Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2026

په هلمند کې د یوه کور د نړېدو په پېښه کې ۳ تنه مړه شول

0

د سخت باران له امله په هلمند ولایت کې د یوه کور د نړېدو په پېښه کې ۳ تنه وژل شوي دي.د طالبانو د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې پېښه کې، چې پرون (چهارشنبې) د سنګین ولسوالي په کارېز کلي کې وشوه، دوه ماشومان او یوه ښځه وژل شوي دي.په خبرپاڼه کې د کور د چت د نړېدو علت سخت باران ښودل شوی دی.همداراز، شپږ نور کسان، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي، ټپیان شوي او د درملنې لپاره سیمه‌ییز روغتون ته وړل شوي دي.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *