Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

خلک: د اسعداباد یوه مېلمستون کې د اورلګیدنې پېښې ۲ ورونه وژلي

0
د کونړ مرکز  اسعداباد اړوند د ماڼو په کلي کې په یوه کور کې د اورلګېدو پېښې دوه ورونه وژلي دي.


د اسعداباد اوسېدونکي هارون درد ازادي راډیو ته د پېښې په اړه وویل: "د مسافر په نوم د یو تن میلمستون کې اور لګیدلی چې په دې میلمستون کې د یوه کورنۍ دوه تنه هم سوځیدلي دي."


د اسعداباد روغتون مسولین هم وايي، دوی ته د دوو هلکانو سوځېدلي جسدونه ور وړل شوي وو.


تراوسه امنیتي مسولینو  او د کورنیو غړو يې د پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویلي.


د ژمي په موسم کې هر کال ګڼو ولایتونو کې په کورونو کې د اورلګېدو پېښې او یاهم د ګازي بخاریو د چاودونو له امله ځینې کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *