Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

Новости за 25.02.2022

د طالبانو حکومت له ترکیې غوښتي چې افغان بزګرانو ته د کوکنار بدیل کښت چمتو کړي

Pa.azadiradio.com 

د ترکيې د بشري همکاريو بنسټ مشر چې تازه له افغانستانه بېرته ترکيې ته تللی، له افغانستان سره د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې د ترکيې د هڅو يادونه کړې ده.   د دې بنسټ مشر بولنت يلدريم د ترکيې اناتولي خبري اژانس ته ويلي، د طالبانو د حکومت مقاماتو دوی ته ويلي چې له نشه يي موادو سره مبارزې ته ژمن دي، خو دا اړتیا شته چې بايد د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې نړیواله ټولنه له افغانستان سره مرسته وکړي.   د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وياند مستعين عمري ازادۍ راډيو ته وويل دوی له... Читать дальше...

د روغتیا نړیوال سازمان اوکراین کې 'احتمالي روغتیايي بیړني حالت' اندېښنمن کړی

Mashaalradio.com 

روسیې ځواکونو د فبرورۍ پر ۲۴مه سهار وختي د اوکراین په لږ تر لږه اووه ښارونو کې پر هوايي ډګرونو او پوځي تاسیساتو حملې پیل کړې او له درې خواوو څخه یې پوځیان او ټانکونه اوکراین ته واستول.

زیلینسکي: روسي ځواکونه په اوکراین کې ملکي سیمې په نښه کوي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر نن وویل چې روسي ځواکونه په اوکراین کې ملکي سیمې په نښه کوي.  ولادمیر زیلینسکي دا خبره په داسې وخت کې وکړه چې د پلازمېنې کېف په لمنو کې روسي الوتکې بمبار کوي.  زیلینسکي زیاته کړه چې روسانو مخکې ویلي وو چې د دوی هدف یوازې پوځي تاسیسات دي.  ولادمیر زیلینسکي په تلوېزیوني وینا کې چې یوه برخه یې د اکرایني روسانو لپاره په روسیي ژبه وه، له نړیوالو هم ګیله وکړه.  زیلینسکي وویل:" نن سهار مو یوازې د خپل هېواد دفاع وکړه، لکه پرون. د نړۍ تر ټولو پیاوړي هېوادونه راته ګوري. ایا د پرون بندیزونو... Читать дальше...

طالبان: په اوکراین کې د جګړې لوري دې هلته د افغانانو ژوند ته پاملرنه وکړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، هیله لري چې د اوکراین په جګړه کې ښکېل لوري د هغو افغان محصلانو او مسافرانو ژوند ته پاملرنه وکړي چې په دغه هېواد کې ژوند کوي.  دې وزارت په خبرپاڼه کې چې نن یې خپره کړه په اوکراین کې ملکي تلفاتو ته اندېښنه ښکاره کړه.  په خبرپاڼه کې له ښکېلو لورو غوښتل شوې دي چې ستونزې د خبرو له لارې په سوله ییز ډول حل کړي.  د اوکراین ولسمشر ولادیمر زیلینسکي نن سهار وویل چې تر اوسه ۱۳۷ ملکیان او نظامیان د روسیې د عملیاتو په ترڅ کې چې د پنجشنبې په سهار یې پیل کړي وژل شوي دي.... Читать дальше...

د معتادینو د درملنې مرکزونه: په سلو کې ۹۰ ناروغان د کیمياوي نشه يي موادو معتادین دي

Pa.azadiradio.com 

عبدالقيوم هغه اووه ویشت کلن ځوان دی چې د نشې له امله دومره کمزوری شوی چې د کار کولو وس نه لري او په دې ځوانۍ کې يې يوازينی ارمان يوازې د يوه دود هيروينو پيدا کول دي. عبدالقيوم وايي، دا چې په افغانستان کې نشه يي مواد اسانه او ارزانه پيدا کېږي، لومړی په نشه يي ګوليو او وروسته په هيروينو معتاد شو. عبدالقیوم وایي:" زما دوه درې دوستان چې زما سره همکاران وو، ځينې وختونه به يې ټريماډول ګولۍ خوړلې، ما به هم کله کله له دوی څخه ټريماډول ګولۍ اخیستې او تر خوړلو وروسته به په ستړیا نه پوهېدم. اخير داسې وخت... Читать дальше...

عمران خان له ولادیمیر پوتین سره د انرژۍ پر پروژو او سیمه ییزو حالاتو غږېدلی

Mashaalradio.com 

پاکستاني وزیراعظم او روسي ولسمشر پر داسې وخت له یو بل سره لیدلي چې مسکو د فبرورۍ پر ۲۴مه د اوکراین د پلازمېنې کییف پر ګډون پر یوشمېر ښارونو توغندي وداغل او روسي سرتېري له درو خواوو هغه هېواد ته داخل شول.

طالبانو د کابل په ګډون ځینو نورو ولایتونو کې د تصفیوي عملیاتو خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

تازه د طالبانو حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو حکومت، د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او استخباراتو، کابل او شااوخوا ولایتونو کې تصفیوي عملیات پیل کړي دي. په دې اعلامیه کې راغلي چې "له دې تصفیوي عملیاتو موخه، د غلو، اختطافګرو، شریرو عناصرو او نورو مجرمینو نیول او له منځه وړل دي خو د دې عملیاتو په جریان کې به هېڅ ملکي کس او کور ته زیان نه رسیږي" خو د کابل ښار  یو تن اوسېدونکی چې کور ته یې د تالاشۍ په هدف طالب وسله وال ورغلي او نه غواړي نوم یې په دې راپور کې واخیستل شي ازادي... Читать дальше...



اوکراین کې پاکستاني زده کوونکي له مشکلاتو سره مخامخ دي

Mashaalradio.com 

پر اوکراین د روسیې تر حملې وروسته هلته په پوهنتونونو کې بند پاکستاني زده کوونکي وايي له مشکلاتو سره مخامخ شوي دي. د خارکیف پوهنتون دوو زده کوونکو د فبرورۍ پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، د ځمکلاندې اورګاډي په تمځي کې ناست دي او د پاکستان سفارت ورسره لا مرسته نه ده کړې. په اوکراین کې د طبي پوهنتون یوه بل زده کوونکي له پاکستاني حکومته غوښتنه وکړه چې ورسره دې ژر تر ژره مرسته وکړي او له هغه هېواده دې یې وباسي. اخوا په کییف کې د پاکستان سفارت د جمعې پر ورځ پر ټولو زده کوونکو غږ کړی دی چې ځانونه دې "ژر تر ژره" د اوکراین غربي ښار تېرنوپېل ته ورسوي. Читать дальше...

طالبان: په کندز او تخار کې د واکسیناتورانو  وژنه "جنایت" دی

Pa.azadiradio.com 

پرون پنجشنبې د کب میاشتې په ۵ نېټه په کندز او تخار ولایتونو کې څلورو بېلابېلو پېښو کې د ۴ مېرمنو په ګډون ۸ واکسیناتوران ووژل شول چې له امله یې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د پولیو واکسینو کمپاین هم ودرول شو. د واکسینو د طبیق دا کمپاین د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۲۱مه نېټه په ټول افغانستان کې پیل شوی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو واکسیناتورانو وژنه "جنایت " بولي او وایي عاملین به یې سخت مجازات شي. مجاهد وایي:" هم به عاملین پیدا کېږي او مجازات کېږي به او هم به د داسې پېښو... Читать дальше...

زېلېنسکي وايي، په 'یوازې ځان' د هېواد دفاع کوي

Mashaalradio.com 

مسکو د زېلېنسکي د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د فبرورۍ پر ۲۴مه ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې د "پوځي عملیاتو" اعلان وکړ او و یې ویل چې مقصد یې د "ولس محفوظ" ساتل دي.

د نورستان په ۵ ولسوالیو کې ۱۰ روغتیایي مرکزونه جوړیږي

Pa.azadiradio.com 

د نورستان په پنځو ولسوالیو کې لسو روغتیایي مرکزونو ته ودانۍ جوړیږي. دغه ودانۍ د یو اېن ډي پي او سویډن موسسې له خوا د ۸۸ ملیونو افغانیو په مالي لګښت په شا اوخوا دوه کلنو کې جوړیږي. په نورستان کې روغتیايي مسؤلین وايي، د ودانیو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. په نورستان کې د عامې روغتیا سرپرست رئیس مولوي نقیب الله نوري ازادۍ راډیو ته وویل چې دغه ودانۍ په برګیمټال،کامدېش، وانت وایګل، دو اب او منډول ولسوالیو کې د ۸۸ ملیونو افغانیو په لګښت جوړیږي. د هغه په خبره چې په دغو پیسو کې ۳۸ ملیونه... Читать дальше...

د سالنګ لویه لار د مسافرو په مخ وتړل شوه

Pa.azadiradio.com 

د سالنګ لویه لار د واورې او توپان له امله د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.  د سالنګونو د ساتنې او څارنې رئیس عبدالله عبید ازادي راډیو ته وویل له پرون ماښامه په جَنوبي او شمالي سالنګ کې درنه واوره اوري او تُند بادونه لګیږي.  د سالنګ لویه لار روان ژمی څو واره مخکې هم د درنې واورې او تُند بادونو په سبب تړل شوې چې ورسره زرګونه مسافرین له ستونزو سره مخ شوي.

کرکټ؛ د افغانستان او بنګله دېش تر منځ دویمه یو ورځنۍ لوبه روانه ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د کرکټ دویمه یو ورځنۍ لوبه روانه ده.  په دې لوبه کې بنګله دېش توپوهنه کوي.   دا لوبه د بنګله دېش په چټو ګرام کې روانه ده.  د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د درېیو یو ورځنیو لوبو سیریز د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام د سوپر لیګ په لړ کې دی چې ګټونکی ټیم یې د مخکې تګ چانس تر لاسه کوي.  افغانستان خپله لومړنۍ لوبه په کوربه هېواد بایللې ده.

په اوکراین د روسیې برید؛ د ملکیانو په ګډون ۱۳۷ پوځيان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په اوکراین د روسیې د بریدونو له پیله ۱۳۷ ملکیان او پوځيان وژل شوي.  دا خبره د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي په یوه ویډیويي پیغام کې وکړه.  هغه وویل ۳۱۶ نور کسان ټپیان شوي هم دي.  ولادمیر زیلینسکي وویل سره له دې چې روسي پوځ ادعا کړې چې یوازې د اوکراین پوځي اهداف په نښه کړي خو په بریدونو کې ملکیان هم په نښه شوي.  روسي پوځيانو پرون سهار وختي د ولسمشر ولادیمیرپوتین په امر په اوکراین بریدونه پیل کړل.  دغو بریدونو ګڼ تُند غبرګونونه وپارول او د دې لامل شول چې امریکا او ځینې لوېدیځ هېوادونه په روسیې سخت بندیزونه ولګوي.

د نړۍ ۷ سترو هېوادونو په روسیې باندې د لا نورو بندیزونو په لګولو هوکړه وکړه 

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ اوو سترو صنعتي هیوادونو پر اوکراین برید د نړیوال نظم لپاره جدي ګواښ وباله.  دې ډلې ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اروپا کې د جګړې په پیلولو ځان د تاریخ ناسم لوري ته برابر کړی دی.  اوو سترو صنعتي هیوادونو دا اعلامیه پرون د خپلې انلاین غونډې په پای کې خپره کړه.  د روسیې پوځي اقدام په درسته نړۍ کې له غندنې او غوسې سره مخامخ شوی دی. د اوو سترو صنعتي هیوادونو ډلې ویلي چې د انرژۍ د برابرولو په برخه کې د احتمالي خنډونو په اړه اقدام ته چمتو ده او همداراز تیاره ده چې په بشري مرستو د احتمالي پناه غوښتونکو ملاتړ وکړي. Читать дальше...

روسیې ته د پاکستان د صدراعظم سفر پای ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون څو ساعته وروسته له دې چې ځواکونو یې پر اوکراین حملې پیل کړې، په کریملین کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره ولیدل.  دا په تېرو شلو کلونو کې مسکو ته د پاکستان د یوه صدراعظم لومړنی سفر دی.   که څه هم ویل شوي چې د دې سفر سریزې کابو دوې میاشتې پخوا چمتو شوې وې خو په اوسني وخت کې چې د اوکراین پر ضد د حملې په خاطر د روسیې د منزوي کېدو هڅې کېږي، د عمران خان سفر توجه ځان ته اړولې ده.   د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېډ پرایس مسکو ته د عمران خان د سفر په اړه... Читать дальше...

د کراچۍ کب نیوونکو د حکومتي بندیزونو خلاف احتجاج ته دوام ورکړی

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې د کب نیوونکو بېړیو مالکانو او کارکوونکو د حکومت د هغې پرېکړې خلاف چې د بلوچستان په سمندري حدودو کې ورته د کبانو د نیولو اجازه نه ورکوي، احتجاج ته دوام ورکړی دی. دوی د فبرورۍ له ۱۵مې راهیسې په احتجاج دي او غوښتنه کوي چې حکومت دې ورته اجازه ورکړي چې په هر ځای کې کبان ونیسي. دا په داسې حال کې ده چې په ګوادر کې حق غوښتلو په نوم غورځنګ تېر کال پرلت وهلی وو او پر حکومت یې ټینګار کاوه چې د ټرالرو یا لویو بېړیو له لارې د ماهیانو پر نیولو دې بندیز ولګوي ځکه چې په وینا یې هغه کار د وړو کب نیونکو کاروبار اغېزمن کړی دی. Читать дальше...

طالبان: په سپین بولدک کې له پاکستاني ځواکونو سره د نښتو په اړه څېړنې کوو

Pa.azadiradio.com 

په سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ په پرونۍ نښته کې دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.  د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پاکستاني ځواکونه د پېښې عاملان بللي خو ویلي یې دي چې لومړی مقابل لوري ډزې پیل کړې وې.  په همدې حال کې د کندهار د میرویس روغتون رئيس ډاکتر نعمت الله شهزاد ازادي راډیو ته وویل چې روغتون ته د ګڼو ټپیانو ترڅنګ د دوو تنو مړي هم ور وړل شوي دي. شهزاد وایي:" تر اوسه پورې روغتون ته ۲۷ ټپیان او دوه مړي راوړل شوي دي."  دا له کله چې طالبان واک ته رسېدلي،... Читать дальше...

په کندز او تخار کې د واکسیناتورانو وژنې؛ د پولیو په ضد کمپاین درول شوی

Pa.azadiradio.com 

په کندوز او تخار ولایتونو کې له پرونیو حملو وروسته د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد د واکسیسناسیون کمپاین درول شوی دی.  د واکسیناسیون کمپاین د روانې فبرورۍ په ۲۱ مه یعني د دوشنبې په ورځ پیل شوی و. د دې کمپاین د درېدو له کبله به یو وار بیا زرګونه ماشومان د پولیو د ویروس په وړاندې له مصونیته بې برخې شي.   ملګروملتونو د افغانستان په شمال کې د پولیو د واکسیناتورانو وژنې په کلکه وغندلې او د هغو له عاملانو سره یې د حساب غوښتنه وکړه.   ملګروملتونو په یوه اعلامیه کې ویلي،پرون دوی ته په څلورو بېلابېلو سیمو کې د دغو بې رحمانه حملو خبر ورسېد. Читать дальше...

د امریکا د بندیزونو دوام؛ روسیه د نړۍ په مهمو اسعارو راکړه ورکړه نه شې کولای

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن پر اوکراین د روسیې له حملې وروسته پرون د روسیې پر ضد داسې بندیزونه ولګول چې له کبله یې له روسیې د نړۍ په مهمو اسعارو د راکړې ورکړې امکان اخیستل کېږي.   بایډن په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دیالوګ لپاره د لوېدیځ هڅې رد کړې او د نړیوال قانون سرغړونه یې وکړه، پوتین جګړه انتخاب کړه او اوس باید دی او هېواد یې عواقب وزغمي.    بایدن همداراز وویل چې پر روسیې بندیزونه په داسې ډول تنظیم شوي چې پر روسیې د اوږدې مودې لپاره اغېز ولري خو امریکا او د هغې متحدانو ته یې زیان لږ وي. Читать дальше...

افغانستان کې اقتصادي رکود؛ ځینې پانګه وال: مشتریان نشته،برښنا پرې او فعالیت نه لرو

Pa.azadiradio.com 

د جمهوريت ړنګيدو او د طالبانو د بيا ځلي واکمن کېدو سره د افغانستان اقتصاد له سخت ناورين سرمخ شو، ډېر خلک يې وزګاره او ان تر دې چې ډېريو خپل کارونه په نيمه لاره کې پرېښودل. زياد شمېر هغه پانګوال چې په ډېرو ستونزو سره د يو څه ښه کاروبار خاوندان شوي وو د دې تحول سره يې د زيات زيان په ليدلو کار او بار بېرته صفر حالت ته ښکته شو. احمد احساني چې په کابل کې د مرمر ډبرو يوه فابريکه لري وايي، په ۱۳۹۷کال کې یې د يو ميلون ډالرو په ارزښت فعاليت پيل کړ او د خامو موادو په ترلاسه کولو سره به يې خپل توليدات تر... Читать дальше...

نیویارک ټایمز: په اوکراین د روسیې برید لسګونه زره کسان له بیړني حالت سره مخ کړي

Pa.azadiradio.com 

نیویارک ټایمز پر اوکراین د روسیې بریدونو د ګڼو لوېدیځو مطبوعاتو پام ور اړولی دی.  نیویارک ټایمز لیکلي پنجشنبه سهار وختي تر هغه لږ څه وروسته چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ځانګړو پوځي عملیاتو د پيل اعلان وکړ د اوکراین په ښارونو کې د چاودنو درانه غږونه واورېدل شول.  په مقاله کې راغلي، د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د بریدونو تر پیل مخکې په یوه ټلوېزیوني وینا کې روسان مخاطب کړل او وویل چې ده غوښتل له ولسمشر پوتین سره خبرې وکړي خو هغه یې ټیلیفون ځواب نه کړ.  نیویارک ټایمز لیکي، پوتین له... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *