په غور کې د فوټسال رمضان جام سیالۍ پیل شوې
په غور کې د فوټسال د ۸ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام سیالۍ پیل شوې. د افغانستان بدني روزنې ریاست د معلوماتو پر اساس د فوټسال دغه سیالۍ د شنبې په ورځ د اپرېل په ۸مه نېټه د غور ولايت فوټبال فدراسيون له لوري د ورزش له امريت سره په همغږۍ د ٨ لوبډلو ترمنځ پيل شوې. یاد ریاست وایي، دغه سيالۍ چې په دوه ګروپونو کې ترتيب شوې دي، دوه اوونۍ به دوام وکړي. د بدني روزنې ریاست زیاتوي: "د دغو سياليو د پيل لوبه د استقلال او صداقت لوبډلو ترمنځ وشوه چې له ٩-١ د استقلال لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده." همداراز په دويمه... Читать дальше...