افغان ښځې، مدني فعالان او یوشمیر پخواني پوځیان د بشري حقونو د پراخو سرغړونو ادعا کوي
د ډیسمبر لسمه د بشري حقونو نړیواله ورځ په داسې حال کې رارسېدلې چې د افغانستان یو شمېر اوسېدونکې وايي دا هیواد په تېرو څلورو کلونو کې د بشري حقونو له پراخ نقض سره مخ دی.
که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کړې چې په افغانستان کې د ټولو خلکو حقونه خوندي دي خو دغه افغانان ټینګار کوي چې روانو محدودیتونو له خلکو ازادي اخیستې او نړیواله ټولنه باید د بشري حقونو د وضعیت د ښه کېدو لپاره اقدامات وکړي.
د پلازمینې کابل اوسېدونکې بهار چې د طالبانو د محدودیت له امله له زده کړو محرومه شوې وايي د بشري حقونو نړیواله ورځ ورته له لاس وتلي فرصتونه او ازادي وریادوي.
نوموړې نن چهارشنبه د ډیسمبر ۱۰ مه ازادي راډیو ته وویل: "د یوې افغانې نجلۍ په توګه دا ورځ ماته اصلا په اوس وخت کې کوم ځانګړی ارزښت نه لري، ځکه په دې ورځ د نړۍ خلک د خپلو حقونو ازادي نمانځي، خو په افغانستان کې موږ له خپلو لومړنیو اسلامي او انساني حقونو نه محروم یو، موږ کلونه خوارۍ وکړې چې یوه ښه راتلونکې ولرو خو نن ان له خپله کوره د وتلو اجازه لا نه لرم."
د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ کال کې واک ته تر بیا رسېدو وروسته له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو په هر ډول عصري زده کړو بندیزونه لګولي او دغه راز یې په ډیری دولتي او نا دولتي اداروکې د ښځو د کار مخه نیولې ده.
نه یوازې میرمنې بلکې یو شمېر نارینه هم وايي چې د طالبانو له لوري یې په دوامدار توګه حقونه نقض کیږي.
د ختیځ لغمان یوه اوسېدونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل: "زه په افغانستان کې د بشري حقونو په نوم څه نه پېژنم، دلته د کار، زده کړو او ژوند حقونه له خلکو اخیستل شوي دي، اوس مهال دلته دیکتاتوري حاکمه ده."
د بیلابیلو ولایتونو یو شمېر نورو اوسېدونکو ازادي راډيو ته ویلي چې طالبانو په بیلابیلو برخو په ځانګړي ډول د ږیرې او ویښتو او لباس ډول او په فرهنګي او ټولنیزو فعالیتونو یې محدودیتونه لګولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د دسمبر ۷ مه د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د هرات په جبرییل ښارګوټي کې څلور ځوانان د اغوستل شویو جامو د ډول له امله ونیول.
د ( توماس شلبې ) په نوم د څلور ځوانانو دې ډلې ویلي د ( پیکي بلاینډرز ) په نوم د یو انګلیسي سریال مینه وال دي او لباسونه یې هم له دې سریاله په الهام اغوستي وو خو طالبانو دوی د پردي کلتونو په ترویج تورن کړل.
د تېر جمهوري حکومت یو شمېر پوځیان وايي په هغه حکومت کې د کار له امله لا هم دوی د خپل سرو نیونو، شکنجې او د طالبانو له بد چلند سره مخ دي.
له ډلې یې یو چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل: "په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د تېر جمهوري حکومت سرتیري، پولیس، ځانګړي ځواکونه د ټولنې له زیانګالو کسانو څخه دي، د طالبانو د عمومي عفوې د دروغجن شعار سره سره په بیلابیلو ولاینونو کې د تېر نظام امنیتي سرتیري نیول کیږي، تعقیبږي، شکنجه کیږي او ان وژل کیږي."
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یونما تېر کال په خپل راپور کې ویلي چې د جولای، اګسټ او سپټمبر په میاشتو کې یې لږ ترلږه د تېر جمهوري حکومت د سرتیرو د نیولو او شکنجې ۲۴ او دغه راز د بد چلند او د مرګ د ګواښونو ۱۰ قضیې مستندې کړي دي.
دا راپور په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پر وضعیت،د داعش د حملو او ملکي تلفاتو، د ګاونډیو هیوادونو او طالبانو ترمنځ په جګړو، د تېر حکومت د کارکونکو د خپل سرو نیونو او دغه شان ګواښنو او غیرقانوني وژنو ورټول وو او په کې راغلي وو چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قانون پلي کول د ډیری افغانانو د بشري حقونو د نقض لامل شوی دی.
بلخوا یو شمېر افغان خبریالان هم وايي، په تېرو څلورو کلونو کې د نیولو، تاوتریخوالي، محدودیتونو، سانسور او ان د مرګ له ګواښونو سره مخ شوي دي.
یوې افغانې خبریالې د نوم نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل: د خبریالانو مصونیت یواځې د یو مسلک ساتنه نه ده بلکې دا مصونیت په حقیقت کې د خلکو د ازادۍ او د ټولنې ساتنه ده، زموږ غوښتنه داده چې زموږ حقونو ته باید احترام وشي، زموږ امنیت تضمین شي، فشار او سانسور پای ته ورسیږي، او د ښځینه خبریالانو لپاره کاري مصونیت رامنځته شي، د بیان ازادي یو ټولنیز ارزښت دی او باید وساتل شي."
دغه افغانې ښځې، خبریالان، د تېر حکومت سرتیري او اقلیتونه په داسې حال کې د دوی د حقونو د نقض خبره کوي چې نن چهارشنبه د ډیسمبر لسمه د بشري حقونو نړیواله ورځ ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ د بشري حقونو نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي، بشري حقونه د ملګرو ملتونو تاداب دی ترڅو سوله، برابري او انساني کرامت خوندي کړي او د هغو ظلمونو مخه ونیسي، چې ډېری خلک او په ځانګړي ډول افغانان یې نن ورځ تجربه کوي.
هغه زیاته کړې، په دې ورځ باید نړۍ ته یادونه وشي چې حقونه نړیوال، نه ختمېدونکي او د نه معاملې وړ دي او هېڅکله باید ظلم او بېعدالتي عادي ونه ګڼل شي.
نوموړی څو ورځې وړاندې قطر ته له خپل سفر وروسته ویلي وو چې په دوحه کې یې د افغانستان دبشري حقونو د وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې له استازو سره مهمې ناستې درلودې.
هغه ټینګار کړی وو چې نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره هر ډول تعامل د خپلو اصولو په رڼا کې مخته بوځي او له طالبانو وغواړي چې د خپلو خلکو په ځانګړې توګه ښځو غوښتنو ته غوږ کېږدي.
په همدې حال کې د بشري حقونو یو شمیر بنسټونه د افغانستان د بشري حقونو روان وضیعت اندېښمنونکې او د دې هیواد لپاره د راتلونکې لپاره ګواښونکې بولي.
د روادارۍ په نوم د بشري حقونو د بنسټ مشرې او په تېر جمهوری نظام کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ریسې شهرزاد اکبر ازادي راډیو ته وویل: "په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض د ثبت او مستندولو لپاره باید له بیلابیلو لارو ګټه واخیستل شي ځکه وضعیت ډېر خراب او پراخه دی، په اکتوبر میاشت کې موږ او تاسو په افغانستان کې د بشري حقونو د ټینګښت په هدف د یو میکانیزم د رامنځته کولو په اړه د بشري حقونو د شورا د پرېکړه لیک شاهدان وو، د بشري حقونو د نقض د مخنیوي لپاره یو پیاوړی میکانیزم، دغه راز نړیواله جزايي محکمه هم د افغانستان په اړه کار کوي، چې کولای شي، د معافیت فرهنګ د پای ته رسولو په برخه کې ګټور تمام شي."
په دې اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو وړاندې تر دې ګڼو طالب چارواکو ادعا کړې چې د ښځو او نجونو حقونه یې د اسلامي شریعت له مخې ټینګ کړي،د تېر حکومت د غړو په برخه کې د خپل مشر عمومي فرمان ته ژمن دي او دغه راز د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د بیان ازادۍ ته احترام لري.
خو د بشري حقونو ګڼ بنسټونه او نړیوال سازمانونو طالبان د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، اقلیتونو ،د تېر حکومت د کارکونکو او د خبریالانو د حقونو په نقض تورنوي.
د بښنې نړیوال سازمان د روان کال په اګسټ میاشتې کې ویلي وو چې نړۍ نه باید د عدالت او ازادۍ لپاره د افغانانو مبارزه نادیده ونیسي بلکې د بشري حقونو د ملاتړ په برخه کې باید اقدام وکړي.
دغه سازمان د طالبانو د واکمنۍ څلورو کلونو پوره کېدو ته په اشارې ویلي وو چې طالبانو مجازاتو نه د خوندیتوب له امله د خلکو ژوند خراب کړی دی.
۷۷ کاله وړاندې، په ۱۹۴۸ کال کې، د بشري حقونو نړیواله اعلامیه تصویب شوه، دې ۳۰ مخیزې اعلامیې ټول انسانان په حقونو او وقار کې مساوي وګڼل چې د بشري تاریخ یو له مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کیږي.
د همدې اعلامیې د تصویب په مناسبت ملګرو ملتونو د دسمبر ۱۰مه د "د بشري حقونو د نړیوالې ورځې" په توګه نومولې ده.
د روان ۲۰۲۵ کال لپاره د بشري حقونو د نړیوالې ورځې شعار دی"بشري حقونه: زموږ بنسټیزې ورځنۍ اړتیاوې"
ملګرو ملتونو ویلي د دې ورځې د نمانځلو هدف په ټوله نړۍ کې د جنسیت، ژبې، توکم، مذهب، نژاد، سیاست یا اقتصاد پر بنسټ له تبعیض څخه پاک ژوند رامینځته کول دي، او ټینګار کوي چې د بشري حقونو د درناوي له لارې، ټولنې کولی شي یو سوله ایز، مساوي او دوامداره راتلونکی جوړه کړي.
