ټرمپ: د هرمز تنګي پرانیستي ساتلو ته به نور هېوادونه هم جنګي بېړۍ واستوي
نوموړي لیکلي، "د چین، فرانسې، جاپان، جنوبي کوریا او برېتانیا په څېر هغه هېوادونه چې د ایران د هڅو له امله د هرمز تنګي د تړل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي، چمتو دي چې د امریکا ترڅنګ د خپلو سمندري ځواکونو بېړۍ سیمې ته واستوي چې دا مهمه سمندري لاره خوندي پاتې شي."
خو د چین، فرانسې، جاپان، جنوبي کوریا او برېتانیا له خوا تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه دریځ مخې ته نه دی راغلی.
ولسمشر ټرمپ داراز ګواښ کړی دی چې امریکا به د ایران ساحلي سیمې سختې بمبار کړي او د اړتیا په صورت کې به د ایران کښتۍ او جنګي بېړۍ په دوامداره توګه په نخښه کوي.
ټرمپ د مارچ پر ۱۴مه له اېن بي سي نيوز سره په مرکه کې ويلي دي چې د ايران پر خارک جزيري به نور بريدونه هم وکړي.
نوموړي په مرکه کې وويل چې د ايران د هغه ستراتيژک ټاپو ډېره برخه د امريکا په هوايي بريد کې ويجاړه شوي ده.
تهران بیا خبرداری ورکړی چې که جګړه روانه پاتې شي، نو د هرمز په تنګي کې به ماینونه ښخ کړي. دا هغه سمندري لاره ده چې د نړۍ شاوخوا ۲۰ فيصده تېل ترې تېرېږي.
واشنګټن ویلي چې د ایران ګڼې ماین اېښوونکې کښتۍ یې له منځه وړې دي.
رويټرز او د فرانسې خبري اژانسونو د مارچ پر ۱۵مه خبر ورکړی چې د هرمز تنګی د امریکا او اسراییلو د جګړې له امله له څو ورځو راهیسې تړلی پاتې دی او د بېړیو تګ راتګ سخت اغېزمن شوی دی.
