Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2023

Новости за 23.04.2023

جي۷ ډلې د اوکراین غلو دانو د صادراتو د اړوند موافقې تطبیق وغوښت

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو یا جي۷ ډلې د کرنې وزیرانو د یکشنبې په ورځ د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلو دانو د صادراتو د موافقې د بشپړ تطبیق او د هغې د غځېدو غوښتنه وکړه. د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلو دانو د صادراتو موافقه د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب د تېر کال په جون میاشت کې په استانبول کې لاسلیک شوې چې له مخې یې اوکراین ته اجازه ورکول کېږي چې د تور سمندرګي له څو بندرونو څه باندې ۲۷ میلیون ټنه غلې بهر ته صادرې کړي. خو روسیې چې د دغې موافقې یوه لاسلیک کونکې ده، په... Читать дальше...

څېړنه: ځینې حیوانات په ۲۴ ساعتونو کې یوازې دوه ساعته خوب کوي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر انسانان تل شکایت کوي چې خوب یې کم دی خو دوی له دې خبر نه دي چې داسې ژوي هم شته چې په ۲۴ ساعتونو کې یوازې دوه ساعته خوب کوي چې هغه هم په یو وخت نه. خوب د انسانو او د نورو ژوندي ژویو په ژوند کې خورا زیات ارزښت لري. که څه هم د دغې بیولوژیکي پدیدې هدف تر اوسه یو څه ګنګ دی، خو انسانان او نور ژوي په ۲۴ ساعتونو کې یو څه وخت باید خپلې سترګې پټې کړي. موږ انسانان معمولاً د خپل ژوند دریمه برخه په خوب تېرو. خو یو شمېر حیوانات ډېر لږ خوب کوي. د بېلګې په توګه د شمالي سمندر د اوبو فیلان ډېر کم خوب کوي. Читать дальше...

څېړنه: د نړۍ طبیعي یخچالونه د ویلي کېدو په حال کې دي

Pa.azadiradio.com 

د یوې نوې څېړنې موندنې ښیي چې د ځمکې د کرې د تودوخې له زیاتېدو سره د نړۍ طبیعي​ یخچالونه د پخوا په نسبت په چټکۍ د ویلي کېدو په حال کې دي او د سمندرونو د اوبو سطحه هم په لوړېدو ده. په هغه نوي څېړنیز راپور کې چې د ملګرو ملتونو د هوا پېژندنې ادارې په دې وروستیو کې خپور کړی ویل شوي چې تېر اته کلونه تر ټولو تاوده کلونه ثبت شوي او د کاربن ډای اکسایډ په څېر د شنو خونو د ګازونو غلظت هم تر نوې ریکارډ کچې رسېدلی دی. د دغه راپور موندنې ښیي چې د جنوبي قطب یخونه د ریکارډ تر حده تر ټولو ټیټې کچې ته را ښکته... Читать дальше...

امینه محمد: ملګري ملتونه د افغان نجونو او ښځو د حقونو تضمین لپاره کار کوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش مرستیاله امینه محمد وایي، د دغه سازمان پیوستون نه خوځېدونکی دی او دوی په ګډه په افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو تضمین لپاره کار کوي. امینې محمد د شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې لیکلي، د دغه سازمان پیوستون نه خوځېدونکی دی. اغلې محمد دا هم ویلي، غه ټولې ښځې او نجونې زما زړه کې دي چې په اختر او هره بله ورځ له خپلې ټولنې سره یوځای خپله مذهبي عقیده نه شي عملي کولای. دا څرګندونې په دوحه کې په جوړېدونکې غونډه کې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې په تړاو د لومړنیو... Читать дальше...

له محدودیت او محرومیت سره د افغان ښځو اختر

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې یو شمېر ښځې د طالبانو پر محدودیتونو نیوکه کوي او وايي، طالبانو ان ترې د اختر ازادۍ هم اخیستي دي. سږنی اختر د ښځو لپاره په بې مخینې توګه له محدودیتونو سره را رسېدلی دی. نور په ویډیو کې:

نصیر احمد فایق: د دوحې غونډه کې د طالبانو پر رسمیت پېژندنه بحث نه کېږي

Mashaalradio.com 

فایق دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امينې محمد د اپرېل پر ۱۸مه د امریکا په پرېنسټن پوهنتون کې وویل چې په هغه نړیواله غونډه کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه هم بحثونه کېږي.

ليبيا کې ماشومان څه ډول قران مجيد حفظ کوي؟

Mashaalradio.com 

د لیبيا په مصراته سیمه کې اوس هم ماشومان پر پخوانۍ طریقه د قران مجید حفظ کوي. د جومات امامان وايي چې دوی ماشومانو ته د لرګیو پر تختو د قران ایتونه لیکل ورزده کوي چې دا شان ورته د ډېر وخت لپاره سبق یاد وي.



د اوکراین ولسمشر پر روسیې د لا سختو بندیزونو لګولو پر اړتیا ټینګار وکړ

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي پر اوکراین د روسیې د ۱۴ میاشتني یرغل د ژر ختمېدو لپاره پر روسیې د لا سختو بندیزونو لګولو پر اړتیا ټینګار وکړ. د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي پر روسیې د لا سختو بندیزونو غوښتنه داسې وخت کوي چې د اوکراین پوځ نن یکشنبه په ځینو ښارونو کې د جګړو د دوام راپور ورکړی دی. ویل شوي، تر ټولو سخته جګړه دا مهال د دونیڅک سیمې پر باخموت او ماریینکا ښارونو روانه ده. په خارکییف کې محلي چارواکو ویلي چې تېره شپه په دې ښار کې د روسیې د لږ تر لږه پنځو میزاییلو تر لګېدو وروسته یوه ملکي زېربنا په اور سوځېدلې ده. Читать дальше...

د امریکا پوځ د سوډان له پلازمېنې خپل حکومتي پرسونل تخلیه کړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو پوځ د سوډان له پلازمېنې خرطوم د امریکا د حکومت پرسونل تخلیه کړ. دا خبره د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن پرون وکړه او زیاته یې کړه چې واشنګټن په خرطوم کې خپل فعالیت ځنډولی دی. د عبدالفتاح البرهان په مشرۍ د سوډان د پوځ او د محمد حمدان دقلو په مشرۍ د چټک ملاتړ د ځواکونو په نوم د ملېشه ځواک ترمنځ جګړې د تېرې اوونۍ له شنبې ورځې روانې دي. ولسمشر بایډن په خپله اعلامیه کې وویل، دغه شخړې تر اوسه د سلګونو ملکیانو د مړینې سبب شوي دي. د هغه په وینا، دا شخړې د منلو وړ نه دي او باید ودرول شي. Читать дальше...

زیلینسکي پر روسیې د لا سختو بندیزونو لګولو پر اړتیا ټینګار وکړ

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي پر اوکراین د روسیې د ۱۴ میاشتني یرغل د ختمېدو لپاره پر روسیې د لا سختو بندیزونو لګولو پر اړتیا ټینګار وکړ. زیلینسکي په خپله ویډیويي وینا کې چې پرون ناوخته خپره شوې ویلي چې د روسیې پر وړاندې د نورو بندیزونو د بستو پر جزییاتو کار روان دی. په داسې حال کې چې د اوکراین په ختیځ کې سخته جګړه روانه ده، کییف د نورو مهماتو غوښتنه کړې ده. د اوکراین پوځ نن یکشنبه ویلي چې تر ټولو سخته جګړه دا مهال د دونیڅک سیمې پر باخموت او ماریینکا ښارونو روانه ده. په خارکییف کې محلي... Читать дальше...

د هند پولیسو یو بېلتونپال سېک 'امریټپال سېنګ' نیولی

Pa.azadiradio.com 

د هند پولیسو نن یکشنبه ویلي یو بېلتونپال سېک امریټپال سېنګ د څه باندې یوې میاشتې تر لټون وروسته ونیول شو. د دې سېک نیولو ته په پنجاب ایالت کې چې له پاکستان سره سرحد لري د یوه خپلواک هېواد د ایجاد د مخنیوي په سترګه کتل کېږي. امریټپال سنګ د هند په پنجاب ایالت کې چې سېکان په کې اکثریت دي یو مبلغ و چې د سېکانو لپاره یې د یوه خپلواک هېواد د ایجاد لپاره بحثونه پارولي وو. دې مسئلې د هغه تاوتریخوالي د بیا پارېدو وېره ولاړه کړې چې په ۱۹۸۰ یمو او د ۱۹۹۰یمو کلونو په پای کې د سېکانو د شورش پر مهال د لسګونو زره کسانو د مړینې سبب شوی و. Читать дальше...

په پښتو ادبیاتو کې د اختر د موضوع ځای ځایګی

Pa.azadiradio.com 

شاعر او لیکوال عبدالغفور لېوال وايي، د اختر موضوع ته هم په پښتو کلاسیکه او معاصره شاعرۍ کې او هم د پښتو ژبې په شفاهي ادبیاتو کې په پراخ ډول ځای ورکړل شوی دی. لېوال اختر په پښتو ادبیاتو کې د خوښۍ د شېبو سمبول ګڼي. د پوهنتون پخوانی استاد محبوب شاه محبوب هم همدا خبره کوي او زیاتوي، اختر په ځانګړي ډول په پښتو لنډيو کې ډېر یاد شوی دی. جزییات د نرګس مومند حسن زۍ په راپور کې چې د لېوال له خوا اختر ته د رحمان بابا او خوشحال خان خټک د شعرونو په لوستلو سره پیلېږي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ... Читать дальше...

فایق: د دوحې غونډه کې د طالبانو رسمیت پېژندنې په اړه بحث نه کېږي

Pa.azadiradio.com 

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی وايي، د ملګرو ملتونو سازمان په مشرۍ په قطر کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه بحث نه کېږي. په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی وايي، په دوحه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې به د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه بحث ونه شي. نصیراحمد فایق تېره شپه ازادي راډیو ته رالېږلي پیغام کې لیکلي: "په دې غونډه کې دا ډول بحث د مطرح کېدو وړ نه‌دی." د اپرېل په ۱۸مه د ملګرو ملتونو سازمان... Читать дальше...

د بلوچستان حق غوښتنې تحریک د خپلو مشرانو د خوشې کولو لپاره مظاهرې کړې دي

Mashaalradio.com 

دوی د اپرېل پر ۲۲مه چې په پاکستان کې د اختر لومړۍ ورځ وه، د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې احتجاجونه وکړل او پر حکومت یې ټینګار وکړ چې د تحریک مشر مولانا هدایت الرحمان او نورې غړي دې خوشې کړي.

خلیلزاد د طالبانو د مشر وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود

Pa.azadiradio.com 

زلمی خلیلزاد د طالبانو د مشر وروستۍ څرګندونې چې ویلي یې دي، په افغانستان کې به هېڅ غیر اسلامي قانون پلی نه‌شي، د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار لپاره شین څراغ بللی دی. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده‌ایالاتو مخکینی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو د مشر وروستۍ څرګندونې د افغان نجونو د زده‌کړې او کار په برخه کې شین څراغ بللی دی. د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده ته منصوب غږ چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون خپور کړی په کې ویل شوي، په افغانستان کې به هېڅ غیر اسلامي قانون عملي نه‌شي. Читать дальше...

ایرو ایشیا ریویو: ګاونډيانو سره د طالبانو اړيکو په نړيواله کچه پاملرنه اړولې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په اړه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې ټورنټو سټار: له کاناډا خپرېدونکې ټورنټو سټار ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي، یو شمېر هغه افغانان چې په کابل کې يې د کاناډا د حکومت لپاره کار کاوه وروسته له هغې د کاناډا یوې فدرال محکمې ته عارض شول چې، دغې هېواد ته د دوی د انتقال پروسه د اوتاوا له لورې بې دلیله وځنډېده. په مطلب کې لولو، په دې افغانانو کې په کابل کې د کاناډا د سفارت د یوه امنیتي ساتونکي چې یوه لسیزه يې له دې سفارت سره کار کړی و، په ګډون د یوه حقوقي شرکت هغه ۲۴ کارکوونکي هم شامل دي چې د... Читать дальше...

په بهرنيو هېوادونو کې افغانان څه ډول اختر نمانځي؟

Pa.azadiradio.com 

د اختر ورځې او د هغې نمانځل، د خوښۍ او له ملګرو او خپلوانو سره د لیدو لپاره یو ښه فرصت دی، خو له افغانستانه بهر د افغانانو لپاره دغه ورځې توپیر لري. په لوېدیځو هېوادونو کې اختر او نورې اسلامي مناسبتي ورځې رخصتي نه‌لري. یو شمېر افغانان چې له خپل هېواده لیرې ژوند کوي وايي، پخوا به یې په افغانستان کې د اختر لپاره پراخ تیاری نیوه، خپلو خپلوانو کره به یې تګ راتګ کاوه چې دا هر څه اوس نه‌شي کولای. ښایسته افضل چې له نږدې یو کال راهیسې له خپلې کورنۍ سره کاناډا ته کډواله شوې وايي، خپلوان او ملګري یې... Читать дальше...

په تورخم کې د غره د ښوېدو د پېښې د قربانیانو شمېر ۸ تنو ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د سه‌شنبې په ورځ سهار وختي هغه وخت له غره کاڼي او خاورې راوښوېدل چې تر سلو ډېرې لارۍ د پاکستان له لوري د افغانستان خواته تېرېدو ته انتظار وې. د پاکستان د ژغورنې د چارو ویاند بلال فیضي وایي، عملیات روان دي چې د دې اتو تنو مړي د خاورو او ډبرو له لاندې راوباسي. اسرار عالم مومند پرې جزییات لري:

د برازیل ولسمشر: د اوکراین جګړې پر وړاندې کییف او لوېدیځ ګډ مسوولیت لري

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د روسیې او لوېدیځ ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی، د برازیل ولسمشر وايي، په اوکراین کې د جګړې په وړاندې کییف او لوېدیځ ګډ مسوولیت لري. په داسې حال کې چې د برازیل او اروپايي ټولنې ترمنځ کړکېچ روان دی، د برازیل ولسمشر لوییز ایناسیو لولا دسیلوا پرون شنبه پرتګال ته لاړ. د برازیل او غربي متحدانو ترمنځ یې کړکېچ وروسته له هغې اوج ته ورسېد چې د برازیل رهبر د تېرې اوونۍ په وروستیو کې وویل، د اوکراین د جګړې په وړاندې کییف او لوېدیځ ګډ مسوولیت لري. هغه زیاته کړه چې اوکراین او روسیې د جګړې پرېکړه... Читать дальше...

پاکستان کې کوچنی اختر

Pa.azadiradio.com 

نن (د اپرېل پر ۲۲مه) په پاکستان کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ولمانځل شوه، خو د خيبر پښتونخوا د مومندو، باجوړ، شمالي او جنوبي وزیرستانونو په یوشمېر برخو کې د اپرېل پر ۲۱مه د کوچني اختر لومړۍ ورځ وه. اسرار عالم مومند پرې جزییات لري





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *