د مسکو او کیف کړکېچ؛ امریکا او اوکراین یو ځل بیا له یوبل سره د همکارۍ ژمنه وکړه
د اوکراین او امریکا ولسمشرانو ټینګار کړی چې د اوکراین پر پوله د روسیې د پوځي حضور د پیاوړتیا په ځواب کې به د ډيپلوماسۍ هڅو ته دوام ورکوي.
سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر جو بایډن په پرونیو ټیلیفوني خبرو کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ته د اوکراین د ملي حاکمیت او ارضي تمامیت په برخه کې ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې متحدایالات به پر دې هېواد د روسیې د یرغل په صورت کې سمدستي ځواب ورکړي.
د اوکراین د جمهوري ریاست دفتر په یوه بیان کې وايي چې ولسمشر زیلینسکي ښاغلي بایډن ته بلنه ورکړه چې په راتلونکو ورځو کې کیف ته سفر وکړي او ورته ویلي یې دي چې د ده سفر به په وضعیت کې د ثبات د راوستو په برخه کې ونډه ولري.
د امریکا او اوکراین ولسمشران دا ټیلیفوني خبرې داسې مهال کوي چې د لوېدیځ قدرتونو په پرله پسې ډول د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څهه د کړکېچ د کمولو غوښتنه کړې او یو شمېر نورو هېوادونو له خپلو وګړو غوښتي چې له اوکراینه ووځي ځکه دوی وېره لري چې ښايي مسکو د خپل ګاونډي هېواد پرضد پوځي اقدام وکړي.
په عین حال کې کیف د دې کړکېچ په اړه د بحث په هدف د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان د بېړنۍ غونډې د رابللو غوښتنه کړې.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولېبا وویل مسکو د کیف هغې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی چې له روسیې څخه یې په ویانا کې د دې سازمان له خوا د تصویب شویو اسنادو په اساس د خپلو فعالیتونو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې.
کولېبا پر ټویټر لیکلي دي چې که روسیه د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان په ساحه کې د امنیت د وېش په اړه په خپلو خبرو کې رښتینې وي، نو د کړکېچ د کمولو او د ټولو لپاره د امنیت د پیاوړتیا په برخه کې باید د پوځي فعالیتونو په چاره کې د شفافیت لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
بل خوا واشنګټن د اوکراین په سرحد کې د ځای پر ځای شویو روسي ځواکونو د شمېر په برخه کې خپل اټکل پرون لوړ کړ، ویې ویل چې روسيې د خپلو پوځي سرتېرو شمېر له ۱۰۰ زرو څخه ۱۳۰ زرو ته زیات کړی دی.