Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2025

Новости за 01.12.2025

ښځه او مېړه له کراچۍ د چین تر پولې ګډ پلی مزل کوي

Mashaalradio.com 

د کراچۍ ښار اوسېدونکي ښځه او مېړه د نومبر له پیل راهیسې پیاده یا پلي روان شوي او اوس د پښین تر خانوزیو ګوال سیمې رسېدلي دي. دوی وايي، غواړي ۲،۵۰۰ کېلومیټره سفر وکړي او د چین تر پولې ځان ورسوي. دوی وايي، په بلوچستان کې یې خلکو ښه مېلمه پالنه کړې او له مسلم باغ، کلا سیف الله، ژوب او شېرانیو تر تېرېدو وروسته خیبر پښتونخوا ته ځي او بیا شمال لوري ته پلی مزل کوي. هغه ښځه او مېړه وايي، دا کار د خپل شوق پوره کولو او د دې ښوولو لپاره کوي چې په هېواد کې هر ځای بې خطره، ازاد ګرځېدای شي. ویډيويي رپورټ.

هایلایټ؛ د افغانستان او نړۍ مهم لنډ خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان ولسمشر له افغان خاورې پر تاجکستان بریدونه غندلي؛ پنځه چینایان مړه شوي ډونالډ ټرمپ وايي اداره یې د پناغوښتنې پریکړې د یوې اوږدې مودې لپاره معلقې ساتي. یوه ډله افغانانو امریکا کې د یوه افغان په لاس د وژل شوې امریکايي سرتیرې د یاد مراسم ترسره کړل. پاکستان وايي د کډوالو ټول کمپونه بندوي. دا خبرونه د صفي الله ستانکزي په کوربه توب کتلی شئ

طالبان وايي بدخشان کې یې پر چینايانو د برید په تړاو ۲ تنه نیولي دي

Mashaalradio.com 

د طالبانو حکومتي چارواکي وايي، په بدخشان ولایت کې یې دوه تنه پر چینايي وګړو د برید په تړاو نیولي دي.د امنیه قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار د ډېسېمبر پر لومړۍ رسنیو ته ویلي دي چې هغه مشکوک کسان یې په مایمې ولسوالۍ کې نیولي دي. دا په داسې حال کې ده چې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د افغانستان له خاورې پر هغه هېواد بریدونه غندلي او هغه یې "ناقانونه او پاروونکي" اقدامات بللي ول. رحمان له امنیتي چارواکو سره په تازه غونډه کې ټینګار کړی چې پر پوله د امنیت سخت اقدامات وکړي. د تاجکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ... Читать дальше...

طالبانو ۲ تنه پر چینایانو د برید په تور نیولي؛ امام علي رحمان له افغان خاورې پر تاجکستان بریدونه غندلي

Pa.azadiradio.com 

طالب چارواکو ویلي په بدخشان کې یې دوه تنه پر چینايي وګړو د برید په تړاو نیولي دي. دا خبره د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار رسنیو ته کړې ده. هغه ویلي دا دوه کسان په مایمې ولسوالۍ کې نیول شوي. تر دې مخکې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د افغانستان له خاورې پر تاجکستان بریدونه غندلي وو او هغه یې ناقانونه او پاروونکي اقدامات بللي وو. رحمان له امنیتي چارواکو سره په غونډه کې ټينګار کړی چې کوټلي ګامونه پورته کړي څو د دغسې ناوړه پېښو مخه ونیسي. د تاجکستان ولسمشرۍ ماڼۍ نن په یوه بیان کې... Читать дальше...

نن د ډیسمبر اوله د ایډز نړیواله ورځ ده؛ ګڼ افغانان هم په ایډز اخته دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بیلابیلو سیمو یو شمېر اوسېدونکې وايي د دوی د کورنۍ غړي او ملګري په دې ناروغۍ تر اخته کېدو وروسته کمزورۍ شوي او ځینې یې ان مړه شوي دي. روغتیايي متخصصین وايي ایډز یوه خطرناکه، ویروسي او ساري ناروغي ده چې لوی او واړه پرې اخته کیدا شي. ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د ملاتړ د بحران ګواښ په ۲۰۲۵ کال کې له ایډز سره د مبارزې په برخه کې د لسیزو پرمختګونه د شاه تګ له خطر سره مخ کړي دي.

زیلینسکي په پاریس کې له مکرون سره خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشرولودمیرزیلینسکي د فرانسې له ولسمشرایمانویل مکرون سره د خبرو لپاره پاریس ته تللی. نوموړی یوه ورځ وروسته له هغې له پاریس څخه کتنه ترسره کوي چې د هیواد مرکچي پلاوي یې د امریکا په فلوریډا کې له امریکایي چارواکو سره په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن د پلان پرجزیاتو خبرې وکړي. د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې زیلینسکي هڅه کوي چې “یوې عادلانه او تلپاتې سولې” ته د رسیدو لپاره لارې چارې ومومي. په عین حال کې د کریملن ویاند دیمیتري پسکوف تایید کړه چې... Читать дальше...

خيبر پښتونخوا کې په اېچ ای وي او اېډز د اخته کسانو شمېر ۲۰۰ فیصده زیات شوی

Pa.azadiradio.com 

په خیبر پښتونخوا کې د اېچ ای وي او اېډز ناروغۍ د مخنيوي ادارې د نومبر میاشتې په رپورټ کې ویلي چې په تېرو اووه کلونو کې په هغه صوبه کې په وایرس او ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۰۰ فیصده زیات شوی دی. د رپورټ شمېرې ښيې چې په اېچ ای وي او اېډز اخته تر ۹،۰۰۰ زیاتو کسانو ځانونه د صوبې په مختلفو مرکزونو کې ثبت کړي دي. هغې ادارې دا رپورټ پر داسې مهال خپور کړی چې د روغتیا نړیوال سازمان هر کال د ډېسېمبر لومړۍ نېټه د اېچ ای وي او اېډز د مخنیوي هڅو او په اړه یې پوهاوي ته ځانګړې کوي. ویډیويي رپورټ.

محسن نقوي وايي د خیبر پښتونخوا حکومت ورسره د افغان کډوالو کیمپونو تړلو کې همکاري نه کوي

Mashaalradio.com 

نقوي دا و نه ویل چې په پاکستان کې د افغان کډوالو څومره کیمپونه پاتې دي خو زیاته یې کړه چې حکومت د ټولو پنډغالو د تړلو پرېکړه کړې ده. نقوي وویل، د ۲۰۲۵ز کال تر سېپټېمبره یې شاوخوا ۱.۶ مېلیونه افغانان له پاکستانه ایستلي دي.



امام علي رحمان وايي له افغان خاورې پر تاجکستان بریدونه غندي؛ پنځه چینایان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي تېره یوه اوونۍ د افغانستان له خوا په دوو جلا بریدونو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي. په یوه بیان کې نن د تاجکستان د جمهور رییس امام علي رحمان له قوله د افغانستان له خاورې دا بریدونه غندل شوي او هغه یې ناقانونه او پاروونکي اقدامات بللي دي. رحمان له امنیتي چارواکو سره په غونډه کې ټينګار کړی چې کوټلي ګامونه پورته کړي څو د دغسې ناوړه پېښو مخه ونیسي. وژل شوي کسان چینايان دي چې هلته یې د سرو زرو په کان او د سړک جوړوونې په یوه شرکت کې کار کاوه. لومړی برید... Читать дальше...

یواین هبیتات: افغان ښځې پر سړکونو له ناامنۍ نیولې د لومړنیو خدمتونو ترنشتوالي پورې له ډیرو ستونزو سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

داسې مهال چې د ملګرو ملتونو د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د مخنیوي ۱۶ ورځنی کمپاین روان دی، په افغانستان کې د دغه سازمان د بشري استوګنې پروګرام (یو اېن هبیتات) وايي په دې هېواد کې ښځې او نجونې هره ورځ له بېلابېلو خطرونو سره مخ دي. دغه پروګرام د یکشنبې په ورځ «د نومبر ۳۰مه» په خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) په یو بیان کې ویلي دا خطرونه د سړکونو له ناامنۍ نیولې د لومړنیو خدمتونو تر نشتوالي پورې مسایل دي چې اوس مهال افغان ښځې ورسره مخ دي. «یو اېن هبیتات» ویلي د ښځو او نجونو لپاره د خوندي او امن فضا رامنځته... Читать дальше...

اوه پاکستاني سرتیري تېر یوه شپه او ورځ کې وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د خیبر پښتونخوا په دریو سیمو کې وسله والو بریدګرو ۷ پاکستاني سرتیري وژلي دي. دا بریدونه نن او پرون په بنو، ډیره اسماعیل خان او کورمه کې پر پولیسو او پوځیانو شوي. د بنو د پولیسو مشر یاسر اپرېدي د ازادي راډیو مشال ته وویل، وسلوالو نن د ډسمبر پر لومړۍ نېټه سهار مهال په ممشخېلو کې دندې ته پر لاره روان پولیس سرتېری وویشت او وتښتېدل. دی وايي، د سرتېري د وژونکو د نیولو لپاره یې پلټنیز عملیات پیل کړي دي. بنو کې پرون هم پر پوځي کاروان برید شوی چې یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل دي. په ډیره اسماعیل خان کې... Читать дальше...

ډبلیو اېچ او: اېډز هر کال شاوخوا ۶۳۰،۰۰۰ کسان وژني

Mashaalradio.com 

په روغتیا او درملنه خپرونه کې مو پر اېچ ای وي او اېډز بحث کړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان (ډبیلو اېچ او) هر کال د ډېسېمبر لومړۍ د اېچ ای وي او اېډز په اړه د اګهۍ خپرولو او د وایرس د انتقال مخنیوي د لارو چارو عملي کولو ته ځانګړې کوي. په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا حکومت وویل چې په هغه صوبه کې په تېرو اووه کلونو کې په اېچ ای وي د اخته کسانو شمېر ۲۰۰ سلنه لوړ شوی دی. ډاکتران وايي، پر وخت د اېچ ای وي درملنه اړینه ده او که داسې و نه شي نو ناروغ په اېډز اخته کېدای شي چې بیا یې علاج نه کېږي. نن په خپرونه... Читать дальше...

د یوه افغان په لاس د وژل شوې سارا بکسټروم د یادښت مراسم

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې میشت یوه ډله افغانان بېګاه د سپینې ماڼۍ مخ ته ور ټول شوي وو او د وژل شوې امریکايي سرتیرې سارا بکسټروم د درناوي په پار یې شمعې بلې کړې. دا کسان چې اکثر یې د افغان – امریکایي ټولنې غړي وو په سارا بکسټروم او اندرو وُلف باندې د افغان تبعه رحمن الله لکڼوال له خوا برید وغانده. دوی ټینګار وکړ چې د یوه کس عمل د کډوالو د ټولې ټولنې استازیتوب نه کوي او باید دا یوه پېښه د لسیزو باور، ملګرتیا او ګډه قرباني ټکنۍ نه کړي. تېره اوونۍ واشنګتن ډي سي کې یوه افغان د امریکا د ملي ګارډ په دوو غړو ډزې وکړې... Читать дальше...

بریټانوي چارواکو د بریټانیا د خاصو ځواکونو له خوا د لسګونو افغانانو د وژنې د تورونو د څېړلو امر کړی

Pa.azadiradio.com 

د بریټانیا یوه پخواني لوړپوړي پوځي افسر ویلي داسې ښکاري چې ځانګړو بریټانوي ځواکونو په افغانستان کې د شکمنو کسانو په وژنې جنګي جرایم ترسره کړي وي. دا لوړپوړی پوځي په افغانستان کې د عملیاتو د برخې مرستیال لوی درستیز پاتې شوی. هغه ویلي په دغو وژنو باندې د قوماندې ټوله مشرتابه خبره وه خو هېڅ ګام یې نه دی پورته کړی. د بریټانیا دفاع وزارت تازه وروسته تر هغه په دې اړه د څېړنو امر کړی چې د بي بي سي یوه مستند په ډاګه کړه د بریټانیا د هوايي ځواک خاصې قطعې لږ تر لږه ۵۴ کسان په افغانستان کې په مشکوکو حوادثو کې وژلي دي. Читать дальше...

خيبر پښتونخوا کې په اېچ ای وي او اېډز د اخته کسانو شمېر ۲۰۰ فیصده زیات شوی

Mashaalradio.com 

په خیبر پښتونخوا کې د اېچ ای وي او اېډز ناروغۍ د مخنيوي ادارې د نومبر میاشتې په رپورټ کې ویلي چې په تېرو اووه کلونو کې په هغه صوبه کې په وایرس او ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۰۰ فیصده زیات شوی دی. د رپورټ شمېرې ښيې چې په اېچ ای وي او اېډز اخته تر ۹،۰۰۰ زیاتو کسانو ځانونه د صوبې په مختلفو مرکزونو کې ثبت کړي دي. هغې ادارې دا رپورټ پر داسې مهال خپور کړی چې د روغتیا نړیوال سازمان هر کال د ډېسېمبر لومړۍ نېټه د اېچ ای وي او اېډز د مخنیوي هڅو او په اړه یې پوهاوي ته ځانګړې کوي. ویډیويي رپورټ.

سریلانکا کې سیلابونو ۳۳۴ تنه مړه کړي، ګڼ شمېر تري تم دي

Pa.azadiradio.com 

په سریلانکا کې د سیلابونو او ځمکې ښوېدنې له کبله ۳۳۴ تنه مړه شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د همغږۍ ادارې دا سیلابونه په دوه لسیزو کې تر ټولو زیات ویجاړونکي بللي دي. دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې سیلابونو او ځمکې ښوېدنې په ۲۵ ولسوالیو کې نژدې یو میلیون کسان متاثره کړي دي. فرانس پریس د سریلانکا د پيښو د مدیریت ادارې په حواله ویلي، شاوخوا ۴ سوه کسان لا هم تري تم دي. دوه ورځې وړاندې د اندونیزیا په سوماترا ټاپو کې هم زورور سیلاب او ځمکې ښوېدنې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان مړه کړل.

ټرمپ: د پناغوښتنې پروسه ( د اوږدې مودې) لپاره معلقه ساتي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، اداره یې نیت لري چې د پناغوښتنې پریکړې ( د یوې اوږدې مودې لپاره) معلقې وساتي. کله چې خبریالانو له ټرمپ څخه پوښتنه وکړه چې دغه بندیز به څومره وخت دوام ولري، هغه په ځواب کې وویل " کوم زماني محدودیت یې ذهن کې نشته". واشنګټن کې د یوه افغان رحماالله لکڼوال له خوا تر ډزو وروسته امریکا اعلان وکړ چې تر نامعلومې نیټې پورې د پناغوښتنې پروسه ځنډوي. ټرمپ په تاوتریخجنو پیښو کې د کډوالو ښکیلتیا ته په اشارې وویل " مونږ دغه کسان نه غواړو، ځکه ډیر هغه یې ښه نیت نه لري او باید هغوی... Читать дальше...

د امریکا د کورني امنیت وزیره: لکڼوال ممکن امریکا ته له تګ وروسته سخت دریځه شوی وي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د کورني امنیت وزیره کریستي نویم وایي، واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارد پر دو غړو برید کوونکي رحمان الله لکڼوال ممکن متحده ایالتونو ته له ننوتلو وروسته سخت دریځۍ ته مخه کړې وي. د فرانس پریس د راپور له مخې، میرمن نویم دغه څرګندونې پرون یکشنبه ( د لیندۍ ۹مه) د ( ان.بي.سي) خبري شبکې یوې خپرونې ته وکړې. ۲۹ کلن رحمان الله لکڼوال د تېرې چهارشنبې په ورځ سپینې ماڼۍ ته نژدې د ملي ګارد پر دو غړو ډزې وکړې چې وروسته یوې سرتیرې په روغتون کې سا ورکړه. کریستي نویم ویلي، دوی به د لکڼوال له کورنۍ او نورو هغو کسانو... Читать дальше...

ریچارد بېنیټ نن دوحه کې د افغانانو د بشري حقونو په اړه بحثونه پيلوي، د ښځو فعالانې دا هڅې ستایي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارد بېنیټ نن د ډسمبر لومړۍ نیټه په دوحه کې د افغانانو د بشري حقونو په اړه خپل بحثونه پيلوي. د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې دوحې ته د بېنېټ سفر ګټور بولي او وایي، کولای شي یو ځل بیا د نړیوالې ټولنې پام د بشري حقونو وضعیت ته واړوي.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *