Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

د کډوالو عالي کمېشنرۍ له‌خوا يو شمېر ولايتونو کې ژمنۍ مرستې وېشل شوي

0
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي سمدستي له څلورو لکو اړمنو افغانانو سره د ژمنیو مرستو په رسولو لګیا ده.


د دې کمېشنرۍ افغانستان څانګې په خپل ټوېټر نن لیکلي چې تازه یې د بامیان ولایت دولسو زرو اوسېدونکو ته ژمنۍ مرستې کړي.


په مرستو کې کمپلې، د سون توکو د اخیستلو لپاره نغدې پیسې، بوټان، جامې، خواړه او ځینې نور اړین مواد شامل دي.


په پنجشېر کې هم ۴۳۰۰ کسانو سره دا مرستې شوي.


یو ان اچ سي ار زیاته کړې چې د ژمي په درشل کې څلورو لکو اړمنو افغانانو ته داسې مرستې رسوي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *