د جرمني صدراعظم کیف ته رسېدلی څو د کړکېچ په کمولو خبرې وکړي
د جرمني صدراعظم اولاف شولز کیف ته رسېدلی څو پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید د مخنیوي په هدف د ډيپلوماتیکو هڅو په ترڅ کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره خبرې وکړي.
ښاغلي شولز کیف ته له روانېدو مخکې پر ټوټیر ولیکل، جرمني تمه لري چې د مسکو له لوري به د دې کړکېچ د کمولو نښنې نښانې وویني.
هغه زیاتوي چې د اوکراین پرضد پوځي اقدام به د روسیې لپاره ډېر جدي عواقب ولري.
شولز خبرداری ورکړی چې د اروپا سولې ته خورا جدي ګواښ متوجه دی.
د جرمني صدراعظم به د کیف سفر پای ته رسولو وروسته سبا مسکو ته ولاړ شي او تمه ده چې د همدې موضوع په اړه به له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړي.
اولاف شولز د یکشنبې په ورځ وویل چې د ناټو او اروپايي ټولنې غړو هېوادونو د روسیې پر وړاندې سر له اوسه په ډېر دقت سره د سختو بندیزونو داسې طرح برابره کړې ده چې پر اوکراین د برید په صورت کې سمدستي عملي کېدای شي.
په همدې ورځ واشنګټن د اوکراین په سرحد کې د ځای پرځای شویو روسي سرتېرو د شمېر په برخه کې خپل پخوانی اټکل لوړ کړ او ویې ویل چې روسيې د خپلو سرتېرو شمېر له ۱۰۰ زرو ۱۳۰ زرو ته زیات کړی دی.
بل خوا د امریکا او اوکراین ولسمشرانو پرون په ټیلیفوني خبرو کې ټینګار وکړ چې د اوکراین په سرحد کې د روسیې د پوځي حضور د پیاوړتیا په ځواب کې به د ډيپلوماسۍ هڅو ته دوام ورکوي.
سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر جو بایډن په پرونیو ټیلیفوني خبرو کې د اوکراین ولسمشر ښاغلي زیلینسکي ته د اوکراین د ملي حاکمیت او ارضي تمامیت په برخه کې ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې متحده ایالات به پر دې هېواد د روسیې د یرغل په صورت کې سمدستي ځوابي اقدام وکړي.
د اوکراین د جمهوري ریاست دفتر په یوه بیان کې وايي چې ولسمشر زیلینسکي ښاغلي بایډن ته په راتلونکو ورځو کې کیف ته د سفر بلنه ورکړه او ویې ویل چې د ده سفر به په وضعیت کې د ثبات له راوستو سره مرسته وکړي.