Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

زلنسکي امنيت شورا ته: پر بنسټيزو تاسيساتو د روسيې د بريدونو درولو لپاره اقدام وکړئ

0
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي د ملګروملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د اوکراین پر بنسټیزو تاسیساتو د روسیې د هوایي بریدونو د درولو لپاره اقدام وکړي.


د روسیې په دغو بریدونو کې د اوکراین ډېر بنسټیز تاسیسات په تېره د انرژۍ د تولید تاسیسات په نښه شوي چې په ملیونونو اوکراینیان یې په دې سړه هوا کې تیارې ته کېنولې دي.


اوکرایني چارواکو پرون چهارشنبې د روسیې په یوه تازه برید کې د شپږ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړ.


زلنسکي بیګا د ویډیو کنفرانس له لارې د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل، نن په یوه ورځ کې اویا میزایل د اوکراین پر ښارونو ایشتل شوي چې هغه د روسیې د ترور د فورمول څرګندوی دي.


هغه وویل، په دغو بریدونو کې روغتونونه، ښوونځي، د ټرانسپورټ تاسیسات او د هستوګنې سیمې په نښه شوي دي.


زلنسکي زیاته کړه اوکراین د دغو بریدونو په وړاندې د نړۍ یوه ټینګ غبرګون ته سترګې پر لاره دی.


په ملګروملتونو کې د روسیې استازي واسلې نیبینزیا شکایت وکړ چې د ویډیو کنفرانس له لارې زلنسکي ته د امنیت شورا په غونډه کې د راڅرګندېدو اجازه ورکول د دغې شورا له اصولو سره په ټکر کې ده او د اوکراین بنسټیزو تاسیساتو ته زیان رسول یې پر ملکي سیمو د هغو میزایلو د راپرېوتو نتیجه وبلله چې د ده په وینا د اوکراین د هوایې مدافعې سیسټم یې توغوي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *