سپینې ماڼۍ بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بشپړې وتنې دفاع وکړه
سپينې ماڼۍ یو وار بیا له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو له پروګرامه دفاع وکړه.
د سپینې ماڼې ویاندې جن ساکي د سې شنبې په ورځ ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې وویل، که څه هم امریکا له افغانستانه د بشپړې وتنې له پروګرام وړاندې پوره تیاری نیولی وو، خو د افغان ځواکونو سقوط هغه څه وو چې وړاندوینه يې نه وه شوې.
نوموړې زیاته کړه: "زه یوازې دومره وایم، که تاسې هغه پلان ته چې موږ ځانګړی جوړ کړی وو وګورئ، دا یوازې احتمالي قضیو ته جوړ پلان وو، ان تردې چې هماغه وخت مو هم په دې اړه خبرې کړي دي، د افغان ځواکونو د دومره ژر له منځه تلو وړاندوینه نه کېده، هېچا هم دا وړاندوینه نه وه کړې، خو موږ یو لړ احتمالي پلانونه درلودل."
دا په داسې حال کې ده چې د واشنګټن پوسټ د دوشنبې په ورځ په راپور کې راغلي، پوځي تحقیقاتو ښودلې چې له افغانستانه د وتلو بهیر پڅ و.
دغه ورځپاڼې لیکلي دي چې دغه پوځي څېړنه د هغه انتحاري حملې په اړه شوې ده چې د اګسټ میاشتې په ۲۶مه نېټه د کابل هوايي ډګر په یوې دروازه کې وشوه.
د امریکا دفاع وزارت ویلي، په دې حمله کې ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايان ووژل شول.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي او افغانانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر بشپړ وتلو مخکې په څو ځلي د رسنیو له لارې د امریکا او د ملاتړو له وتلو وروسته یې د افغانانو د وضعیت او برخلیک په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې وې.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له بشپړې وتنې پنځلس ورځې مخکې مخکینی جمهوري نظام د طالبانو په لاس سقوط شو.
خو اوس چې دغه هېواد د طالبانو له واکمنۍ شپږ میاشتې تیریږي، لاهم کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د خلکو په ژوند کې د سیاسي، امنیتي او اقتصادي بدلونونو اغیزې جوتې دي.