د سره صلیب کمېټه نړۍ ته: په افغانستان کې د اقتصادي او روغتیایي کړکېچ مخه ونیسئ
رابرت ماردیني چې د تېرې دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د اقتصادي او روغتیایي وضعیت د څېړلو لپاره کابل ته تللی و د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ یي خپل سفر پای ته ورسوو.
ماردیني پر خپل ټویټر لیکلي:"مرسته کوونکو ته زموږ پیغام دا دی چې د اقتصاد د پیاوړي کولو او د عمومي خدماتو د بشپړ درېدو د مخنیوی لپاره دې همدا اوس اقدام وکړي."
هغه د خپل ټویټ په دوام لیکلي چې د سره صلیب نړیواله کمېټه په شته نا معلومه شرایطو کې د افغانستان ترڅنګ دریږي.
په هغه اعلاميې کې چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري رسنیو ته استول شوې د ښاغلی ماردیني له خولې په کې لیکل شوي چې بانکي ستونزو او د نغدو پیسو نشتوالي د افغانستان روغتیایي سیستم اغېزمن کړی.
په دی اعلامیه کې راغلي چې روغتیایي مرکزونه د خپلو کارکوونکو د تنخواوو ورکړې توان نه لري، امبولانسونه غیر فعاله دي، ناروغانو ته خواړه او کافي درمل نه شته.
د همدی اعلامیي په یوه برخه کې راغلي چې د سره صلیب نړیواله کمېټه روغتونونو څخه د ملاتړ پروژی له لارې اقدام کوي چې د روغتیایی خدمتونو سیستم له دی ډیر اغیزمن نشي.
په ورته وخت کې نادیه د کابل اوسېدونکي وایي چې د اقتصادی کړکېچ په رامنځته کېدو سره خلک مرستو ته اړتیا لری، خو تر اوسه نه دوی او نه یې هم کوم خپلوان ته مرسته شوې.
نادیه وایي:" موږ غواړو چې دا مرستې دې پر هغو اړمنو کورنیو ووېشل شي چې له لوږې سره مخ دي. که رښتیا هم دا مرستې د خلکو لپاره دي، نو باید په شفافه توګه ټولو اړمنو کسانو ته ورسیږي."
خو وړاندی تر دې ځینو مرسته رسونکو ادارو دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې د اړمنو کسانو شمېر ډېر دی نو له همدې امله ځینو ته مرستې په ځڼډ رسیږي.
د دوی په خبره، اړمنو کورنیو ته د مرستو رسول د نړیوالو مرسته رسوونکو په لومړیتوب کې دي.
د ملګرو ملتونو په ګډون، مرسته کونکی اداری د افغانستان بانک د مالي شتمنیو کنګل کېدل او د اقلیمی بدلون له امله رامنځته شوې وچکالۍ په افغانستان کې د لوږې د ډېرېدو او د بانکي نظام د ګډوډېدو لوی لاملونه بولي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، دا مهال نږدې ۲۴ ملیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
