د افغان او طالب مرکچیانو خبرې لاهم دوام لري
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان پلاوي او طالبانو ترمنځ د طرزالعمل پر سر خبرې لاهم پای ته نه دي رسېدلي.
پرون د افغان پلاوي یوه غړي نادر نادري ازادي راډيو ته ویلي و چې پر ډېرو برخو هوکړه شوې ده، ډېر مهم ناندریز موضوعات نهشته، یوازې یو دوه واړه ټکي شته چې هغه به هم هیله ده چې ژر حل شي.
بل لور ته د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق ازادي راډيو ته تېره شپه ناوخته وویل چې کله پر طرزالعمل موافقه وشوه بیا به بل ګام اخلو.
هغه زیاته کړه: "د مجالسو په کاري اصولو او مهالوېش باندې او د غونډو پر مېکانیزم باندې مجلس وشو تر اوسه دا نهایي شوي نهدي، کله چې دغه مسایل نهایي شي بیا به په اجنډا باندې خبرې کېږي او هغه موضوعات چې په اجنډا کې ونیول شي پر هغو به بحث کېږي."
د سولې دا خبرې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د شنبې په ورځ پیل شوې.
تمه وه چې د یکشنبې په ورځ پر طرزالعمل موافقه وشي او د دوشنبې په ورځ پر اجنډا خبرې شروع شي، خو تر اوسه د طرزالعمل پر سر موافقه نهایي شوې نهده.
نادر نادري وایي، دا هڅه روانه ده چې په طرزالعمل کې ټول مسایل شامل شي څو مذاکرات بیا په ښه ډول مخته ولاړ شي.
تر اوسه څرګنده نهده چې په دوحه کې به دا خبرې تر کله روانې وي.
خو پخوا داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د خبرو بل پړاو به په یوه بل هېواد کې کېږي.
په دې لړ کې د ناروې نوم هم اخیستل شوی دی. د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې اني ماري اریکسن سوریده په چارشنبه د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا برادر سره د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. ناروې د دې خبرو پر مهال د افغان سولې په پروسه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.