په بجټ کې د پوځ برخه څومره ده؟
د پاکستان حکومت د ۷.۱۳ ټريلينه روپيوو بجټ اعلان کړی دی. د جون په دولسمه پارليمان ته وړاندې شوي د ۲۰۲۰ – ۲۰۲۱ کلني بجټ کې د دفاعي لګښت او امنيت لپاره يو اعشاريه درې ټريلينه روپۍ بېلې شوې دي.
د پاکستان حکومت د ۷.۱۳ ټريلينه روپيوو بجټ اعلان کړی دی. د جون په دولسمه پارليمان ته وړاندې شوي د ۲۰۲۰ – ۲۰۲۱ کلني بجټ کې د دفاعي لګښت او امنيت لپاره يو اعشاريه درې ټريلينه روپۍ بېلې شوې دي.
دغه وزارت وايي، هغه کسان چې له کرونا ویروس څخه روغ شوي د هغوی د وینې له پلازما څخه به هغه ناروغانو ته چې په سخت وضعیت کې دي، استفاده وکړي.
د بېپولې خبریالانو ټولنې د تاجکستان له لوري د هغه نوي قانون د لغوه کېدو غوښتنه وکړه چې که چا د کرونا یا 'کووېډ-۱۹' غلط خبر خپور کړ، نو سخته سزا به ورکول کېږي. دې ټولنې چې مرکز یې په پاریس کې دی، خبرداری ورکړی چې دا مقرره د سانسور او د مطبوعاتو د ازادۍ د مخنیوي سبب کېدای شي. د بېپولې خبریالانو ټولنې د ختیځې اروپا او منځني ختیځ د څانګې رئيسې ژان کافلیر په یوه بیان کې ویلي، له دې قانون څخه چې مبهم دی او وضاحت نهلري، د معلوماتو د حق د اخیستلو لپاره ناوړه استفاده کېدای شي.
د افغانستان حکومت وايي بندیانو ته الکترونیکي تذکرې ورکوي. د افغانستان د محبسونو د تنظیم ریاست ویاند فرهاد بایاني وویل چې له پرون شنبې څخه د امنیت شورا او د احصائیې د مرکزي ادارې په همکارۍ دا پروسه په پلچرخي محبس کې پیل شوه. بایاني د دې پروسې هدف د بندیانو د اصلي هویت او عمر د معلومولو ترڅنګ د هغوی د د دوسیو څېړل وباله. بایاني دا هم وویل چې د ورځې به ۳۰۰ تنو ته تذکرې ورکړل شي.
د افغانستان د ننګرهار ولایت کورونا فنډ د مرستو په وروستي پړاو کې د ۱۳۰۰ بې وزلواو د قرنطین له امله بې روزکاره شويو کورنیو سره مرسته وشوه.
د افغانستان د هوايي چلند اداره وايي، په راتلونکو درې ورځو کې به هېواد ته نړیوالې الوتنې بیا پیل شي. د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د افغانستان په ګډون په اکثرو هېوادونو کې هوايي سفرونه وځنډول شول، خو یو شمېر هېوادونو د کرونا ویروس په خپرېدو کې د شدت له کمېدو وروسته په تدریجي ډول الوتنې بیا پیل کړې. د روان جون په ۹مه نېټه امارات هوايي شرکت اعلان وکړ چې د روانې میاشتې په ۲۵مه کابل ته الوتنې بیا پیلوي. د افغانستان د هوايي چلند ادارې مشر قاسم وفاييزاده ویلي د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ټاکل شویو لارښوونو ته په کتو به الوتنې پیل شي.
لوګر کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ نښته کې ۱۲ ملکي وګړي ټپیان شوي دي. د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیبالله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل: "نن سهار د کابل-ګردېز د لویې لارې په اوږدو کې د لوګر ولایت د خضر بازار په سیمه کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته وشوه چې په ترڅ کې یې د ملکي وګړو د سپرلۍ یو موټر ولګېد او ۱۲ تنه پهکې ژوبل شول." د ستانکزي په وینا په ټپیانو کې د ۱۲ تنو حال نازک دی. د لوګر د والي ویاند دیدار احمد لونګ وايي چې دا کسان د طالبانو له لوري په ویشتل شویو ګولیو ټپیان شوي دي. Читать дальше...
د اتلانتا ښاروالې کیشا لانس باټمز پرون شنبه (د جون په ۱۳مه) وویل چې دې د یوه پولیس افسر په لاس، یوه شپه مخکې د ۲۷ کلن تور پوستي رېشارد بروکس له وژل کېدو وروسته د پولیسو د مشرې ایریکا شیلدز استعفا ومنله.
هندي سینما، بالیووډ نن یو بل تکړه لوبغاړی هم له لاسه ورکړ. ګڼو هندي رسنیو راپور ورکړی چې د سوشانت سېنګهـ راجپوت مړی نن په ممبی کې د بندرا په سیمه کې د هغه په کور کې پيدا شوی. ویل کېږي چې دی له څو میاشتو خپګان نیولی و او مړی یې په داسې حالت کې موندل شوی چې ځانیې زندۍ کړی و. پولیسو ویلي چې د دې پېښې په اړه پلټنې کوي. سوشانت د پي کې په نوم په یوه فلم کې له وتلي لوبغاړي عامر خان او تر هغه وروسته د هند د کرکټ د ملي ټیم د پخواني کپټان ام اس ډوني په ژوند باندې په جوړ شوي فلم کې لوبېدلی. نور ګڼ... Читать дальше...
د کرنیزو افتونو د تشخیص دغه لومړنی لابراتوار په شخصي پانګه جوړ شوی چې د مسؤلینو په وینا لګښتيې نهدی معلوم.
د افغانستان امنیتي او ملکي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تاوتریخوالي ته دوام ورکړی دی چې د سولې هڅې زیانمنولای شي.
افغان حکومت خبرداری ورکوي چې د طالبانو لهخوا د تاوتریخوالي دوام به د سولې روان بهیر له ستونزو سره مخ کړي.
په دې لړ کې تر اوسه افغان حکومت د طالبانو ۳،۰۰۰ بنديان خوشې کړي او طالبان بيا وايي چې د حکومت ۵۷۱ بندیانيې خوشې کړي دي.
د کندز چارواکي وايي، وسلهوالو طالبانو د دې ولایت په خاناباد ولسوالۍ کې نن سهار دوه تنه وژلي دي. د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند هجرتالله اکبري ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان له بدخشان څخه کابل ته روان ول چې د خاناباد او علياباد ولسوالیو ترمنځ په لویه لار کې د وسلهوالو طالبانو له لوري له موټره ښکته کړای شوي او بیا وژل شوي دي. طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نهدي ویلي او د دغو کسانو د وژلو د انګېزې په اړه هم څه نهدي ویل شوي. طالبان عموماً په لویو لارو له موټرو هغه کسان کوزوي او وژني چې د پولیسو او عسکرو ګومان پرې وکړي.
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وايي د افغان صادراتو په وړاندې د پاکستان دروازو تړل لامل شوي چې افغان سوداګرو ته نږدې ۱۰۰ میلیونه امریکايي ډالره مالي زیان ورسېږي. د دې بورډ رئیس رحمالدین حاجي اغا نن ازادي راډيو ته وویل په داسې حال کې چې اوسمهال په افغانستان کې د تازه مېوو د حاصل وخت دی پاکستاني حکومت د کندهارـسپین بولدک لاره د افغان صادراتو په وړاندې تړلې چې دې چارې افغان بزګران او سوداګر له ستونزو سره مخ کړي دي. دی وايي اوسمهال په تورخم او سپین بولدک یوازې واردات کېږي او هره ورځ په اوسط... Читать дальше...
د پاکستان پخوانی وزيراعظم او د پاکستان پپلز ګوند مخکښ سید يوسف رضا ګېلاني په کورونا وايرس اخته شوی دی.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان په ډاګه کړې ده چې د کورونا وایرس د مخنیوي هڅو په لړ کې به په هېواد کې بيا ټولبند یا لاکډاون ونکړي.
چین په دوو میاشتو کې د اول وار لپاره په یوه ورځ د کرونا ویروس تر ټولو زیاتې تازه پېښې ثبت کړې. د چین د روغتیا ملي کمېسیون ویلي چې نن یکشنبه په دغه هېواد کې د کرونا ویروس ۵۷ تازه پېښې ثبت شوي، چې د دې ویروس د بیا خپرېدو په اړه یې اندېنښې ولاړې کړې دي. له دې جملې ۳۶ نوې پېښې په پلازمېنه پیکنګ کې ثبت شوي، چې دا موضوع د خوړو د عمده پلورنځي له یوه مارکېټ سره مرتبط ګڼل شوی دی. دغه مارکېټ پرون شنبه وتړل شو او په شا و خوا کې پرتو ۱۱ سیمو کې محدودیتونه ولګول شول. دې موضوع دا خطر رامنځته کړی، چې لیرې کړای شوي محدودیتونه ښايي بېرته ولګول شي. Читать дальше...
سیف الله د خیبر د جمرود اوسېدونکی او د پېښور پوهنتون زده کوونکی دی. د کورونا وایرس وبا له وجې د پاکستان تعلیمي ادارې د مارچ له نیمايي راهیسې تړلې دي او ځینو ښوونځيو، کالجونو او پوهنتونونو د پرلیکه (انلاین) زده کړو زمینه برابره کړې خو قبایلي سیمې انټرنېټ نه لري. سیف الله او ځینو ملګرو یې د دې ستونزې حل پیدا کړی. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د امریکا د اتلانتا ښار د پولیسو مشرې په داسې حال کې استعفی وکړه، چې د یوه رستورانت په پارکېنګ کې د یوه پولیس په ډزو د یوه تورپوستي سړي تر وژل کېدو وروسته خلک په مظاهرو لارو- سړکونو ته راووتل. د دغه ښار ښاروالې کیشا لانس باټمز پرون وویل، چې د ۲۷ کلن ریشارد بروکس تر وژل کېدو وروسته یې د پولیسو د مشرې ایریکا شیلډز استعفی منظوره کړې ده. ښاروالې په یوه کنفرانس کې وویل: "فکر نه کوم، چې د مرګوني ځواک کارول دې د توجیح وړ وي او سم د لاسه مې د پولیسو د مشرې د دندې ځنډولو غوښتنه وکړه." د بروکس په نوم... Читать дальше...
د روسیې د بهرنیو چارو او دفاع وزیران به نن ترکیې ته سفر کوي، چې بحثونه به یې تر ډېره د لیبیا پر شخړه راڅرخي. د لیبیا په پلازمېنه طرابلس کې د ملي وفاق حکومت چې ترکیه یې ملاتړ کوي د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت پېژندل کېږي، خو روسیه، مصر او متحده عرب امارات د دغه هېواد په ختیځ کې د پیاوړي پوځي، خلیفه حفتر د ځواکونو ملاتړ کوي. ترکیې ته د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف او دفاع وزیر سرګي شویګو پر سفر د روسیې او ترکیې د ولسمشرانو، ولادیمیر پوتین او رجب طیب اردوغان ترمنځ تر خبرو وروسته موافقه شوې وه. Читать дальше...
د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد کې نن سهار په یوه چاودنه کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی. د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي رسنیو ته په یوه لېږلي صوتي پیغام کې وویل، په چاودنه کې ۳ نور ملکیان ټپیان شوي دي. ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي: "د ننګرهار ګمرک ریاست ته مخامخ نن سهار اته نیمې بجې د ملکیانو پر یوه موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې له بده مرغه په دې پېښه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي دي." د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نهدی منلی.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې په وروستیو کې افغانان له یوې پېچلې جګړې سره مخ دي او ان د جومات او روغتون په ګډون هېڅ ځای خوندی نهدی، خو د سرمقالې لیکوال لیکي هېڅوک نهپوهېږي چې دا وحشت څوک او ولې کوي.
په پاکستان کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښه د روان کال د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه د سند ایالت په مرکز کراچۍ کې ثبت شوه، چې بیا وروسته دا ویروس ډېر ژر د دې هېواد نورو برخو ته هم ورسېد او زرګونه کسان یې مړه کړل.
سپس اکس فضایي شرکت یو ( فالکان-نهه) ډوله توغندی فضا ته وتوغوه چې ۵۸ مصنوعي سپوږمکۍ له ځان سره لېږدوي. دغه توغندی پرون شنبه د جون په دیارلسمه په فلوریدا کې د امریکا له فضایي مرکزه وتوغول شو. د ځمکې مدار ته د دغه توغندي له لارې لېږل شوې مصنوعۍ سپوږمکۍ به د سپس اکس شرکت له هغو سپوږمکیو سره یوځای شي چې د انټرنېټ د زیګنالونو په هدف د ځمکې مدار کې ځای پر ځای شوي. اوس مهال د دغو مصنوعي سپوږمکیو شمېر پنځو سوو ته رسېږي. سپس اکس شرکت د امریکا د یوه میلیارډر الیون ماسک اړوند دی.