Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

Новости за 13.02.2022

منظور پښتین وايي د علي وزیر تر خوشې کېدو پورې پرلت ته دوام ورکوي

Mashaalradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي دي چې د سیند حکومت دا واک لري چې د غورځنګ د مخکښ او د پارلېمان غړي علي وزیر په ګډون د نورو بندي غړو پرضد له مقدمو لاس واخلي او هغوی خوشې کړي. پښتین دا خبره د فبرورۍ پر ۱۳مه په داسې حال کې مشال راډیو ته کړې چې د وزیر پرضد د کراچۍ په عدالت کې مقدمې روانې دي او پر هغه د ریاست ضد د ویناګانو او د خلکو پارولو تورونه دي چې هغه یې ردوي. پښتون ژغورنې غورځنګ د یکشنبې (اتوار) له ورځې څخه په کراچۍ کې د سیند اسمبلۍ مخې ته د پرلت وهلو اعلان کړی دی او وايي، د وزیر تر خوشې کېدو پورې ورته دوام ورکوي. Читать дальше...

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر قطر ته ولاړ

Pa.azadiradio.com 

نن یکشنبه (د سلواغې ۲۴مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ لوړ رتبه پلاوی قطر ته روان شو. د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي په یوه لیږل شوي پیغام کې ویلي: "دغه لوړ رتبه پلاوی به هلته د خلیجي هېوادونو له استازو، اروپایي ټولنې له هیئت، د دیني علماوو له اتحادیو او هغو ډپلوماټیکو څانګو سره چې د کابل پرځای یې قطر د فعالیت لپاره ټاکلی دی پر مهمو مسائلو غونډې ولري." طالبان شااوخو شپږ میاشتې مخکې پر افغانستان بیا واک ترلاسه کړ چې تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد ددوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

سرچېنې: طالبانو د 'افغانستان د خودجوشه مبارزه ښځو' د حرکت ۵ غړي نیولي دي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر سرچینو او د ښځو چارو فعالانو ازادي راډیو ته تایید کړه چې د شنبې ورځې(د سلواغې ۲۳مه) ناوخته پنځه معترضې ښځې، مدینه دروازي، نایره کوهستاني، مرجان امیري، عاطفه حسیني او معصومه چې د افغانستان د خودجوشه مبارزه ښځو د حرکت غړې دي او له څه مودې راهیسې د امنیتي ستونزو له کبله په امن کور کې ساتل کېدې، د طالبانو له خوا نیول شوي او نامعلوم ځای ته انتقال شوي دي. د دې حرکت غړې راضیه بارکزۍ ازادي راډیو ته وویل: "مدینه دروازي او ماشومان یې، نایره کوهستان او دا نور په یوه داسې ځای کې وو لکه امن کور؛ طالبانو... Читать дальше...

خوست کې درې نیم ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي وسوځول شول

Pa.azadiradio.com 

نن د فبروري په ۱۳مه نېټه په خوست کې  درې نیم ټنه په تاریخ تېرخوراکي توکي چې د ښاروالۍ او امنیتي موظفینو په ګډو عملیاتو کې نیول شوي ول، وسوځول شول. د ښاروالۍ د تصفیې د کمېسیون مشر نصیب دانش ازادي راډیو ته وویل، دوی په پلان کې لري چې راتلونکې اوونۍ د بنجاره توکو له پلورنځیو څخه هم تاریخ تېره توکي راټول کړي. ښاغلي دانش زیاته کړه: "زموږ د ښاروالۍ له خوا د تاریخ تېرو توکو د ټولو لپاره یو پلاوی ګمارل شوی چې په ترکیب کې يې امنیتي ادارې هم دي، موږ د یوې میاشتې په موده کې تقریباً درې نیم ټنه په تاریخ... Читать дальше...

خوست کې پر ۳۰۰ بې وزلو او یتیمو ماشومانو مرستې ووېشل شوې

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې پر۳۰۰ یتیمو، بې وزلو او هغو ماشومانو باندې چې د کورنۍ سرپرستي يې ښځې او ماشومان پر غاړه لري، د بېلابېلو ژمنیو توکو مرسته ووېشل شوه. یادې مرستې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف په مالي لګښت برابرې شوې وې. د فبرورۍ په ۱۳مه د ودان موسسې یو تن مسوول عبدالمتین خېبر ازادي راډیو ته وویل، په دې بکسونو کې هر ماشوم لپاره موزې، جرابې،  پتلون، بنینونه، زیردریشۍ، د غاړې دستمالونه،  خولۍ، جمپرونه او نور ژمني توکي په کې دي. عبدالمتین خېبر زیاته کړه: "درې سوه ماشومانو ته په عموم... Читать дальше...

د هند د غوره لیګ سیالیو په بولۍ کې یو افغان لوبغاړی وپېرل شو

Pa.azadiradio.com 

د هند غوره لیګ سیالیو په بولۍ کې یوازې یو افغان لوبغاړی واخېستل شو.   د هند د کرکټ غوره لیګ بولۍ چې پرون پيل او تراوسه روانه ده، یوازې یو افغان لوبغاړی نور احمد لکڼوال په کې د ګوجرات ټيټانز لوبډلې له خوا په ۳۰ لکه هندي کلدارو واخېستل شو. یادې لوبډلې له بولۍ مخکې له بل افغان لوبغاړي راشد خان سره هم تړون کړی و.   په بولۍ کې د نورو افغان لوبغاړو اخېستلو ته کومې لوبډلې زړه ښه نه کړ.   د هند غوره لیګ په تېرو پړاونو کې محمد نبي عیسی خېل د سنرایزر حیدراباد، مجیب الرحمن د کېنګز اېلېون پنجاب او سنرایزر... Читать дальше...

خوست کې د فوټبال سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

په خوست ولایت کې د فوټبال سیالۍ پیل شوې.  د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې د یوه خبر په خپرولو سره ویلي دي چې دا سیالۍ یې د خوست ولایت په اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې له نشه یي توکو سره د مبارزې په هدف پیل کړي دي.  په یادو سیالیو کې د نادرشاه‌ کوټ، اسماعیل‌ خېلو او مندوزیو ولسوالیو ۷ لوبډلې برخه اخلي چې نېږدې یوه میاشت به دوام وکړي.   په خوست کې د فوټبال فدراسیون مسوولان وايي، هڅه کوي  چې ورزش لېرې پرتو ولسوالیو ته ولېږدوي او ځوانان سالمو مصروفیتونو ته را وبولي.

خبریالان:۶ میاشتو کې ۳ زره رسنیز کارکوونکي وزګار شوي، نیم هغه یې مېرمنې دي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې په رسنیز ډګر کې فعالیتونه لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.سره له دې چې د طالبانو د حکومت شپږ میاشتې په پوره کېدو دي، خو لا هم یو شمېر د رسنیو ملاتړ بنسټونه او خبریالان په دې برخه کې ستونزو ته اندېښمن دي. د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنه وايي، تېرو شپږو میاشتو کې شااوخوا ۶۰ سلنه نارینه او ۸۰ سلنه ښځینه رسنیزې کار کوونکې وزګارې شوي دي. د دې ټولنې اجرائیوي مشر حجت الله مجددي د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) ازادي راډیو سره په خبرو کې روان حالت د اندېښنې وړ یاد کړ: "له هغې وروسته... Читать дальше...



کرزی: کنګل شوې پیسې د هېڅ دولت او هېڅ ځواک نه‌ دي، د افغانستان د خلکو دي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې په غبرګون چې د افغانستان د کنګل شوېو پیسو نیمه برخه به چې ۳.۵ میلیارد ډالر کېږي، په امریکا کې د سېپټمبر د ۱۱مې پېښې قربانیانو ته د تاوان په ډول ورکړي، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، دا پیسې د هېڅ دولت او هېڅ ځواک نه‌ دي بلکې د افغانستان د خلکو دي. ښاغلي کرزي دا خبرې د یکشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وکړې. حامد کرزي وویل، د امریکا ولسمشر جو بایډن باید په خپلې پریکړې له سره کتنه وکړي: "دغه پیسې د هېڅ کوم دولت او یا هېڅ کوم حکومت نه دي، دغه پیسې... Читать дальше...

د امریکا او روس ولسمشرانو پر اوکراین خبرې کړې دي

Mashaalradio.com 

د سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې له مخې ولسمشر بایډن خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین ته ویلي چې پر اوکراین د برید په صورت کې به امریکا او متحدین یې روسیې ته چټک ځواب ورکړي چې ډېر به ورته ګران پریوځي.

د ارزګان مرکز او ولسوالیو کې د نیالګیو د کرلو کمپایل پیل شو

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې د کرنې رياست له خوا د دغه ولايت په مرکز ترینکوټ او ولسواليو کې د بې میوو نيالګيو د کرلو کمپاین پیل شو.  د کرنې او مالدارۍ رياست د اطلاعاتو مشر قدرت الله حميدي د ياد کمپاین د پیل پر مهال ازادي راډيو ته وويل: "د نيالګيو دې کمپاین کې به په لومړي ځل په مرکز او ولسواليو کې ۵۵۱۱ غير ميوه لرونکي نيالګي وکرو. له کمپاینه مو هدف د کروندګرو هڅول دي څو خپلو ځمکو کې نيالګي وکري." نوموړي له عامو خلکو وغوښتل څو يو نيالګۍ د ځان او يو د هېواد سره د مينې په پار وکري.  په ورته مهال هغه کسان چې د... Читать дальше...

صنعتکاران: لاهم د کابل د صنعتي پارکونو د برېښنا ستونزه نه‌ده حل شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه وايي، له ۲۰ ورځو وروسته هم د کابل د صنعتي پارکونو د برېښنا ستونزه نه ده حل شوې. د دې ټولنې مشر عبدالجبار صافي نن د یکشنبې (د سلواغې ۲۴مه) په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د صنعتي پارکونو برېښنا له شلو ورځې پرې کېدو وروسته د برېښنا شرکت پرېکړه کړې چې په ۲۴ساعتونو کې به ۸ ساعته برېښنا صنعتي پارکونو ته ورکول کېږي. ښاغلی صافی وايي، ۸ ساعته برېښنا تولیدي کارخونو ته بسنه نه کوي او هغوی نه شي کولی په ښه ډول فعالېت وکړي. له دې مخکې هم صنعتکارانو ویلي و چې د برېښنا د پرې کېدو له امله د ۵۸۰ کارخونو کارونه درېدلي دي. Читать дальше...

د غزني چارواکي: د صادراتو او وارداتو بهیر په نورمال ډول روان دی

Pa.azadiradio.com 

د غزني د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په دې ولایت کې د صادراتو او وارداتو بهیر په نورمال ډول روان دی. د دې خونې مشر عبدالمتین قلندري نن یکشنبه (د سلواغې ۲۴مه) ازادي راډيو ته وویل، له وروستیو سیاسي تحولاتو وروسته دې ولایت کې د څه مودې لپاره صادرات او واردات کم شوي وو، خو له دوو میاشتو راهیسې په نورمال ډول روان دي. ښاغلی قلندري وايي، د دې ولایت سوداګرو، ممیز، بادام، د رېشقې او د شوتلې تخم هند، پاکستان او روسیې ته صادر کړي چې بدل کې یې خوراکي توکي او برېښنايي وسایل وارد کړي دي. که څه هم ښاغلي... Читать дальше...

طالبان: لاهم اساسي قانون پلی دی، له معتبرې مرجع پرته یې څوک نه شي لغوه کولی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو په حکومت کې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون سرپرست وايي، د افغانستان د اساسي قانون د لغوه کولو واک یوازې هغه بنسټ لري چې دا قانون یې جوړ کړی دی. سید ابوبکر متقي ازادي راډیو سره مرکه کې وویل، اوس‌مهال د افغانستان اساسي قانون د تطبیق وړ دی، نه لغوه شوی او نه یې له یوې معتبرې مرجع پرته څوک د لغوه کولو واک لري. د ښاغلي متقي په خبره، د افغانستان په اساسي قانون کې د بدلون او یا هم لغوه کولو واک یوازې لویې جرګې یا هم عالي‌ شورا ته ورکړل شوی دی. خو د دې قانون څو مادې چې د جمهور... Читать дальше...

غزني کې یوه اته کلنه نجلۍ د تښتونکو له منګولو ژغورل شوې

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي وايي په دغه ځای کې یې یوه اته کلنه نجلۍ د انسان تښتوونکو له منګولو خلاصه کړې ده.  د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي حبیب الله مجاهد د یک شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "پرون شنبه د یاد ولایت امنیه قوماندانۍ سرتېرو مرکز ته څېرمه په علي لالا کلي کې هغه نجلۍ د اختطاف کوونکو له منګولو وژغورله چې دوه ورځې مخکې د غزني مرکز له پهلول صاحب کلي څخه نادرکه شوې وه، په تور یې دوه تنه چې یوه ښځه او یو ځوان دی نیول شوي دي."   ښاغلی مجاهد زیاتوي، تر دې څو ورځې وړاندې... Читать дальше...

پنټاګون: د امریکا اوبتل د روسیې اوبو ته نه‌دی ننوتلی

Pa.azadiradio.com 

پنټاګون وایي، داسې شواهد نشته چې ګواکې د دوی اوبتل یا تحت البحري دې د کوریل ټاپوګانو په نژدې سیمه کې د روسیې اوبو ته ننوتلی وي. د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ د امریکا د پوځ یوه ویاند کایل رینز (Kyle Raines) په یوه بیان کې ویلي، متحده ایالاتونو د روسیې د قلمرو په اوبو کې عملیات نه دي ترسره کړي. رینز زیاته کړې:"موږ د خپلو اوبتلونو د کره ځای په اړه څه نه وایو" خو په خبره یې دا اوبتلونه په نړیوالو اوبو کې لامبو وهي، الوتنې کوي او خپلې چارې په پوره سوچ او اسانتیا مخته وړي. دا اعلامیه وروسته... Читать дальше...

سعودي وګړي د کافي د کښت کورنی میراث ژوندی ساتي

Mashaalradio.com 

فرح المالکي د سعودي عرب اوسېدونکی دی چې پر خپله ځمکه کافي (قهوه) کري او غواړي بچي او لمسي یې هم دا کورنۍ میراث ژوندی وساتي. ۹۱ کلن المالکي د کافي د دانو په ټولولو کې ډېر زیار باسي او وايي، قهوه یې له کیمیاوي موادو پاکه وي. تفصیل د فرانسې خبري اژانس په ویډیويي رپورټ کې.

د کونړ سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو کې ۲ زرو ښځو ته کورنۍ باغچې جوړیږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د راتلونکي نسل یا 'اېف. جي.ای' موسسه د کونړ په سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو کې دوه زرو ښځو ته کورنۍ باغچې جوړوي. دا موسسه دې کورنیو ته د باغچو جوړولو وسایل او د تازه ترکاریو تخمونه هم ورکوي او هم یادو ښځو ته د کورنیو باغچو جوړولو روزنه ورکوي. د یادې موسسې مسولین وایي، له باغچو څارنه او د مشورو ورکړه هم د دوی پرغاړه ده. د یادې موسسې یو تن مسول ارشاد الحق تالاش ازادي راډیو ته وویل:"سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو کې موږ دوه زرو ښځو ته د سبزیجانو ۷ ډوله تخمونه او د کورنیو باغچو د وسایلو... Читать дальше...

د منځنۍ اسیا د فوټسال سیالۍ؛ افغان لوبډله له قرغیزستان سره لوبه لري

Pa.azadiradio.com 

د منځنۍ اسیا د فوټسال د نولس کلنو په اتلولۍ جام کې افغان ټیم نن ماښام له کوربه قرغیزستان سره لوبه لري. افغانستان داسې وخت له قرغیزستان سره مخ کېږي چې په دې سیالیو کې یې پيل په ماتې کړی دی. د افغانستان د فوټسال کمېټې د معلوماتو پر اساس پرون له ایران سره په لوبه کې افغان ټيم لس ګولونه وخوړل او په خپله یواځې د درېیو ګولونو په وهلو بریالي شول. د منځنۍ اسیا د فوټسال نولس کلنو اتلولۍ جام یا کافا د قرغیزستان په کوربه توب پيل شوی.

یوناما د پروانه ابراهیم خیل له خوشې کېدو هرکلی کړی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما د پروانه ابراهیم خېل له خوشې کېدو هرکلی کړی. یوناما په یوه ټويټ کې شنبه ناوخته لیکلي چې د څلورو لادرکه شوېو ښځينه فعالانو د خوشې کېدو له هڅوونکو راپورونو هرکلی کوي. یوناما زیاته کړې چې د دغو ښځو سلامتیا او خوندیتوب یوه جدي اندېښنه ده. ملګرو ملتونو ډاډ ورکړی چې د ټولو افغانانو د حقونو د ملاتړ لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي. د راپورونو له مخې پروانه ابراهیم خېل چې درې اوونۍ مخکې له خپله کوره وړل شوې وه د جمعې په شپه خوشې شوې ده. د پروانې... Читать дальше...

د اوکراین کړکېچ؛ د امريکا ولسمشر خپل روسي سیال سره غږیدلی

Pa.azadiradio.com 

د امريکا ولسمشر جوبايډن پرون له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره خبرې کړي. د سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې له مخې ولسمشر بایډن خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین ته ویلي چې پر اوکراین د برید په صورت کې به متحده ایالات او متحدین یې روسیې ته چټک ځواب ورکړي او روسیې ته به ډېر ګران پریوځي. دوی دواړو وروسته له هغه خبرې وکړې چې واشنګټن او متحدینو یې خبرداری ورکړی چې ممکنه ده روسي ځواکونه هره شېبه چې وغواړي په اوکراین برید وکړي. خو روسیې پر اوکراین د برید پلان رد کړی دی.

ترکمنستان: د ولسمشرۍ ټاکنې به د مارچ په ۱۴مه نېټه ترسره شي

Pa.azadiradio.com 

د ترکمنستان د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون یوه چارواکي پرون (شنبه، د فبرورۍ ۱۲مه) وویل چې په دغه هېواد کې به د ولسمشرۍ ټاکنې د مارچ په ۱۴مه نېټه ترسره شي. دا وروسته له هغه چې د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف د خپلې استعفی په اړه یو څه یادونې کړي دي. ولسمشر بردي محمدوف په دې وروستیو کې د ترکمنستان د مشرانو جرګې یوې ځانګړې غونډې ته ویلي و چې غواړي واک 'ځوان مشرانو' ته وسپاري، خو دا یې ونه ویل چې کله به استعفا وکړي. له کلونو راهیسې داسې ګنګوسې روانې دي چې د ترکمنستان دا ۶۴ کلن دیکتاتور مشر... Читать дальше...

د کاناډا پولیسو د یوې مظاهرې مخه ونیوله

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا پولیسو پرون (شنبه د فبروري په ۱۲) د هغو لاریونوالو مخه ونیوله چې په وینډزور ګمرک کې یې د امریکا او کاناډا ترمنځ د سوداګرۍ بهیر ځنډنی کړی وو. لاریونوالو ټوله شپه د کاناډا او امریکا ترمنځ په یوه مهم ګمرک کې تېره کړې وه خو د پولیسو په راتلو له سیمې وتلو ته اړ شول. د لاریون ګډونوال ګڼو عمومي ځایونو ته د کرونا د واکسین د جواز د وړلو په خلاف دي او په همدې خاطر لاریون ته وتلي وو. ورته لاریونونه په امریکا، فرانسې، نیوزیلنډ او اسټرالیا کې هم شوي دي.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *