Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

نن به نړۍ کې په 'کووېډ-‍۱۹' د اخته کسانو شمېر له ۷ میلیونو واوړي

0
نن ښايي په نړۍ کې په کرونا ویروس یا 'کووېډ-‍۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۷ میلیونه او د مړو شمېر تر څلورو لکو واوړي.


دا په داسې حال کې ده چې په لاتینه امریکا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي او د نړۍ په ګڼ نفوسو هېوادونو هندوستان او اندونیزیا کې هم تازه پېښې زیاتې شوې دي.


بل‌خوا په ختیځه اسیا او اروپا کې په دې ویروس د خلکو د اخته کېدو او مړه کېدو پېښې په کمېدو دي.


په اروپا کې ګڼ هېوادونه چې په دې ویروس سخت ځپل شوي وو اوس د خپلو اقتصادونو د ودې لپاره د کار و بارونو او سرحدونو د بیا پرانیستلو تکل لري.


په چین کې چې دغه ویروس اول د تېر میلادي کال په ډسمبر میاشت کې کشف شو، په ورځني ډول په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو لږ شمېر قضیې ثبتوي، خو د دغو ارقامو د کره‌والي په اړه شکونه شته.


هندوستان پرون یو وار بیا په کرونا ویروس تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې ثبت کړې او ټول شمېر په‌کې ۲ لکه ۳۶ زره او ۷۰۰ ته رسېدلی دی.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *