Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

د جودو نړیوال فدراسیون د پوتین افتخاري ریاست او د سفیر دندې ځنډولي

0
د جودو نړیوال فدراسیون نن اعلان وکړ چې د دې فدراسیون لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین افتخاري ریاست او د سفیر دندې ځنډولي دي. 


دغه فدراسیون نن په یوه اعلامیه کې وویل چې دغه اقدام یې پر اوکراین د روسیې د حملې په خاطر کړی دی. 


پوتین چې په جودو کې تور کمربند لري، په ۲۰۰۸ کال د دغه نړیوال فدراسیون افتخاري ریاست او سفیر دندې ځنډولې دي. 


تردې مخکې د جودو نړیوال فدراسیون تیره اوونۍ ویلي و چې د روسیې په کازان کې یې د مې له شلمې تر ۲۲مې پورې د جودو د لوبو سیالي لغوه کړې ده.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *