Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د ایراني ولسمشر زوی: نوی ستر مذهبي مشر مجتبا خامنه يي ژوبل خو "خوندي او روغ" دی

0

د ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان زوی یوسف ویلي دي چې د هېواد نوی ستر مذهبي مشر مجتبا حسیني خامنه يي ژوبل خو "خوندي او روغ" دی.رویټرز او د فرانسې خبري اژانسونو د مارچ پر ۱۱مه د نوموړي د ټېلېګرام بیان په حواله لیکلي چې هغه له سرچینو څخه د خامنه يي د ټپي کېدو په اړه پوښتلي او هغوی ورته ویلي چې د اندېښنې خبره نه شته.

یوسف پزشکیان د ایراني حکومت سلاکار دی.

مجتبا خامنه يي، چې د خپل پلار ایت الله علي خامنه يي تر وژل کېدو وروسته ستر مذهبي مشر شو، له خپلې ټاکنې راهیسې تر اوسه په عام محضر نه دی لیدل شوی.

د ایران دولتي ټېلېوېژن هغه له امریکا او اسراییلو سره د "روژې (رمضان) د جګړې ټپي سرتېری" بللی، خو د ټپونو څرنګوالی په اړه يې څه نه دي ويلي.

البته نیو یارک ټایمز ورځپاڼې د درې بې نومه ایرانیو چارواکو په حواله ويلی دي چې خامنه يي زخمي دی او پېښې یې هم ټپي دي، خو بیداره دی او په خورا خوندي ځای کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او اسراییلو پر ایران حملو ته دوام ورکړی دی.

بلخوا ايران پر اسراييلو د ځوابي بريدونو تر څنګ په خلیجې هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو د توغنديو او ډرون بريدونو ته دوام ورکړی دی چې د پراخې جګړې د پیلیدو په اړه یې اندېښنې زېږولې دي او له کبله یې د تېلو بیې لوړې شوې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د فبرورۍ پر ۲۸مه د ایران پر وړاندې د امریکايي او اسراییلي حملو تر پیلېدو وروسته په سمدستي ډول په منځني ختیځ کې د جګړې درولو غوښتنه وکړه.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *