د کندهار خبریالان: طالبان له موږ سره توپیري چلند کوي
په کندهار کې د جاوید سمسور په نوم یو ځايي خبریال وایي تېره ورځ په کندهار ښار کې د یوه طالب وسله وال په ډزو کې یوه ښځه ووژل شوه او دوې نوري ټپیانې شوې.
د سمسور په خبره د وژل شوې مېرمنې کورنۍ هغه د احتجاج په توګه له میرویس روغتونه ولایت مقام مخ ته وړله.
رسنیو غوښتل چې لاریون پوښښ کړي خو د طالبانو له لوري ګواښل شوي، رسنیز وسایل ورڅخه اخیستل شوي او د څو دقیقو لپاره بندیان شوي دي.
کندهار کې خبریالان وایي د رسنیز پوښښ پر مهال له سختو ګواښونو سره مخ دي.
دوی طالبان په توپیري چلند تورنوي او وایي چې طالبان د نړیوالو خبریالانو سره ښه خو د افغان خبریالانو سره توهین امیزه چلند کوي.
طالبانو د نن ورځي د لاریون او د خبریالانو سره د بد چلند په اړه څه نه دي ویلي.
