Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

کندز کې د والیبال ټورنمنټ؛ کدوګان لوبډله اتله شوه

0
په کندز ولایت کې د والیبال دوه ورځنی ټورنمنټ پای ته ورسېده.


د طالبانو حکومت د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې یاد ټورنمنټ د کندز ولایت د خان‌اباد او اقتاش ولسوالیو له بېلابېلو سیمو څخه د ۱۲ لوبډلو ترمنځ تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېد.


د دې ریاست د معلوماتو له مخې د دې ټورنمنټ پایلوبې ته د کدوګان او اقتاش لوبډلې ووتلې چې کدوګان د دې ټورنمنټ اتله لوبډله شوه.


د دغو لوبو هدف د ځوانانو ترمنځ د سالم رقابت وده او د ولسوالیو لوبډلو لپاره د غوره لوبغاړو ټاکنه یاده شوې ده.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *