Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

د کندهار د سوداګرۍ خونه: روان کال کې د انګورو صادرات کم شوي

0
 


د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په روان کال کې د انګورو صادرات کم شوي دي.


د دې خونې مرستیال عبدالباقي نن چهارشنبه (د سلواغې ۱۳مه) ازادي راډيو ته وویل، د سیاسي بدلون او په دې ترڅ کې د ټرانزیټي لارو د تړلو له امله سږکال ۳۹۸۳ ټنه انګور صادر شوي دي، په داسې حال کې چې تېرکال ۴۰ زره ټنه انګور صادر شوي وو.


ښاغلی عبدالباقي وايي، په روان کال کې د انګورو محصولات ۱۵۰ ټنو ته رسېږي چې د نه صادرېدلو له امله یې ډېر په ممیزو بدل شوي دي.


نوموړي زیاته کړه، تر اوسه د کندهار ۲۲۷۵۱ ټنه ممیز صادر شوي دي او دا بهیر لا دوام لري.


د عبدالباقي په وینا، تېرکال د کندهار انګور پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو او ځینو نورو اروپايي هېوادونو ته صادرېدل او په کور دننه هم بازارونو کې په مناسبه بیه پلورل کېدل.


کندهار، هرات، غزني، پروان او لوګر هغه ولایتونه دي چې انګور په کې ښه حاصل ورکوي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *