ولسمشر ټرمپ وايي، امریکا د ایران پر خارک جزیره قوي بریدونه کړي
ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، امریکا د ایران پر خارک جزیره قوي بریدونه کړي او ژمنه یې کړې ده چې سمندري ځواکونه به یې ډېر زر په هرمز تنګي کې ګزمه پیل کړي.نوموړي د مارچ پر ۱۳مه پر ټروت ټولنیزه شبکه لیکلي دي چې دا بریدونه د هغه په امر ترسره شوي دي او د ده په وینا، "دا د منځني ختیځ د تاریخ تر ټولو ځواکمنه بمباري ده."
نوموړی وايي، د خپل وجدان له مخې یې په هغه جزیره کې د تېلو د بېخ بینا (انفرا سټرکچر) د تباه کولو پلان ځنډولی دی خو که ایران یا بل چا د هرمز تنګي پر لاره د تېلو د ازاد او خوندي تېرېدو مخه ونیوله نو هغه به ډېر زر پر خپله کړنلاره له سره فکر وکړي.
د ایران خارک جزیره د هغه هېواد د تېلو د صادراتو اصلي مرکز دی او د هغه هېواد ۹۰ سلنه تېل د همدې ټرمینل له لارې نورو هېوادونو ته صادرېږي.
خارک جزیره د ایران د ساحل په ۲۴ او د هرمز تنګي په ۴۸۰ کېلومېټرۍ کې پرته ده.
ایران د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو سملاسي ځواب نه دی ویلی خو پوځ یې ګواښ کړی چې که د هغوی د انرژۍ په مرکزونو بریدونه وشول نو هغوی به هم په سیمه کې له امریکا سره تړاو لرونکي د تېلو مرکزونه په نښه کړي.
