Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

سي پي جې پاکستان کې د افغان خبریالانو د ځورونو، نيونو او ايستلو لړۍ بندولو غږ کړی دی

0

د خبریالانو د خوندیتوب ادارې (کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس يا سي پي جې) د پاکستان پر وزیراعظم شهباز شریف غږ کړی دی چې هلته د مېشتو افغان خبریالانو "ځورونه، خپل سرې ګرفتاریانې" او له هېواده دې یې ایستل بند کړي.یادې ادارې د مارچ پر ۱۸مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه په بیان کې ویلي دي چې سي پي جې د بې پولې خبریالانو له سازمان او د ازادې رسنیو له ادارې (فريډم پرېس انلېمېټېډ) سره په همغږۍ دا غوښتنه کوي.

تر دې مخکې د بې پولې خبریالانو سازمان د مارچ پر ۱۳مه شهباز شریف ته په یو لیک کې غوښتنه کړې وه چې په پاکستان کې دې د "جلا وطنۍ" په حال کې د اوسېدونکو خبریالانو "ځورول او پر هغوی چاپې وهل" بند کړل شي.

په هغه ليک کې ویل شوي ول چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د فبرورۍ له ۲۷مې راهيسې له ترینګلو حالاتو وروسته د افغان خبریالانو په نیولو کې تندي راغلې او هغوی په حراستي مرکزونو کې ساتل شوي دي.

سازمان پر دې حالاتو اندېښنه ښکاره کړې وه او ویلې يې ول چې د هغو خبریالانو ژوند په افغانستان کې له خطر سره مخامخ دی، نو ځکه دې د پاکستان حکومت دوی په زوره نه لېږدوي او دا لړۍ دې په سمدستي ډول بنده کړي.

کله چې طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې په افغانستان کې حکومت ونيو، نو په زرګونو افغانان لوېديزو هېوادونو ته د تګ لپاره پاکستان ته ورغلل. په هغو کې ګڼ خبریالان هم دي چې لا هم خپلو ویزو ته منتظر دي، او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د سختدريځه پرېکړو او ژوند ته د ورپېښو خطرونو له امله نه غواړي خپل وطن ته ستانه شي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو او د طالبانو حکومت هم په وار وار د کډوالو له کوربه هېوادونو، په ځانګړې توګه له ایران او پاکستانه غوښتي چې د کډوالو ستنېدل د هغوی په خوښه کړي، خو هغو دواړو ګاونډیو هېوادونو له ۲۰۲۳ز کال راهیسې په زور د کډوالو ایستلو ته دوام ورکړی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي.

په تېرو کلونو کې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ تېزه شوې او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، له ۲۰۲۳ز کال راهیسې یې څه باندې ۵،۴ مېلیونه وګړي هېواد ته لېږدولي دي.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *