د بلوچستان په مرکز کوټه کې یو هنرمند د قبرونو په کتبو د مړو انځورونه جوړوي. دا ډول قبرونه زیاتره د شیعه ګانو په هدیرو کې دي. د کوټې اوسېدونکي وايي، په کتبو د انځور سره ورته په قبر موندولو کې اسانه وي او عکس هم تر ډېره وخته خوندي وي. بلخوا ځینې مذهبي عالمان دا کار د اسلام له پلوه سم نه ګڼي.