د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې ۲۵ طالب وسله وژل شوي
د لغمان چارواکي ادعا کوي، بېګا شپه وسله والو طالبانو د الیشنګ ولسوالۍ په جبون سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته برید وکړ چې د هوایي ځواکونو د بمبار په پایله کې ۲۵ طالبان ووژل شول او ۸ نور ژوبل شول.
د والي ویاند ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډيو ته وویل، چې د وژلیو طالبانو مړي په سیمه کې پاتې دي او یوشمېر وسلې یې هم افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي. نوموړی زیاتوي چې په وژل شویو طالبانو کې پنځه تنه د لیزري وسلو کاروونکي طالبان هم شامل دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
د کندهار چارواکي وايي، په شاه ولي کوټ او میوند ولسوالیو کې تر دېرشو ډېر وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو د رسنیو دفتر ویلي ۲۵ وسله وال طالبان هغه مهال ووژل شول چې د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په لوی کارېز سیمه کې پر افغان ځواکونو د برید د پلانولو په نیت راټول شوي وو.
د دغه قول اردو اعلامیه وایي، دا پلان تر تطبیق دمخه د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکني بریدونو شنډ شو.
په یوه بل خبر کې د کندهار د امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر ویلي چې په میوند و لسوالۍ کې ۷ تنه وسله وال مخالفین د امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې ووژل شول او پنځه نور یې ټپیان شول.
د امنیه قومندانۍ د معلوماتو له مخې دغو وسله والو د میوند ولسوالۍ د قلعه ښامیر، عزیز اباد او لوی کارېز پر امنیتي پوستو برید کړی وو، خو په شاوتمبول شو.
د کندهار امنیه قومندانۍ وایې په دې برید کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.
طالبانو د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.