Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

Новости за 29.11.2022

جنرال سيد عاصم منير د پاکستان د پوځ د نوي مشر په توګه دنده پيل کړه

Pa.azadiradio.com 

نن د پاکستان د پوځ نوي مشر جنرال سید عاصم منير په رسمي ډول په دنده پیل وکړ. هغه په راولپنډۍ کې د پوځ په مرکزي دفتر کې د جنرال قمر جاوید باجوه څخه د پوځ مشري ترلاسه کړه. د پاکستان حکومت د نومبر پر ۲۴مه د پوځ د نوي مشر په حیث د جنرال عاصم منیر اعلان کړی و. جنرال عاصم د پاکستان د پوځ ۱۷م مشر دی. د پاکستاني رسینو د راپورنو پر بنسټ جنرال عاصم د پوځ هغه لومړنی مشر دی چې له دې وړاندې يې د پاکستان د دوو پوځي استخباراتي ادارو اۍ اېس اۍ او اېم اۍ مشري کړې ده.

له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې مذاکرات ولې ناکامه شول؟

Mashaalradio.com 

تر هغې وروسته چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د خارجه چارو د مملکت وزیره به د نومبر پر ۲۹مه کابل ته ځي، ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان خپلو جنګیالیو ته په پاکستان کې د بريدونو کولو امر کړی دی. دا چې له وسلوالو طالبانو سره د حکومتي جرګې د سولې مذاکرات ولې ناکامه شول، د کرښې پر غاړه خپرونه کې بحث ورباندې شوی دی.

کابل ته د حنا رباني کهر سفر؛ پر ټولنيزو شبکو د افغانانو غبرګونه او تبصرې

Pa.azadiradio.com 

حنا رباني کهر په ۲۰۱۲ کال کې هغه مهال چې په ۳۴ کلنۍ عمر کې د پاکستان د بهرنیو چارو لومړنۍ ښځینه وزیره وه د هندۍ ورځپاڼې انډیا ټوډي په یو راپور کې د نړۍ د لسو ښایسته سیاستوالو مېرمنو په سر کې شمېرل شوې وه. مېرمن رباني کهر هغه مهال هم افغانستان ته رسمي سفرونه کړي و، خو دا دی لس کاله وروسته نوموړې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره ده او په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې هلته طالبان واکمن دي، هغه ډله چې په دفترونو کې یې د ښځو پر کار بندیز لګولی او د منځنیو ښوونځیو او لېسو زده‌کوونکې نجونې یې له تعلیمه محرومې کړې دي. Читать дальше...

حنا رباني کهر له طالب چارواکو سره په لومړۍ ليدنه کې څه ويلي؟

Pa.azadiradio.com 

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر له یوه پلاوي سره کابل ته راغلې او د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره يې لیدلي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا تکل وايي، حنا رباني کهر له امیرخان متقي سره کتنه کې ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو لپاره به نوي مېکانيزمونه را منځته شي چي ټول مشترک فرصتونه او مسایل د خبرو اترو له لارې وڅېړل شي او د پرمختګ لپاره کار وشي.... Читать дальше...

اې‌سي‌ايي‌جی: د اسټراليايي ځواکونو له لوري وژل شويو افغانانو ته دې تاوان ورکړل شي

Pa.azadiradio.com 

د نړیوال عدالت لپاره د اسټرالیا نا دولتي قضايي بنسټ (ACIJ) وايي، د اسټرالیا حکومت د دوه کلونو په تېرېدو لا هم د هغه افغانانو کورنیو ته تاوان نه‌دی ورکړی چې د اسټرالیايي ځواکونو له لوري وژل شوي دي. په داسې حال کې چې د نړیوال عدالت لپاره د اسټرالیا غیر دولتي قضايي بنسټ «اې سي ايي جی» دا غوښتنه کړې، د بشري حقونو نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنیشنل وايي، نه یوازې قربانیانو ته باید غرامت ورکړل شي بلکې هغه سرتېري دې هم محاکمه شي چې په دغه پېښو کې لاس لري. د دې سازمان د اداري کمېټې غړي ماهر مومند د ازادي راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې لیکلي... Читать дальше...

کابل ته د رباني کهر سفر څه اهمیت لري؟

Pa.azadiradio.com 

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر نن افغانستان ته ورسېده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، هغې لومړی د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، تعلیم، سوداګري او ځینو نورو موضوعاتو خبرې اترې، افغانستان ته د حنا رباني کهر د سفر مهم اهداف بلل شوي.

جرمني د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې د حدودو عملي کول ناوړه عمل وباله

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې د حدودو عملي کېدو ته جرمني په خپل غبرګون کې دا یو ناوړه عمل بللی. جرمني په درو د افغانانو وهل له انساني کرامت سرغړونه بللې. په افغانستان کې د جرمني سفارت چې اوس له برلین او دوحې فعالیت کوي په خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي، دوی په درو د افغانانو وهل غندي. په ټوېټ کې راغلي: "په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغانان یو ځل بیا په عام محضر کې په درو وهل کېږي. موږ د انساني کرامت دا ناوړه عمل په کلکه غندو." جرمني طالبان مکلف ګڼي چې د نړیوالو قوانینو او د شکنجې... Читать дальше...



راپور: ځینې افغانان د کار د لاسه ورکولو له امله رواني ستونزو سره مخ شوي

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو نړیوال سازمان یو نوی راپور ښیي چې په افغانستان کې د لومړنیو او بنسټیزو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ټولې شوې لاسته راوړنې د له لاسه تلو په حال کې دي. شهلا په یوې دولتي ادارې کې کار کاوه او واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته هم دوه میاشتې خپلې وظیفې ته ولاړه، خو یو کال مخکې طالبانو په کور کېنوله او ژمنه یې ورسره وکړه چې میاشتنی معاش به یې په منظم ډول ورکوي. خو شهلا، چې د کورنۍ سرپرسته ده وایي، په دی موده کې هېڅ تنخوا نه ده ورکړل شوې او د کورنۍ اقتصادي ستونزو یې رواني فشار ډېر کړی. Читать дальше...

حاجي زاده: د ایران په وروستیو نارامیو کې له ۳۰۰ زیات کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د سپاه پاسداران د هوايي ځواک عمومي قوماندان برید جنرال امیرعلي حاجي زاده پرون ومنله چې په ایران کې له تېرې سپټمبر میاشتې راهیسې د پیل شویو نارامیو په نتیجه کې له ۳۰۰ زیات کسان وژل شوي دي. دا د ایران د دولتي چارواکو له خوا د تېرو دوو میاشتو د نارامیو د تلفاتو په اړه ورکړل شوي لومړني رسمي ارقام دي. د سپټمبر په شپاړسمه د مهسا امیني په نوم ځوانې نجلۍ، چې د ګشت ارشاد پولیسو د پوره حجاب د نه مراعتولو په تور نیولې وه په توقیف کې سا ورکړه. له دې وروسته په ټول ایران کې د اعتراضونو څپه پیل شوه چې وروسته... Читать дальше...

په ننګرهار کې د یوې خصوصي رسنۍ د مسوول نیولو غبرګونونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د 'همیشه بهار' په نوم د یوې خصوصي رسنۍ مسوول اتل ستانکری د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی دی. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي، په وروستیو درېیو میاشتو کې په دې هېواد کې د خبریالانو د نیولو او ځورولو پېښې کمې شوي، تازه په ننګرهار کې د همیشه بهار په نوم د یوه خصوصي راډیو تلوېزیون مسوول اتل ستانکزی د یاد ولایت د استخباراتو له لوري نیول شوی دی. د اتل ستانکزي د کورنۍ دوه تنو غړو چې ویې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې په راپور کې نوم خپور شي... Читать дальше...

جنرال عاصم منير د پاکستاني پوځ د نوي مشر په حيث دنده پيل کړه

Mashaalradio.com 

جنرال قمر جاوېد باجوه په ۲۰۱۶ز کال کې د پوځ مشر ټاکل شوی وو. نوموړی دوې دورې د پاکستان د پوځ مشر پاتې شو. نوموړي چې په ۲۰۱۹ز کال کې خپله درې کلنه کاري موده سرته رسوله نو د هغه وخت وزیراعظم عمران خان يې موده د درو نورو کلونو لپاره وغځوله

د هرات امنیتي کنفرانس؛ په افغانستان کې د ترهګرو پر فعالیت اندېښنه وښودل شوه

Pa.azadiradio.com 

نن په تاجکستان کې د هرات امنیتي کنفرانس لسم پړاو پیل شو. د هرات امنیتي کنفرانس لسم پړاو او د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه اندېښنې! تاجکستان چې د دې غونډې کوربه دی، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال یې فرهاد سلیم له افغانستانه سیمې او نړۍ ته د ترهګرو متوجه ګواښ جدي بولي. سلیم د هرات په امنیتي کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، اوسمهال په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت زیات شوی. ده ادعا وکړه چې همدا اوس په دې هېوادکې د القاعده، د داعش خراسان څانګه، جماعت‌الانصار، د پاکستاني طالبانو تحریک او یو شمېر نورې ترهګرې ډلې فعالې دي. Читать дальше...

قطر کې يوه ښځه رېستوران چلوي

Mashaalradio.com 

قطر چې نن سبا د فټبال د نړیوال جام له وجې د ټولې نړۍ د پاملرنې مرکز جوړ شوی دی، اوس پکې د يوشمېر کاروباري ځایونو مالکانې ښځې دي. هلته یو شمېر ښځې رېستورانونه هم چلوي. د یو رېستوران مالکه وايي، یو شمېر ښځې هلته رېستورانونه لري خو داسې ډېر کم دي چې مالکه پخپله په رېستوران کې موجوده وي، هلته له ورتلونکیو خلکو سره خبرې کوي او د خوړو فرمايش پخپله ورڅخه اخلي. په دې اړه نور تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیویي راپور کې وګورئ چې فرخنده اسد يې وړاندې کوي.

په کندهار کې د احمدشاه بابا کور رغول کېږي

Pa.azadiradio.com 

طالب چارواکي وايي، د دوی د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د احمدشاه بابا د کور څخه لیدنه کړې او ژمنه يې کړې چې دغه کور به رغوي او د سيلانيانو لپاره به یې پرانیستی وساتي. ازادي راډیو څه موده وړاندې د دغه کور په اړه چې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی په اړه یې راپور خپور کړی و. نور تفصیل د ازادي راډیو د خبریال په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

نیوز انټرنېشنل کابل ته د حنا رباني کهر په ننني سفر لیکنه خپره کړې

Pa.azadiradio.com 

ډېلي مېل: د بریتانیا چاپ ډېلي مېل ورځپاڼې د افغانستان په اړه د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پر خبرو تمرکز کړی دی. مطلب کې راغلي، یوسفزۍ له بریتانیا وغوښتل چې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره پیاوړي ګامونه پورته کړي. ۲۵ کلنې ملالې د یکشنبې په ورځ په لندن کې یوې اعتراضي غونډې ته خبرې وکړې. دغې غونډې ته د فوزیه کوفي په څېر ښځینه فعالانو په ګډون سلګونه کسان راټول شوي وو. د ډېلي مېل په مطلب کې راغلي، ملالې یوسفزۍ د نړۍ مشران تورن کړل چې له ښځو سره د طالبانو د چلند په تړاو یې ځانونه غلي نیولي دي. Читать дальше...

جرمني په درو د افغانانو وهل له انساني کرامت سرغړونه وبلله

Pa.azadiradio.com 

د نړیوالو له تندو غبرګونونو سره سره د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت په لوګر کې د څو تنو مجرمانو د درو وهلو د حکم ننګه کړې ده. په تازه غبرګون کې پرون د افغانستان لپاره د جرمني سفارت، چې دا مهال په برلین او دوحه کې فعالیت کوي ،د درو وهل د انساني کرامت سرغړونه بللې او له طالبانو یې غوښتي چې د ملګرو ملتونو د شکنجې د منعې کنوانسیون مراعات کړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي بیا د جرمني دغې اندېښنې ته په ځواب کې لیکلي، اسلامي شریعت پر عدالت ولاړ دی. طالبانو تېره اونۍ د درېیو... Читать дальше...

امریکا: د چین خلک په سوله ییزه توګه د لاریونونو د ترسره کولو حق لري

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالتونه وایي، د چین خلک حق لري چې په سوله ییز ډول لاریونونه وکړي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی له ډېرې مودې راهیسې وایي چې هرڅوک د سوله ییز اعتراض حق لري او د چین خلک هم. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې له تېرو څو ورځو راهیسې د شانګهای په ګډون د چین څو ښارونو کې خلکو د کرونا د نویو لګول شویو محدودیتونو پر وړاندې مظاهرې پيل کړي دي. دغه مظاهرې په تېره یوه لسیزه کې بې ساري بلل شوي دي. رویټرز خبري اژانس ویلي، د چین پولیسو په شانګهای بیجینګ او یو شمېر... Читать дальше...

د افغانستان له هوايي قلمرو څخه د ترلاسه شویو عوایدو نوې کچه اعلان شوه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وایي، افغانستان له خپل هوايي قلمرو څخه د الوتنو د تېرېدو له درکه هره میاشت لسګونه میلیونونه افغانۍ عواید ترلاسه کوي. د طالبانو په حکومت کې د اطلاعاتو او رسنیو د څانګې سرپرست مشر انعام الله سمنګاني پرون پر ټویټر لیکلي دي چې د متحده عربي اماراتو له ګاګ نومي شرکت سره د یوه تړون تر لاسلیکېدو وروسته د هېواد له هوايي حریم څخه اوس تقریباً سلګونه الوتنې تېرېږي او حکومت له هرې الوتنې ۶۰ زره افغانۍ ترلاسه کوي چې د میاشتې نږدې ۱۸۰ میلیون افغانیو ته رسېږي. که څه هم د افغانستان د هوايي حریم... Читать дальше...

ملګري ملتونه: ۲۴،۳ میلیون افغانانو ته مو مرستې رسولي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي چې د سږني کال په تېرو نهو میاشتو کې یې، په افغانستان کې په ټوله کې ۲۴،۳ میلیون خلکو ته مرستې رسولې دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د سمون ادارې یا اوچا پرون پر خپل ټویټر په یوه بیان کې ویلي چې له ۲۱،۷ میلیون خلکو سره د غذايي موادو، له ۹،۸ میلیون خلکو سره د اوبو او حفظ الصحې په برخو او له ۵،۲ میلیون خلکو سره د غذايي تقویې په برخو کې مرستې شوې دي. اوچا وايي، د اړو خلکو د اړتیاوو د برابرولو لپاره نورې بسپنې او بېړنیو مرستو ته اړتیا لیدل کېږي. دې ادارې په دې وروستیو کې ویلي و... Читать дальше...

طالبانو له هر راز مخدره موادو کار اخیستل منع کړل

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له هر راز مخدره موادو کار اخیستل د اسلام له نظره حرام دي او د دې موادو هرراز کاروبار هم جرم ګڼل کېږي. په یوه بیان کې چې پرون د دې وزارت پر ټویټر خپور شو، ویل شوي دي چې له سرغړوونکو سره به شرعي چلند وشي. همداراز په یوه ویډیو کې د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معین ملاعبدالحق همکار ویلي چې په تېر یوه کال کې تر ۴۵ ټنه پورې د مخدرو موادو بېلابېل ډولونه کشف او ضبط شوي دي. نوموړی زیاتوي چې هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې حتی د هېواد په یوه لوېشت خاوره کې هم کوکنار یا چرس وکري. Читать дальше...

د افغانستان او سریلانکا کرکټ لوبډلو ترمنځ وروستۍ سیالي د لیندۍ ۹مه ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د کرکټ یو ورځنۍ لوبه سبا د لیندۍ ۹مه په پام کې ده. دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوبو د هغې لړۍ وروستۍ ده چې د تېرې جمعې په ورځ پیل شوې. د دې لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان د شپېتو منډو په توپیر وګټله، خو د یکشنبې په ورځ د دوی دوهمه لوبه د باران له کبله وځنډېده او که څه هم په دې لوبه کې دواړو لوبډلو مساوي پاینټونه وګټل، خو ملي لوبډله د ۲۰۲۳ کال د یوورځنیو سیالیو نړیوال جام ته غوره شوه. د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله رسمي فېسبوکپاڼه ویلي دي چې ملي لوبډلې، د سریلانکا... Читать дальше...

د فوټبال نړیوال جام سیالۍ؛ نن څلور لوبې ترسره کېږي

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال جام د لوبو په لړ کې په پام کې ده چې نن څلور لوبې وشي. نن د نړیوال جام له لسمې ورځې وروسته د لوبو په وخت کې بدلون راځي داسې چې په یو وخت کې دوه لوبې کېږي. نن د کابل په وخت د ماښام په ۷۳۰ په یوه لوبه کې اکوادور او سنیګال او په بله لوبه کې هالنډ او قطر سره مخامخ کېږي. دا لوبډلې په A ګروپ کې دي، هالنډ د ګروپ په سر کې دی، اکوادور په دوهم ځای، سنیګال په دریم او قطر یې په پای کې دی. د شپې په ۱۱:۳۰ د B لوبډلې سیالۍ پیلېږي. په لومړۍ لوبه کې د ایران او امریکا او په دوهمه... Читать дальше...

سټولټنبرګ: د ناټو غړي هېوادونه دې اوکراین ته نورې وسلې ورکړي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو عمومي منشي د ټلوالې پر غړو غږ کړی چې اوکراین ته د هوايي مدافعې د سیسټمونو د ورکولو په برخه کې نور اقدامات وکړي. یینس سټولټنبرګ دا غوښتنه داسې مهال کوي چې پر اوکراین د روسیې هوايي حملې د ژمي له راتلو سره سره روانې دي. سټولټنبرګ پرون وویل، د ناټو د دفاع د وزیرانو د غونډې یو پیغام به اوکراین ته د هوايي مدافعې د نورو سیسټمونو، مهماتو، اضافي پرزو او د پوځي روزنې د ورکولو اړتیا وي. دا غونډه نن په بخارست کې پیلېږي. د ناټو عمومي منشي زیاته کړه د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین هڅه کوي چې له ژمي څخه د اوکراین پرضد د یوې وسلې په توګه کار واخلي.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *