Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

د طالبانو د کډوال وزیر: نړیوال بنسټونه دې ارزګان ته بېړنۍ مرستې ورسوي

0
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کډوالو وزیر خلیل الرحمان حقاني ارزګان ته تللی او هلته یې له ځینو بې وزلو کورنیو سره مرستې کړي.


حقاني ازادي راډیو ته وویل: "ارزګان کې له زرو بې وزلو کورنیو سره د لسو لکو افغانیو په اندازه نغدي او د خوارکي توکو مرسته وشوه، که څه هم دا مرستې د دغه ولایت د خلکو لپاره بسنه نه کوي، خو پر نړیوالو بنسټونو غږ کوو چې ژر تر ژر دې، دې ولایت ته خپلې مرستې ورسوي چې ډېری یې عاجلو مرستو ته سترګې په لار دي."


حقاني وویل، ډېر ژر به دغه ولایت ته د مرستو بله جوپه هم را ورسېږي خو نوموړي یې اندازه ونه ښوده. 


په ورته وخت کې هغه کسان چې مرستې یې ترلاسه کړي زیات خوښ دي، خو وايي، دغه مرستې ورته بسنه نه کوي او غوښتنه کوي چې نورې مرستې دې هم ورسره وشي. 


د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني خلکو ته ډاډ ورکړ چې مرستې به په شفاف ډول ور ورسېږي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *