Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

د سپین‌بولدک-چمن لار د مسافرو پرمخ پرانیستل شوه

0
د کندهار سپین بولدک- چمن لاره چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د تېرې اوونۍ له نښتې وروسته بنده شوه، بېرته خلاصه شوې. 


په کندهار کې د طالبانو د والي ویاند محمود عزام ازادي راډیو ته وویل چې دغه لاره د کندهار د چارواکو او له چمنه ورغلي د پاکستاني پلاوي ترمنځ د خبرو په نتیجه کې سر له نن څخه د مسافرو او سوداګرۍ پرمخ بېرته پرانېستل شوې. 


د پاکستان د سرحدي ملېشو ویاند هم فرانس پرېس اژانس ته تایید کړې چې دغه لاره د ټولو خلکو او ټرافیکو پرمخ بېرته خلاصه شوې ده. 


دغه لار د تېرې پنجشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له وسله والې نښتې وروسته چې لږ تر لږه درې تنه په کې ووژل شول، تړل شوې وه. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *