Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2026

Новости за 26.03.2026

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان په وړاندې یې عملیات بیرته پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې له افغانستان سره د لنډ مهاله اوربند له پای ته رسیدو وروسته اسلام آباد په هغه هیواد کې پوځي عملیات جاري ساتلي دي. د دې وزارت ویاند طاهر اندرابي دا خبره د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۲۶ داسې مهال وکړه چې په کابل کې د پاکستان د تیرې اونۍ د هوایي برید د قربانیانو دوهمه ډله خاورو ته وسپارل شوه. په کابل کې د مخدره توکو د درملنې پر مرکز د پاکستان د هوايي بريد په ترڅ کې د طالبانو په وینا له ۴۰۰ څخه زيات کسان وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان شوي دي. پاکستان پرملکي اهدافو د... Читать дальше...

په تاشکند کې د افغاني محصولاتو نندارتون نن جمعه پای ته رسیږي

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې نن جمعه ( د مارچ ۲۷ مه) د افغاني محصولاتو د نندارتون وروستۍ ورځ ده. په دې درې ورځني نندارتون کې، چې د ملګروملتو د پراختیايی پروګرام په مالي ملاتړ د چهارشنبې په ورځ پرانیستل شو، په څه باندې ۶۰ غرفو کې د افغانستان وچې او تاره مېوې، زعفران، ځلغوزې، پنبه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او مشروبات نندارې ته وړاندې شوي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د دې نندارتون هدف د افغانستان د تولید او صادراتي وړتیاوو نندارې ته وړاندې کول دي

د افغانستان د فوتبال ملي لوبډله د مارچ په ۳۱ له سوریې سره لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د اسیا ملتونو جام د مقدماتي پړاو په لړ کې ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د مارچ په یو دېرشمه نېټه له سوریې سره مخامخ شي. د تېرې پنجشنبې په لوبه کې افغانستان له میانمار څخه ۱–۲ ماتې وخوړه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د دوشنبې په ورځ، د مارچ په ۲۳مه اعلان وکړ چې له میانمار او سوریې سره د افغانستان د لوبو څخه مخکې، د لوبډلې ۱۰ تنه هغه غړي چې د دې سیالیو لپاره بلل شوي وو، د فدراسیون په وینا د کورنیو ستونزو، د منځني ختیځ وضعیت او ټپي کېدو له امله له لوبډلې څخه په شا شول. موږ هڅه وکړه... Читать дальше...

د یوې سروې موندنې ښي چې په نړۍ کې استبدادي رژیمونه په زیاتیدو او ډیموکراسي په کمزورې کیدو ده

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د برټلسمن (Bertelsmann) بنسټ د یوې نوې څیړنې موندنې ښیي چې استبدادي رژیمونه په نړۍ کې په زياتېدو دي او ډيموکراسي ورځ تربلې ترفشارلاندې ده. دې بنسټ د ۲۰۲۶ کال د بدلون په شاخص کې چې نتیجه یې د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۲۶ خپره شوې، د ۱۳۷ هېوادونو وضعیت څیړلی او موندنې یې ښیي چې په اوس وخت کې ۵۶ سلنه هېوادونه د استبدادي رژیمونو له خوا اداره کیږي چې دا د شاوخوا دوه لسيزو مخکې حالت پرتله چې ډيموکراسۍ اکثريت درلود، یو په شاتګ څرګندوي. د دغې څیړنې له مخې د قانون واکمني، سياسي ازادۍ او عادلانه سيالي... Читать дальше...

متحدو ایالتونو او اسراییل تایید کړه چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د بحري ځواک قومندان یې وژلی دی

Pa.azadiradio.com 

متحده ایالاتو د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د بحري ځواک د قوماندان، علي ‌رضا تنګسيري، د وژل کېدو پخلی وکړ. د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د پنجشنبې په ورځ په اېکس شبکه کې اعلان وکړ چې تنګسيري د اسرائیل په هوايي برید کې وژل شوی دی. تر دې څو ساعته مخکې، د اسرائیل دفاع وزیر، اسرائیل کاتز، د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی و چې تنګسيري د دې هېواد د پوځ په برید کې وژل شوی دی. کاتز تنګسيري «د ماین اېښودنې عملیاتو او د هرمز تنګي د تړلو د هڅو مستقیم مسؤل»... Читать дальше...

نن په افغانستان کې نوی تعليمي کال رسما پیل شو.

Pa.azadiradio.com 

نن په افغانستان کې نوی تعليمي کال رسما پیل شو. طالب چارواکي یو ځل بیا د نجونو د ښوونځيو د پرانستو په اړه چپه خوله وو. دا پنځم پرله پسې کال دی چې طالبانو له شپږم ټولګیو پورته نجونې له زده کړو راګرځولي دي.

له ناټو څخه د ولسمشر ټرمپ ګیله

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، د ناټو غړیو هیوادونو د ایران د حکومت پرضد په جګړه کې هیڅ نه دې کړي. ډونالډ ټرمپ پنجشنبه( د مارچ ۲۶ مه) په خپله خواله رسنۍ تروت سوشل کې ولیکل چې « متحد ایالتونه د ناټو هیڅ شي ته اړتیا نه لري؛ خو دا مهمه زماني مقطع به کله هم هېره نه شي». یوشمیر اروپایي هیوادونو د تیرې اونۍ دوشنبه اعلان کړی و چې د هرمز تنګي د پرانیستو لپاره به په عملیاتو کې برخه وانخلي. د امریکا ولسمشر له خپلو متحدانو تر دې مخکې په زغرده غوښتي و چې د هرمز تنګي د مهم مسیر د پرانیستو لپاره لاس په کار شي.

پنځم پرله پسې کال او د نجونو پر تعلیم د طالبانو بندیز

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په سړو سیمو کې ۱۴۰۵ تعلیمي کال نن پنجشنبه، د حمل په شپږمه پیل شو. د طالبانو د حکومت مختلفو چارواکو په دې اړه جوړو شویو رسمي مراسمو کې ګډون کړی و، خو دوی له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو د پیل په اړه څه ونه ویل. له زده کړو یو شمیر محرومې نجونې دا ورځ د خپل ژوند له تیاره ورځو څخه ګڼي.



د تورخم لار د کډوالو لپاره پرانیستل شوه

Pa.azadiradio.com 

د تورخم لار له یوې خوا پرانیستل شوې ده. پاکستاني چارواکو نن وویل چې دا لار به د تګ راتګ لپاره بنده وي او یوازې به هغه کډوال پرې پورې وځي چې افغانستان ته ځي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې د دوه زره پنځه ویشتم کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې د سوداګرو او عامو خلکو پرمخ تړل شوې دي.

د جګړې د دوام په ترځ کې د ایران د سولې پلان نا څرګند پاته دی

Pa.azadiradio.com 

د واشنګټن او تهران ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو په اړه د بې‌باورۍ له زیاتېدو سره، منځني ختیځ کې جګړه دوام لري. ایران د امریکا د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب نه دی ورکړی او د جګړې د درولو لپاره یې خپل شرطونه وړاندې کړي.

د امریکا ولسمشر ایران ته خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړ چې مخکې تر دې چې ناوخته شي له امریکا سره دې خبرو اترو ته جدي شي. ډونالډ ټرمپ نن په تروت سوشل کې لیکلي چې ایراني مرکه چیان ډير متفاوته او عجیبه دي. دوی موږ ته زارۍ کوي چې روغه وکړو خو په عام ډول بیا وایي چې موږ د مذاکراتو په اړه غور کوو. د ولسمشر ټرمپ تر دې خبرو څو ساعته مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې د خبرو اترو هیڅ پلان نه شته او یوازې پيغامونه تبادله شوې دي.

تورخم لار یوازې د کډوالو اخراج ته پرانستل شوه، سوداګري او عام تګ راتګ لا هم بند دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازه له شاوخوا یوې میاشتې بندېدو وروسته پنجشنبه «د حمل په شپږمه» ماسپښین د افغانو د ستنېدنې لپاره بېرته پرانیستل شوه. دا خبره د تورخم لارې دواړو خواوو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) ازادي راډیو ته وکړه. د دې ادارو کارکوونکو چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، د پنجشنبې په ورځ یې ازادي راډیو ته وویل چې له دې لارې د افغانانو د ستنېدو لومړیتوب له پاکستانه ډیپورت شویو کسانو ته ورکړل شوی دی. دې کارکوونکو وویل چې تورخم ته د ډیپورت شویو... Читать дальше...

د پښتونخوا ګورنر: پاکستان پر افغانستان نوره بمباري درولې ده

Pa.azadiradio.com 

د خیبرپښتونخوا ګورنر وايي په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره اوربند پای ته رسیدلی خو د دوستو هېوادونو په مشوره یې بمباري درولې ده. فیصل کريم کونډي نن( د مارچ ۲۶ مه) په پېښور کې د خبرې غونډې پرمهال خبرداری ورکړ چې پاکستان به بيا هم په افغانستان کې دننه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، عمليات کوي. نوموړي زیاته کړه چې قطر او ترکي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند هڅه کړې خو اسلام اباد څرګنده کړې چې افغان طالبان بايد د پاکستاني وسله والو پرضد ګامونه واخلي. تر اوسه پورې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي. Читать дальше...

د افغانستان په سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال پيل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په سړو ولایتونو کې نن نوی تعلیمي کال پيل شو، خو بیا هم له شپږم ټولګي ورپورته نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي. د طالبانو د پوهنې وزارت په ایکسپاڼه کې د نوی تعلیمي کال د پيلیدو خبر ورکړی خو د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستو موضوع ته یې اشاره نه ده کړې. په دې بیان کې راغلي دي چې دوی د دیني او عصري زده کړو پياوړتیا ته ژمن دي او په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي. د طالبانو د امر له مخې په افغانستان کې د پنځم پرله پسې کال په مخه نجونې د منځنۍ او لیسې دورې له زده کړو محرومې شوې دي.

چینايي پوځي بېړۍ او سرتېري له پاکستانیو ځواکونو سره د تمرینونو لپاره کراچۍ ته رسېدلي دي

Mashaalradio.com 

د چین یوه پوځي بېړۍ او ګڼ سرتېري له پاکستانیو بحري ځواکونو سره د ګډو تمرینونو لپاره د کراچۍ سمندري بندر ته رسېدلي دي.د پاکستان د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزارت د مارچ پر ۲۶مه پر خپله ووبپاڼه لیکلي دي چې دا تمرینونه د چین - پاکستان اقتصادي لارې (سیپیک) د پروژو امنیت د تیاریو برخه دي. بیان وايي، دا مشقونه به د اپرېل تر دویمې پورې روان وي. د دواړو هېوادونو پوځیانو تر دې مخکې هم د "ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې" او امنیتي مقاصدو لپاره تمرینونه کړي دي. په همدې حال کې د پاکستان حکومت د هغو پروژو د کرارو کارونو د چټکولو لپاره یوه بله کمېټي جوړه کړې ده. Читать дальше...

اسلام اباد کې پر افغان کډوالو د فشار زیاتوالی، ځینې اړ شوي چې خپل کورونه پریږدي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په پلازمینه اسلام‌اباد کې یو شمېر افغان مېرمنې، چې د خپلو کورنیو سرپرستي ورتر غاړې ده، وايي د پولیسو د فشارونو او د کورونو خاوندانو سره د ستونزو له امله د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړې شوې دي. اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو د شورا مشر هم دغه سخت شرایط تاییدوي.

لاهور قلندرز او حیدراباد کېنګزمین نن د پي اېس اېل لومړۍ سیالۍ کې یو بل ته مخامخ شوي دي

Mashaalradio.com 

لاهور قلندرز او حیدراباد کېنګزمین لوبډلې د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په لومړۍ سیالۍ کې یو بل ته مخامخ شوې دي.د لاهور په قذافي لوبغالي کې د مارچ ۲۶مې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیل شوه. پاکستان کرکټ بورډ د مارچ پر ۲۲مه وویل چې په منځني ختیځ کې د روانې جګړې او کړکېچ په غبرګون کې د حکومتي کفایت شعارۍ له مخې د سیالیو پلان بدلوي او لومړنۍ لوبې به په لوبغالو کې بې له نندارچیانو ترسره کېږي. کرکټ بورډ داراز ویلي دي چې ټولې سیالۍ به اوس د هېواد... Читать дальше...

د اورکزو يوشمېر کډوال ۱۶ کاله وروسته هم خپلو کورونو ته نه دي تللي

Mashaalradio.com 

په اورکزو کې په ۲۰۱۰ز کال کې د وسلوالو پرضد د پيل شويو عملياتو له امله ځايي خلکو خپل کورونه پرېښوول او د خيبر پښتونخوا نورو سيمو ته يې کډې وکړې. په هغوی کې ګڼو کډوالو د هنګو په محمد خواجه کيمپ کې واړول. په ۲۰۱۵ز کال تر عملياتو وروسته کډوالو ته خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه ورکړل شوه، خو په محمد خواجه کيمپ کې لا هم يوشمېر کسان استوګن دي. هغوی له حکومته د ورانو شويو کورونو د معاوضې او مالي مرستو غوښتنه کوي. د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د اورکزو منتخب استازی وايي چې له معاوضو د محرومو خلکو لپاره يې... Читать дальше...

د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکې ته د کابل په هوايي ډګر کې پېښه

Pa.azadiradio.com 

د اریانا افغان هوايي شرکت یوه الوتکه پرون (چهارشنبې) د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې الوتکه د ناستې پر مهال له رنوې څخه واوښته. چارواکي وايي چې په دې پېښه کې سپرلیو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی خو الوتکه زیانمن شوې ده. د دې پېښې د علت په اړه پلټنه روانه ده، خو ویل کېږي چې پیلوټانو د الوتکې کنټرول له لاسه ورکړ، چې له کبله یې الوتکه له الوتلارې کږه شوه او د الوتلارې ترڅنګ اومې ساحې ته کږه شوه. د الوتکې دننه او انجنونو د زیان کچه اوس د تخنیکي ټیمونو له خوا ارزول کېږي. د عملیاتو اغېز د رنوې ترڅنګ د زیانمنې... Читать дальше...

په تاشکند کې د افغاني محصولاتو درې ورځنی نندارتون

Pa.azadiradio.com 

د افغاني محصولاتو نندارتون پرون (چهارشنبې) د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې پرانیستل شو. په دې درې ورځني نندارتون کې، چې د ملګروملتو د پراختیايی پروګرام په مالي ملاتړ جوړ شوی، په څه باندې ۶۰ غرفو کې د افغانستان وچې او تاره مېوې، زعفران، جلغوزې، پنبه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او مشروبات نندارې ته وړاندې شوي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د دې نندارتون هدف د افغانستان د تولید او صادراتي وړتیاوو نندارې ته وړاندې کول دي.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *