Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

لویدیځ هېوادونو 'سوېفټ' سیسټم ته د ځینو روسي بانکونو لاسرسی بند کړ

0
د امریکا یو لوړپوړی چارواکی وایي، له سوېفټ یا د پیسو د لېږد له نړیوال سیسټمه د روسیې د یو شمېر بانکونو اېستل، پر روسیې د لګول شوېو بندیزونو تر ټولو سخت ګزار دی.


پر روسیې د بندیزونو دا موافقه د امریکا، اروپایي ټولنې، بریتانیا، جرمني، فرانسې، ایټالیا او کاناډا له خوا شوې ده.


سوېفټ د پیسو د لېږد ترڅنګ د پیغام رسولو یو نړیوال سیسټم هم دی چې د نړۍ په کچه زرګونه مالي موسسې له یو بل سره وصلوي.


د دغه سیسټم مرکز د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې دی چې ۱۱ زره مالي بنسټونه او ۲ سوه هېوادونه او سیمې سره نښلوي او بانکونو ته د پیسو د انتقال معلومات ورکوي.




پر روسیې دا بندیزونه تېره ورځ اعلان شول او په دې اقدام کې ښکېلو هېوادونو ویلي چې دا کار به د روسیې د مالي دفاع سیستم کمزوری او روسي روبل به "ازاد سقوط" خواته بوځي.


د اروپایي ټولنې د کمېسیون مشرې اورزلا ون دیرلین ویلي، دا بندیزونه به نړیوال مالي سیسټم ته د روسي بانکونو لاسرسی محدود کړي او دوی به دا وړتیا ونه لري چې په نړیواله کچه فعالیت وکړي.


نوموړې که څه هم ونه ویل چې د روسیې کوم بانکونه به دغو بندیزونو کې شاملېږي، خو زیاته یې کړه چې دوی به دې لېست کې ډېر بانکونه شامل کړي.




د بندیزونو له دغه اقدامه به د روسیې یو شمېر بانکونو ځکه مستثنا وي چې نړۍ وکولی شي روسیې ته د ګازو او تېلو پیسې ولېږدوي.


د یادولو وړ ده چې روسیه اروپا ته د انرژۍ تر ټولو ستر صادرونکی هېواد دی.


امریکایي چارواکو ویلي، دا بندیزونه به د روسیې مرکزي بانک پر لویدیځو هېوادونو د ۶۳۰ میلیارډه ډالرو په ارزښت د سرو زرو او بهرنیو اسعارو له خرڅلاوه منعه کړي.


دا هغه اقدام دی چې د اعلامیې له مخې کم وخت کې به یې اغېز محسوس وي او د روسیي روبل ارزښت به هم یو دم په ځمکه وولي.


دا اقدامات داسې مهال کېږي چې نن پر اوکراین د روسیې د یرغل ۴مه ورځ ده.


د اوکراین د پلازمېنې کیف اوسیدونکو ویلي، نن سهار وختي هم دغلته د یوې چاودنې او څو نورو درنو وسلو غږونه اورېدل شوي او د اوکراین دوهم لوی ښار خارکیف ته نژدې سخته جګړه روانه ده.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *