صرافان: که د افغانستان کنګلې پیسې ازادې شي د بانکونو فعالیت عادي کیږي
د دې ټولنې مرستیال حاجي داد ګل نن چهارشنبه (د سلواغې ۱۳مه) ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو له بیا واکمنېدو ۶ میاشتې تېرېږي، خو لا تراوسه هم له خصوصي بانکونو سره د صرافانو ستونزه نه ده حل شوې.
نوموړي زیاته کړه، اوس هم د پخوا په څېر د صرافیو شرکتونه کولی شي په اوونۍ کې ۵ سلنه له ډالري حساب او ۵ سلنه د افغانیو له حساب څخه ترلاسه کړي او هغه صرافان چې انفرادي حسابونه لري، په اوونۍ کې ۴۰۰ دالر یا ۳۰ زره افغانۍ له بانکونو اخیستلای شي.
حاجي داد ګل وايي، که څه هم د افغانستان بانک ژمنه کړې وه چې دا ستونزه به ژر حل کړي، خو په خبره یې تر اوسه هم دا ستونزه نه ده حل شوې.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو تراوسه هم د بانکونو فعالېتونه عادي حالت ته نه دي راګرځېدلي.
