روسيې سره د اوکراین کړکېچ؛ امریکا ۳زره سرتېري پولنډ، رومانیا او جرمني ته لېږي
د امریکا متحد ایالاتونه دې ته چمتووالی نیسي چې په زرګونو پوځیان اروپا ته واستوي.
دا پرېکړه په داسې وخت کې نیول شوې ده چې په لسګونو زره روسیي سرتېري د اوکراین له پولي سره ځای پرځای شوي دي.
د امریکا د متحد ایالاتونو دفاع وزارت دا اوونۍ ۳ زره سرتېري پولنډ، رومانیا او جرمني ته لېږي.
ولسمشر جوبایډن ویلي دي چې دا پرېکړه له هغه څه سره سمون خوري چې ده د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ویلي دي.
ولسمشر بایډن پرون د سي اېن اېن خبریال ته وویل، تر هغو چې پوتین په تهاجمي دریځ کې وي موږ به د ناټو متحدانو او ختیځې اروپا ته ډاډ ورکوو چې موږ به د ناټو د پنځمې مادې له مخې هلته خپل مکلفیت ادا کوو.
د ناټو د پنځمې مادې له مخې د ناټو ټول غړي هېوادونه مکلف دي چې یو بل ته لاس ورکړي او د هغه غړي دفاع وکړي چې ځمکنۍ بشپړتیا یا حاکمیت یې په خطر کې دی.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وویل، د متحد ایالاتونو نږدې ۲ زره سرتېري به په پولنډ او جرمني کې ځای پرځای شي او زر تنه چې اوس په جرمني کې دي هغه به رومانیا ته ولېږدي.
کربي زیاته کړه چې دا مهمه ده چې موږ ښاغلي پوتین ته او ټولې نړۍ ته یو پیاوړی سګنال ورکړو چې ناټو د متحد ایالاتونو او د امریکا د متحدانو لپاره مهمه ده.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند یوځل بیا دا خبره هم وکړه چې واشنګتن د اوکراین له پولو سره د ګڼو روسي ځواکونو د ځای پرځای کېدو په خاطر د رامنځته شوي کړکېچ د لیرې کېدو لپاره ډیپلوماتیکو هڅو ته چمتو ده او په دې باور نه دی چې خامخا به شخړه رامنځته کېږي.
روسیې د اوکراین له پولو سره شااوخوا یولک سرتېري ځای پرځای کړي خو وایي چې پلان یې دا نه دی چې پر اوکراین به برید کوي.