Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

په بریتانیا کې ترافیک له نا اشنا موټر چلوونکي سره مخ شوي

0
د بریتانیا د ناتینګم شیر په بولویل ښار کې ترافیک پولیس له نا اشنا موټر چلوونکي سره مخامخ شوي دي.


په بولویل ښار کې پولیسو یوه موټر ته ورپام شول، پولیس ورپسې شول، موټر یې ودراوه، د موټر د چلوونکي عمر تر اتیا تېر و. 


انډیپنډنټ ورځپاڼې او لوبوان فرانسوۍ ورځپاڼه څرګندوي چې پولیسو چې له دې سړي د لایسنس پوښتنه وکړه، هغه لایسنس نه درلود او ویې ویل چې له دولس کلنۍ موټر چلوي خو تراوسه یې لایسنس نه دی اخیستی. 


پولیس وایي چې دې سړي په دې اوږده موده کې نه ټکر کړی، نه یې کوم بل غیرقانوني کار چې موټر یې ودرول شي، خو موټر یې بیمه کړی هم نه دی. 


پولیسو ټینګار وکړ چې بل څوک دې د دې بوډا په څېر هڅه نه کوي څو په ټولنه کې خلک خوندي وي او د موټرو د ټکر مخه ونیول شي. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *