کې د روسیې د سفارت دوه کارکوونکي د نامطلوبو اشخاصو په توګه اعلان کړای شول.» لومړی د چک جمهوریت په رسنیو کې دا خبر داسې خپور شو، چې د... Читать дальше...
امریکا په ډسمبر میاشت کې د اروپا د انرژۍ د امنیت قانون تصویب کړ چې له مخې يې په بالتیک سمندرګي کې د 'نورډ سټریم ۲' له پایپلاین سره پر ولاړو بېړیو بندیز ولګېد او د ۱۱ میلیارده ډالرو په ارزښت دا پروژه مخکې تر بشپړېدو ودرېده.
د فراه ولایت امنیتي چارواکي وايي په وسلهواله نښته کې ۱۶ وسلهوال طالبان وژل شوي دي. د امنیه قوماندانۍ ویاند محبالله محب نن جمعه ازادي راډیو ته وویل: "د دولت وسلهوالو مخالفانو چې ډېری یې د طالبانو د سرې قطعې غړي وو، تېره شپه شاوخوا یوه بجه غوښتل د مرکز په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډلهییز بریدونه وکړي. له نېکه مرغه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په مرسته د طالبانو سنګرونه ویشتلي په نتیجه کې یې ۱۶ طالبان وژل شوي او ۵ تنهیې ټپیان شوي دي." د امنیه قوماندانۍ ویاند... Читать дальше...
د افغانستان روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې په کرونا ویروس د ۹۱۵ نورو کسانو د اخته کېدو راپور ورکړل شوی دی. دغه وزارت نن په یوه معلوماتي پاڼه کې ویلي، په دې موده کې ۹ کسان مړه شوي او ۱۷۸ تنه نور روغ شوي دي. له دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر نږدې ۱۹،۰۰۰ ته رسېدلی دی. په افغانستان کې په ټوله کې له کرونا ویروس څخه ۱،۷۶۳ تنه روغ شوي دي. د روغتیا وزارت مرستیال ویاند توحید شکوهمند نن سهار ازادي راډیو ته وویل، په هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي. Читать дальше...
د مدني حقونو فعالان، سیاستوال او پېژندل شوي شخصیتونه پرون د درېیم وار لپاره د مړه شوي تور پوستي جورج فلوید په یاد راغونډ شول. ۴۶ کلن فلوید د مې میاشتې پر ۲۵مه په میناسوتا ایالت کې د پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه چې دې مسئلې د امریکا په متحده ایالاتو کې د نژادي تبعیض او د پولیسو د ظلمونو پر خلاف مظاهرې وپارولې. مدني فعال ريویریند الشارپټُن (Reverend Al Sharpton) د میناسوتا ایالت په مینیاپولیس ښار کې جوړې شوې یاد غونډې ته وویل، جورج فلوید نړۍ بدله کړه. هغه زیاته کړه: "هغه څه چې پر فلوید پېښ شول،... Читать дальше...
روسي چارواکو په سایبریا کې د حرارتي برېښنا د یوه برېښناکوټ یو مسؤل نیولی دی. دا اقدام وروسته له هغې وشو چې تېره جمعه د دغه برېښناکوټ ۲۰ زره لیتره ډیزل ځمکې، یوه سمندرګي او دوو سیندونو ته توی شول. دغه پېښه صنعتي ښار نورېلسک ته څېرمه شوې ده. د کراسنو یارسک کرای محلي محکمې پرون امر وکړ چې د برېښناکوټ مسؤل، ویاچیسلاف ستاروستین دې د جولای میاشتې تر ۳۱مې نېټې تر محاکمې مخکې په توقیف کې وساتل شي. دی د ژوند چاپېریال له مقرراتو په سرغړونې او ناغېړۍ تورن شوی دی. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې... Читать дальше...
په قرغزستان کې ګڼو سیاسي ګوندونو او غورځنګونو د «نوې ساه» په نوم نوی اتحاد تشکیل کړ. دوی په پام کې لري، په ګډه په هغو پارلماني ټاکنو کې برخه واخلي چې اکټوبر میاشت ته پلان شوې دي. د پلار وطن، سپین باز، لبرال ډیموکرات، سوسیال ډیموکرات د ځوانانو انجمن او زرغون اتحاد ترمنځ د دغه ستراتېژیک شراکت تفاهملیک نن جمعه لاسلیک شو. د تفاهملیک تر لاسلیک وروسته د دغو ګوندونو سیاستوالو وویل، د اتحاد عمده هدفیې له ټولو سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې سره همکاري ده. قرغزستان په منځنۍ اسیا کې یوازنی هېواد دی چې انتخابات پهکې په ډیموکراتیک ډول ترسره کېږي. Читать дальше...
د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې نن سهار د وسلهوالو طالبانو په کمین کې تر ۱۰ زیات پولیس وژل شوي دي. د زابل د امنیه قوماندانۍ یوه امنیتي سرچینه چې نهغواړي نومیې خپور شي ازادي راډيو ته په دغه پېښه کې د ۱۵ پولیسو د وژل کېدو خبر تأییدوي. بلخوا د زابل د ولایتي شورا رئیس عطا جان حقبیان د وژل شویو پولیسو شمېر ۱۰ تنه یاد کړ او ویېویل پولیسو غوښتل د سړک وضعیت وارزوي. ښاغلی حقبیان زیاتوي: "هغوی د سړک د چک او امنیت لپاره راوتلي وو چې د طالبانو له کمین سره مخامخ شول، دوه هاموې موټرونهیې سوځول شوي... Читать дальше...
په افغانستان کې امریکايي ځواکونه وايي پر افغان قواوو یې د وسلهوالو طالبانو د تنظیم شویو حملو د شنډولو لپاره ۲ هوايي حملې کړې دي. د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېت نن په ټویټر کې لیکلي چې وسلهوالو طالبانو پرون غوښتل د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو حمله وکړي. په بیان کې د پېښې د دقیق ځای او اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نهدي ویل شوي. د ښاغلي لګېت په خبره وسلهوال طالبان باید د هغې موافقې له مخې چې له امریکا سرهیې لاسلیک کړې، خپل تاوتریخوالی کم کړي او پرې دې ږدي چې د سولې پروسه پر مخ لاړه شي. Читать дальше...
ملګرو ملتونو په خپل یو وروستي راپور کې ویلي چې د دې باوجو طالبانو له امریکا سره د سولې تړون لاسلیک کړی، خو طالبان له القاعدې شبکې سره په رابطو کې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په ایران کې د ټرافیکي پېښې په نتیجه کې افغانانو ته د اوښتې مرګژوبلې موضوع څېړل کېږي. دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ایران لپاره د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال د ایران په یزد کې د پېښې ځای ته روان شوی چې د ټپیانو د پوښتنې ترڅنګ د موضوع په اړه خپل تحقیقات پوره کړي. په یزد کې وړمه ورځ په یوه ټرافیکي پېښه کې ۳ افغان وګړي مړه شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي. راپورونه وايي تر پېښې وروسته هغه موټر چې افغان وګړي پهکې روان وو، اور اخیستی دی.
د چين پلازمېنې بيجنګ په تيانمين څلورلاره کې د جمهوريت پلویو بې درېغه وژنې ۳۱ تلین لمانځل شوی. د جون پر څلورمه، په هانګ کانګ کې په زرګونه خلک ورغونډ شوي ول، هلته لا د وړاندې د جمهوريت لپاره مظاهرې دوام لري. د ازادې اسيا راډیو ويډيو راپور درته ګل اياز وړاندې کوي.
د کورونا وبا له کبله ژوند د نورو برخو په څېر سپورټس هم متاثره شوي خو د نویو حالاتو سره سم د جدید ټیکنالوژۍ په استعمالولو بیا د لوبو میدانونه ابادېږي. په ډنمارک کې د فوټبال لوبې په داسې حال کې پیل شوې چې د زوم ویډیو کانفرنس په ذریعه یې زرګونو خلکو نه یوازې ننداره وکړه بلکې د خپلې خوښې لوبغاړو د هڅولو لپاره یې نېغ په نیغه نعرې هم ووهلې. په دې هکله تفصیل د رویټرز خبری ایجنسۍ په دې ویډیو کې وګورئ چې منورشاه پښتو ته اړولې ده.
پر دې موضوع ملالۍ بشير د ملګرو ملتوونو له خوا د ختيځو ولایتونو لپاره د ځوانانو له استازې مقدسې احمدزۍ سره خبرې کړې. مقدسه احمدزۍ په ننګرهار ولایت کې یو خیریه بنسټ هم لري چې له خلکو سره مرستې کوي. بشپړه مرکه دلته وګورئ.
د خوست د ولسونو د پرلپسې غوښتنو او د کرښې په پورې غاړه کې د پرتو قومونو لیوالتیا ته په کتو، یو ځل بیا د افغان حکومت له خوا د غلام خان بندر د ترانزیت او سوداګریزو توکو د لیږد رالیږد د پیلیدو لپاره هڅې پیل شوي دي.
د پاکستان سرکار په نړیوال بازار کې د تېلو کمو نرخونو ته په کتو، د جون میاشت لپاره د تېلو بیې ټيټې کړې. خو اوس د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په اکثرو ښارونو کې په پټرول سټشونو کې تېل یا نشته او یا یې خلک په مشکل ترلاسه کوي. په دې اړه د غلام غوث ویډیو راپور وګورئ.
په پاکستان کې حکومت، په نړیوال بازار کې د تېلو کمو بیو ته په کتو، د جون میاشت لپاره د تېلو بیې ټيټې کړې. خو اوس د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په اکثرو ښارونو کې په پمپونو کې تېل یا نشته او یا یې خلک په مشکل ترلاسه کوي.
دا کمېسیون وروسته تر دې دا خبره کوي چې د کابل په دشت برچي روغتون له حملې د ۲۳ ورځو تېرېدو وروسته، د بېپولې ډاکترانو ټولنه وايي، دوی لا هم نهپوهېږي چې دا برید چا کړی.
د جون پر څلورمه نېټه امریکا او ايټالیا د ویډيو له لارې د نړیوال ایتلاف هېوادونو د غونډې مشري وکړه چې اجنډا یې د داعش ډلې پرضد پر جګړه وو.
د کورونا وایرس په اړه د پاکستان ځانګړې سرکاري ویب پاڼه لیکي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېوادکې ۴۸۹۶ نور کسان په کورونا اخته شوي دي.
په امریکا کې د مظاهرو د پېښو خبرونه د ځینو هېوادونو په رسنيو کې خپاره شوي. خو دوی دا نه ښيي چې د نښتو پرمهال د لاريونوالو او پوليسو له لوري د ملاتړ، مینې او مهربانۍ ډېری کارونه هم شوي دي. په امريکا کې لاریونونه تر هغې وروسته پيل شول چې د پوليسو يو افسر د یو بې وسلې تور پوستي جارج فلایډ د نیولو ویډیو خپره شوه. په هغه ویډیو کې پولیس افسر ښوول شوی چې د فلایډ پر غاړه یې د څو مېنټو لپاره خپل زنګون ایښی وو. وروسته فلایډ مړ شو.
په امریکا کې مدني فعالانو، سیاستوالو او هنرمندانو د پنجشنبې په ورځ (د جون په څلورمه نېټه) د جورج فلوید، د یاد په مراسمو کې ګډون وکړ. ۴۶ کلن فلوید هغه تور پوستی امریکايي وو چې تېره اوونۍ د پولیسو په توقیف کې مړ شو او له هغه راهیسې په دې هېواد کې د نژادي بېعدالتۍ پر وړاندې پراخ لاریونونه پيل شول. فلويد د مینیسوتا ایالت په مینیاپولیس ښار کې د مې په ۲۵مه مړ شو او د پنجشنبې ورځې یادغونډهیې هم په همدې ښار کې جوړه شوه. د فلويد د کورنۍ مدافع وکیل ویلي چې په درې ایالتونو کې به شپږ ورځې د ده په یاد کې مراسم جوړ شي. Читать дальше...