Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

Новости за 21.11.2022

ایا د "پارليمان ګډه غونډه" د ناامنۍ مسلې ته حل موندلی شي؟

Mashaalradio.com 

د پيپلز ګوند يو مخکښ سېنېټر رضا رباني په پاکستان کې د ترهګرۍ او له تحريک طالبان پاکستان سره د خبرو په څېر موضوعاتو د بحث لپاره د پارليمان د ګډې غونډې رابللو غوښتنه کړې ده. ايکسپريس ټرېبیون ورځپاڼې په يو راپور کې ويلي چې رضا رباني د نومبر پر ۲۱مه په يو بيان کې وويل چې د پارليمان ګډه غونډه ځکه بايد راوبلل شي چې د ده په خبره، په وروستيو کې په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ پېښې زياتې شوې دي. نوموړي زياته کړې چې د پارليمان ګډه غونډه بايد له تحريک طالبان پاکستان سره د سولې د خبرو په اړه هم بحث وکړي. Читать дальше...

د پاکستان حکومت د جنرال باجوه د مالیو د اسنادو خپرېدو پلټنې کوي

Mashaalradio.com 

د امریکا غږ ډیوه راډیو وايي چې ډار دا خبره د نومبر پر ۲۱مه تر هغې یوه ورځ وروسته کړې ده چې د فیکټ فوکس په نوم د تحقیقاتي ژورنالېزم یوې ووبپاڼې د پاکستاني خبریال یو رپورټ خپور کړ چې پکې دعوه شوې چې په تېرو شپږو کلونو کې د باجوه او د هغه د کورنۍ شتمنۍ اربونو روپیو ته رسېدلې دي.

د درملو ناسم استعمال څه تاوانونه لري؟

Mashaalradio.com 

نن په روغتیا او درملنه خپرونه کې د دوا پر سم او ناسم استعمال، د تاریخ تېرو درملو او بې له نسخې د درملو د خوړلو پر تاوانونو غږېدلي یو. په خپرونه کې د دوا د موثریت او کیفیت په اړه هم غږېدلي یو او د قاچاقي دواګانو د استعمال پر ناوړه اغېز هم معلومات درکوو. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.

ولسي وګړي د پېښور ژوبڼ ځناور ساتلای شي

Mashaalradio.com 

د پېښور ژوبڼ انتظامیې د مالي مشکلاتو له وجې ولسي وګړو ته د باغ وحش یا چړیاګر دننه د ځناورو او مارغانو ساتلو اجازه ورکړې. په دې لړ کې د نوښار یو اوسېدونکی لومړی کس شو چې په ژوبڼ کې ځناور ساتي. د ځناورو د ساتلو لپاره د خرڅ ورکوونکو نوم په یوه تختۍ لیکل کېږي. ویډیويي رپورټ.

په کابل کې یو روزنیز مرکز د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ کړی

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د 'کتاب او قلم' روزنیز مرکز د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ کړی. د لاسي صنایعو او تولیداتو دا دوه ورځنی نندارتون چې د کتاب او قلم خصوصي روزنیز مرکز لخوا تېره ورځ پرانېستل شوی نن هم پر ځای دی. د دغه رونیز مرکز مشره او د نندارتون جوړونکې زینب محمدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، له یاد نندارتون د دوی موخه د افغان ښځو او نجونو هڅونه او نندارې ته د تولیداتو وړاندې کول دي. محمدي وویل: "تېره ورځ موږ د خپل مرکز نه د حرفې په برخه درېیمه دوره فارغان درلودل چې د دوی د تشویق او دا چې... Читать дальше...

د افغان متقاعدینو ستونزې؛ نعمان: طالبان دې زمونږ حقوق راکړي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر متقاعدین شکایت کوي چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ ۱۵ میاشتې تېرېږي خو تر اوسه د دوی حقوق نه دي ورکړل شوي. د پخواني حکومت یو متقاعد کارکوونکی محمد نعمان دی. هغه وايي، اقتصادي وضعیت یې تر دې بریده ښه نه دی چې نه شي کولای د راروان ژمي لپاره سونګ توکي واخلي. د هغه په خبره، واړه ماشومان په کور کې لري او بې له سکرو او لرګیو د ژمې تېرول به ورته سخت وي. دی د طالبانو له حکومت غواړي چې حقوق یې ورکړي. نوموړي زیاته کړه: "دوه کاله وشول چې تقاعدي مې نه دی اخیستې. اوس له بېلابېلو ستونزو... Читать дальше...

پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزير د خوشې کولو او افغانانو د نه نيولو غوښتنه وکړه

Mashaalradio.com 

پښتون ژغورنې غورځنګ په کراچۍ کې د يو سيمينار او په پېرس کې د يوې مظاهرې له لارې د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د افغانانو نيول دې ودروي او علي‌وزير دې خوشې شي. د نومبر پر شلمه، د کراچۍ په سهراب ګوټ‌کې شوي سیمینار ته په وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ مشر نورالله ترین ادعا وکړه چې د يوې منصوبې لاندې په سيند صوبه کې ميشت افغانان په قصد ځورول کيږي. هغه زیاته کړه چې حکومت دې دا نيونې بس کړي او خلک دې نه ځوروي.  نورالله ترين زياته کړه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ او د پارليمان غړی علي‌وزير هم باید زر تر زره له زندانه پرېښودل شي. Читать дальше...

د فارياب په مرکز کې د اورلګېدنې له امله ګڼې هټۍ سوځېدلي دي

Pa.azadiradio.com 

د فاریاب ولایت د مرکز میمنې ښار په یوه مارکېټ کې د اور لګېدو له کبله ګڼ شمېر دوکانونه وسوځېدل. په فاریاب کې د طالبانو د حکومت د اطلاعلاتو او فرهنګ رئیس شمس الله محمدي باختر خبري اژانس ته ویلي چې پرون (یکشنبه) په شیرین تګاب مارکېټ کې اور د غالیو له یوه دوکانه پیل شو او وروسته شاوخوا دوکانونو ته خپور شو. د محمدي په وینا د غالیو د دوکانونو د سوځېدو له کبله دوکاندارانو ته د څه باندې ۲ میلیون افغانیو تاوان اوښتی دی.



ايران په افغانستان کې د ترهګريزو ګواښونو مخنيوي لپاره د ګډې کمېټې جوړېدو وړانديز کړی

Pa.azadiradio.com 

افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ترهګرۍ د ګواښونو د مخنیوي لپاره د ایران او افغانستان ترمنځ د امنیتي اطلاعاتو د تبادلې د یوې ګډې کمېټې د جوړېدو وړاندیز کړی. د ایران تنسیم خبري اژانس لیکي، حسن کاظمي د مسکو له ناستې وروسته پرون په تهران کې ویلي، د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي لپاره د ایران او افغانستان لپاره اړینه ده چې د امنیتي او اطلاعاتو د تبادلې ګډه کمېټه جوړه کړي. هغه زیاته کړې، ترهګري تر پولو محدوده نه‌ده، بلکې په افغانستان کې دننه بې‌‌ثباتي او... Читать дальше...

د ايران بشري حقونو مرکز: اعتراضونو کې تر دې مهاله ۴۱۹ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بشري حقونو مرکز وايي، د ایران په عمومي اعتراضونو کې تر پرونۍ یکشنبې پورې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۱۹ تنو ته رسېدلی دی. د دې راپور پر اساس، د سنبلې د میاشتې له شپږویشتمې، چې په ایران کې اعتراضونه پیل شوي، تر پرونه پورې همدومره اعتراض کوونکي د مظاهرو په ترڅ کې وژل شوي چې د هغو په منځ کې لږ تر لږه ۶۰ تنه ماشومان او تر اتلس کلونو کشران دي. د دې مرکز د مالوماتو پر اساس، تر پرون پورې په مظاهرو او اعتراضونو کې لږ تر لږه ۱۷ زره ۴۵۱ تنه اعتراض کوونکي نیول شوي دي.

د اوکراين پر زاپوريژيا اټومي بټۍ ۱۲چاودنې شوي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پر زاپوریژیا اتومي بټۍ، چې د روسي پوځیانو په کنټرول کې ده، د توپ د بریدونو په نتیجه کې پرون او وړمه ورځ ۱۲ چاودنې شوي دي. د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې له دغو چاودنو وروسته شدید خبرداری ورکړ. د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې رئیس رافایل ګروسي د یو ستر اټومي ناورین په باب د خبرداري ورکولو په ترڅ کې وویل، له اور سره مه لوبېږئ. روسیه او اوکراین پر یو بل تور پورې کوي چې پر ژاپوریزیا یې د توپونو حملې کړي دي.

افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومان شمېر ډېر شوی

Pa.azadiradio.com 

یوې نړیوالې مرستندویې موسسې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د جنورۍ له میاشتې را په دې خوا د خوارځواکۍ په خطرناک ډول د اخته ماشومانو شمېر ۴۷ سلنې ته زیات شوی دی. د سېف ده چلډرن موسسې د راپور له‌مخې، په دغو ماشومانو کې ځینې نوزېږي مخکې تر دې چې درملنه یې وشي مړه کېږي. په داسې حال کې چې افغان کورنۍ د لوږې له بې‌ساري بحران څخه کړېږي، په وروستیو میاشتو کې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې لپاره اړتیا زیاته شوې. د راپور له‌مخې، په جنورۍ کې د سیف ده چلډرن ۵۷ ګرځنده ټیمونو د درملنې لپاره شاوخوا دوه نیم زره ماشومان بستر کړل.

سور صليب: افغانستان کې به راتلونکی کال بشري وضعيت نور هم ناوړه وي

Pa.azadiradio.com 

سور صلیب وايي، د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان کې به بشري وضعیت راتلونکی کال لا ناوړه وي او لا ډېر کسان به د ژوندي پاتې کېدو لپاره له سختیو سره مخامخ وي. د سره صلیب د نړیوالې کمېټې عملیاتي رئيس مارتین شویپ تېره شپه له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، اقتصادي تنګسه سخته شوې، د خلکو نیستي ډېره جدي ده او خلک به د ژوندي پاتې کېدو لپاره لاس و پښې وهي. افغانان د ژمي په درشل کې دي او دا له کله چې طالبان د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته رسېدلي، دوهم سخت ژمی دی.

د ټلوېزيون نړيواله ورځ؛ نۍ: افغانستان کې ۱۰۳ ټلوېزيوني شبکو خپل فعاليت بند کړی

Pa.azadiradio.com 

نن د نومبر ۲۱مه د ټلوېزیون له نړیوالې ورځې سره برابره ده، په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره (نۍ) وایي، چې په وروستي یو کال کې څه باندې سلو ټلوېزیوني شبکو په دغه هېواد کې خپل فعالیتونه بند کړي دي. په کابل کې د یوه ټلوېزیون ویانده د طالبانو حکومت وروستیو محدودیتونو دې ته اړه کړې، چې ویندويي پرېږدي او د ټلوېزیون په یوه بله برخه کې کار وکړي. د ټلوېزیون دا پخوانۍ ویانده چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، وایي چې پر ښځینه خبریالانو او نطاقانو د طالبانو حکومت محدودیتونه ان د رسنیو د سانسور لامل هم شوي. Читать дальше...

کراچۍ کې نرښځیانو د "مورت مارچ" په نوم لاریون کړی دی

Mashaalradio.com 

د پاکستان په کراچۍ ښار کې ګڼو نرښځیانو، د بشري حقونو مدافعینو او مدني فعالانو د "مورت مارچ" په نوم لاریون کړی دی. د نومبر ۲۰مې لاریون د هغو نرښځیو د یاد نړیوالې ورځې په مناسبت شوی دی چې د کرکې پر اساس وژل شوي دي. مورت مجسمې، انځور یا ظاهري بڼې ته ویل کېږي او د لاریون ګډونوالو مشال راډیو ته وویل چې غواړي ټولنه یې ومني او ټول حقونه یې خوندي شي. ویډیويي رپورټ.

مالدووا سره د مرستې ژمنه؛ د ۴۵هېوادونو استازي يې په اړه غونډه لري

Pa.azadiradio.com 

په مالدووا کې چې د اوکراین او رومانیا ترمنځ پروت هېواد دی، د اوکراین د جګړې له پیلېدو وروسته د اړتیا وړ توکو او د سونګ د موادو بیې لوړې شوي او دا هېواد د زرګونه کډوالو کوربه دی په داسې حال کې چې خپل نفوس یې دوه نیم میلیونه دی. تمه ده چې نن د نړۍ د نژدې ۴۵ هېوادو او نړیوالو موسسو استازي په پاریس کې سره راټول شي او له مالدووا سره د میلیونونه ډالرو مرستې ژمنې وکړي. یوه فرانسوي ډیپلومات خبریالانو ته وویل مالدووا د اوکراین د جګړې له کبله زیانمن شوی ځکه د روسیې د انرژۍ په صادراتو متکي ده او ځینې برخې... Читать дальше...

ډنډ پټان کې پر پوله د طالبانو او پاکستاني عسکرو نښته؛ يو پاکستانی عسکر په‌کې وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې ډیورنډ سره په کرښه د پرون ورځې په نښته کې تر اوسه د یوه پاکستاني عسکر د وژل کېدو او ۷ نورو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. دا خبر پاکستاني ورځپاڼو خپور کړی دی. خو په رسمي توګه د پاکستان د بشري پراختیا وزیر ساجد حسین طوري یوازې د ۷ تنو ټپي کېدل تأیید کړي چې د ده په خبره، ۳ یې پوځیان دي. هغه په خپله رسمي ټوېټرپاڼه لیکلي، دا نښته کرمه کې د سرحدي ځمکې پر سر له لانجې پیل شوې. د پاکستان د بشري پراختیا وزیر طالبان تورن کړي، چې خرلچۍ او بوړکي کې د ملکي خلکو کورونه... Читать дальше...

چمن - سپين بولدک لاره پرانیستل شوه

Mashaalradio.com 

په ټولنیزو رسنيو کې ځينو خلکو ليکلي چې پاکستان د چمن - سپين بولدک لارې د طالبانو لخوا د بریدګر تر سپارلو وروسته خوشې کړې ده خو طالب چارواکي دا نه مني.

د مصریو کوچیانو ژوند ژواک څنګه دی؟

Mashaalradio.com 

د افغانستان او پاکستان په څېر په مصر کې هم کوچیان شته دي چې غواګانې ساتي او کله په یو ځای او کله په بل ځای کې ژوند تېروي. د دوی ژوند ساده ښکاري، خو اسانه نه دی او د تعلیم او روغتیا له حقونو او اسانتیاوو بې برخې دي. خو مصري کوچیان خپل دودیز ژوند پرېښودو ته تیار نه دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

امريکا کې د همجنس‌بازانو په يوه کلب کې د بريد پر مهال ۵ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو د کلرادو ایالت د همجنس‌بازانو په یوه کلب کې تېره شپه یوه ۲۲ کلن وسله‌وال کس په ډزو سره ۵ کسان وژلي او ۲۵ نور ټپیان کړي دي. حمله کوونکی وروسته د پولیسو له‌خوا ونیول شو. په سیمه کې د پولیسو مشر اډرین واسکویز (Adrian Vasquez) وویل، په دې کلب کې تر حملې وروسته دوې وسلې موندل شوې دي. پولیسو حمله کوونکی انډرسن لي الډریچ بللی، چې په توقیف کې دی او د ټپونو درملنه یې روانه ده.

راپورونه: مسکو او تهران د بې پيلوټه الوتکو په اړه پر نوې موافقه سلا کړې

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وايي مسکو او تهران پر یوه موافقه سلا شوي چې له‌مخې یې روسیې ته زمینه برابرېږي څو په ایران کې ډیزاین شوې بې پېلوټه الوتکې تولید او په اوکراین کې یې د جګړې پر ډګر وکاروي. د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې وړمه ورځ د درېیو امریکايي چارواکو د مرکو پر اساس چې له‌دې موضوع خبر دي، دغه راپور ورکړی دی. د دوی په وینا دغه موافقه د دې میاشتې په لومړیو کې د یوې کتنې پر مهال نهايي شوې ده. دغو سرچینو ویلي تهران دا مهال مسکو ته د دغو الوتکو د تولید لپاره د ډیزاینونو او کلیدي پرزو په ورسپارلو بوخت دی. Читать дальше...

زلنسکي: روسيې پر اوکراين له يرغل راهيسې ۴۷۰۰ ميزايل ويشتلي

Pa.azadiradio.com 

اوکراین ولسمشر وايي د روسیې پوځ د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین له یرغل راهیسې په اوکراین کې پر بېلابېلو اهدافو شا و خوا ۴۷۰۰ میزایل ویشتلي دي. ولودمیر زلنسکي پرون په یوه ویډیويي پیغام کې دا خبره وکړه. هغه زیاته کړه چې په نتیجه کې د اوکراین په سلګونو ښارونه او ښارګي ویجاړ کړای شوي، په زرګونو کسان وژل شوي او په سلګونو زره نور کسان په جبري ډول روسیې ته اخراج شوي دي. د اوکراین ولسمشر ویلي، چې د روسیې پوځیانو یوازې د نوامبر پر ۱۵مه په اوکراین کې پر استوګنیزو ساحو نږدې ۱۰۰ توغندي وویشتل چې له کبله یې... Читать дальше...

قزاقستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره رای اچونه بېګاه پای ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

په قزاقستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره رایګیري بېګا ناوخته پای ته ورسېده. د ازادې اروپا د قزاقي څانګې د راپور پر اساس اوسنی ولسمشر قاسم جومارت توقایف په دې ټاکنو کې بریالی ګڼل کېږي. د قزاقستان د ټاکنو مرکزي کمېسیون د خلکو عمومي ګډون نږدې اویا فیصده بللې خو دا تقسیم په بېلابېلو ښارونو کې سره توپیر لري. توقایف په لږ تر لږه دوو وړاندوینو کې د څه باندې اتیا فیصده رایو په خپلولو بریالی شوی دی. په ولسمشر قاسم جومارت توقایف سربېره پنځه نور کاندیدان هم دې ټاکنو ته ولاړ وو خو د ټاکنیزو کمپاینونو لپاره... Читать дальше...

د فوټبال نړيوال جام؛ نن درې لوبې ترسره کېږي

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال په نړیوال جام کې نن درې لوبې کېږي. لومړی یوه کې ایران له انګلستان سره مخ کېږي چې لوبه به د افغانستان پر وخت د مازیګر په پنځه‌نیمو پيل شي. په دویمه کې سینګال او هالند د شپې په اته نیمو لوبیږي او درېیمه لوبه د شپې ناوخته په ۱۱ نیمو بجو د امریکا او وېلز تر منځ ترسره شي. بېګاه د نړیوال جام په پیلیزه لوبه کې کوربه قطر دوه پر صفر له اکوادور ماته وخوړه.

ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ايران له افغانستان سره د ګډ کمېسيون جوړېدو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ایران استازي له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره د ګډ کمېسیون د جوړېدو غوښتنه وکړه. د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې حسن کاظمي قومي د مسکو په غونډه کې تر ګډون وروسته پرون وویل، ایران او افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د اطلاعاتو د تبادلې په هدف د ګډ کمېسیون جوړولو ته اړتیا لري. هغه د افغانستان له ګاونډیانو هم وغوښتل چې د طالبانو د امنیتي ځواکونو د روزنې، تجهیزاتو او د مهمو معلوماتو د تبادلې لپاره یو چوکاټ جوړ کړي. که څه هم د ایران په ګډون هیڅ هېواد... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *