Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

د افغانستان د فوټبال د اتلانو څلورم پړاو لیګ پيلیږي

0
د افغانستان د فوټبال د اتلانو څلورم پړاو لیګ پيلیږي.  


د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپل رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغه لیګ د روانې اوونۍ د چهار شنبې په ورځ په کندهار کې پیلیږي.  


د فدراسیون په خبره، د فوټبال د اتلانو په دغه لیګ کې د افغانستان د څلورو زونونو نه ۱۲ لوبډلې چې له دې وړاندې یې د دې لیګ لپاره د لوبو کولو جوازونه ترلاسه کړي ګډون کوي.  


د دې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه لیګ چې د چهار شنبې په ورځ پیلیږي ۱۲ لوبډلې د یو بل په وړاندې ۴۸ لوبې کوي او ښايي په دوه اونیو کې ترسره شي.  


د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ درې پړاوه له دې وړاندې په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې ترسره شوي وو.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *