Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

د کونړ ناړۍ کې د سیند اوبو ته د استنادي دیوال جوړولو چارې پیل شوي

0
د کونړ ناړۍ ولسوالۍ کې د سیند له اوبو څخه د سړک ژغورلو لپاره د استنادي دیوال جوړولو چارې پیل شوي دي.


د دې ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسولین وايي، د ناړۍ ولسوالۍ اړوند خونانو کڅ کې د سیند اوبو سړک سره نږدې ساحې ویجاړې کړې وې.


ددې ولایت لپاره د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست سرپرست مولوي معاذ ازادي راډیو ته وویل: "یاد دیوال اویا متره اوږدوالی او شپاړس متره لوړوالی لري چې د اته نیم میلیونو افغانیو په لګښت د ټولګټو وزارت له خوا جوړېږي، دې دیوال کې په لسګونو کسانو ته د کار کولو زمېنه برابره شوې ده."


د معاذ په خبره د کونړ ډېری سیمو کې سیند او یا هم بارانونو سړکونه یا ویجاړ کړي او یا هم د ویجاړېدو ګواښ سره مخ دي چې په وینا یې جوړول يې اړین دي . نوموړي له باید مرستندویه ادارو او مرکزي حکومت  څخه غوښتنه وکړه چې د یادې ستونزې هواري کې دې ورسره مرسته وشي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *