د بشري حقونو د څار سازمان: ايران کې امنيتي ځواکونه له ماشومانو سره ناوړه چلند کوي
د بشري حقونو د څار سازمان هیومن رایټس واچ وايي، د ایران امنیتي ځواکونه په منظم ډول د ماشومانو په وژنو، شکنجو، ورکاوي او له هغوی سره په ناوړه جنسي چلند کې لاس لري.
دې سازمان نن په یوه بیان کې وویل چې ایراني چارواکي ماشومان له حقوقي ضمانتونو پرته نیسي، تحقیقاتو ته یې کېنوي، تعقیبوي یې، د هغوی کورنیو ته د خپلې خوښې مدافع وکیل د نیولو اجازه نه ورکوي، د نامعلومو جرمونو لپاره سزا ورکوي او د ماشومانو په محاکمو کې یې نه محاکمه کوي.
هیومن رایټس واچ د تېر ۲۰۲۲ کال د سپټمبر او د سږني کال د فبروري میاشتو ترمنځ موده کې له یوولسو ماشومانو سره د ناوړه چلند قضیې ثبت کړې دي.
په بیان کې د دې سازمان د مخکښې څېړونکې تارا سپهري فر له قوله راغلي چې وايي، ایراني مشرانو بې رحمه امنیتي ځواکونه له ماشومانو سره ناوړه چلند او د هغوی شکنجې ته خپلسري پرېښي او ماشومان له غیرعادلانه او مضحکو محاکمو څخه نه معافوي.
مېرمن سپهري فر زیاتوي، چارواکو په تېرو ۷ میاشتو کې د ماشومانو د غږ د غلي کولو لپاره حتی د دولت د صلاحیتونو له زیاتولو ډډه نهده کړې.
د بشري حقونو د څار سازمان وايي داسې شواهد یې ثبت کړي چې، ښيي دولتي ځواکونو ماشومان نیولي، سترګې یې پرې تړلي او په توقیف کې یې شکنجه کړي دي.
په بیان کې یو ۱۷ کلن هلک د مثال په توګه یاد شوی چې کورنۍ یې وايي، امنیتي مامورینو وهلی او له جنسي پلوه یې ځورولی داسې چې پر ټول بدن یې نښې ښکاري او له کولمو یې وینې بهېږي.
د لېسې یوې زدهکوونکې نجلۍ هم ویلي دي چې، امنیتي ځواکونو د نیولو پرمهال د اور پر لور پورې وهله چې په نتیجه کې یې کالي وسوځېدل او د تحقیقاتو پرمهال یې په کېبلونو ووهله.
په بیان کې له ماشومانو سره د ناوړه چلند د نورو مواردو یادونه هم شوې ده.
هیومن رایټس واچ په خپل بیان کې وايي، امنیتي ځواکونه ماشومان د هغوی د کورنیو له خبرتیا پرته نیسي او کله ناکله یې د څو اوونیو لپاره په توقیف کې ساتي.
د بیان له مخې هغه ماشومان چې له بنده خوشې کېږي ښوونځیو ته نهشي ستنېدلای او یا چارواکي د هغوی د کورنیو د دولتي مرستې برخه بندوي چې په نتیجه کې یې توقیف شوی ماشوم کار ته اړ کېږي.