Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

روسیې د اوکراین په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک ویټو کړ

0
روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پرېکړه لیک د جمعې په ورځ ویټو کړ چې په کې پر اوکراین د دغه هېواد برید غندل شوی و. 


وار له مخه داسې اټکل کېده چې دا پرېکړه لیک به تصویب نه شي ځکه چې روسیه د امنیت شورا د دایمي غړي په توګه د ویټو حق لري. 


د ملګرو ملتونو یو سل او درې نوي غړي کولی شي چې وروسته بیا هم دا پرېکړه لیک وارزوي. 


د امنیت شورا له پنځلس غړیو هېوادونو ۱۱ دې پرېکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه، خو د چین، هند او متحد عربي اماراتو استازیو ممتنع رایه وکاروله. 


دا پرېکړه لیک د امریکا د متحد ایالاتونو او البانیا له لورې وړاندې شوی و.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *