Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2019

Новости за 14.03.2019

ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرون

Pa.azadiradio.com 

چين د جېش محمد ډلې د مشر په تور لیست کې د شاملولو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا وړانديز رد کړ. هندو او پاکستان د اړيکو سمولو پر لور نوی ګام پورته کړی. هندو او پاکستان د اړيکو سمولو پر لور نوی ګام پورته کړی.

پاکستان سرکار د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان ځوروي: امریکا

Mashaalradio.com 

د امریکا بهرنیو چارو ادارې د چهارشنبې په ورځ په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو وضعيت په باب کانګریس ته په وړاندېکړي خپل يوه راپور کې ويلي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په مشکوکو مقابلو کې د عدالت ترشا وژنې کړې او د نقیب مسید په وژنه تورن راو انوار له نیولو وروسته په ضمانت خوشې کړل شوی دی.

له لیلما ناصري سره ځانګړې مرکه

Pa.azadiradio.com 

لیلما ناصري د جند د اعتدال، بشري حقونو، اداري فساد او سخت دريځۍ پر ضد کار کوي. ملالۍ بشیر له دې سره د مارچ مياشتې په مناسبت چې اتمه نېټه یې د ښځو نړيواله ورځ ده، له لیلما ناصري سره خبرې کړي. بشپړه مرکه دلته وګورئ.

خوست کې د ارمان لوڼي د څلوېښتۍ په پار د غمشریکۍ ماښام

Mashaalradio.com 

د غمشریکي یاد ماښامۍ، چې په شاهي دربار کې جوړ شوی وو، ویناوالو د پښتون ژغورنې د غورځنګ په یو کلن مزل، د پاچا خان د عدم تشدد د مبارزې او په اوس وخت کې د پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو پر سوله ییزو لارو چارو بحث وشو.

د بلخ نوی امنیه قوماندان د دغه ولایت مسؤلانو ته معرفي شو

Pa.azadiradio.com 

د بلخ نوی امنیه قوماندان د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ مسؤلانو ته معرفي شو. عبدالرقیب مبارز، د کورنیو چارو وزارت د یوه جنرال عبدالفتاح فروغ له لوري د امنیه قوماندانۍ مسوولانو ته معرفي شو. تر دې مخکې د امنیه قوماندانۍ په شاوخوا کې د پخواني امنیه قوماندان د پلویانو او پولیسو ترمنځ نښتې وشوې چې ویل کېږي لږ تر لږه ۱۳ تنه په‌کې ژوبل شوي دي. د بلخ د ابوعلي سینا روغتون سرطبیب ډاکتر نور محمد فیض ازادي راډیو ته وویل چې په ټپیانو کې ۸ تنه پولیس دي. له بلې‌خوا د بلخ د ولایتي شورا غړیو نن په‌داسې حال... Читать дальше...

د پاکستان د کرکټ سیالیو کې د کوټې لوبډله پای لوبې ته ووته

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د کرکټ په غوره‌لیګ سیالیو کې د کوټې لوبډلې پېښور زلمي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغه سیالیو پای لوبې ته لاره پیدا کړه. د تېرې شپې په دغه لوبې پېښور زلمي د ټاس په ګټلو سره توپ اچونه غوره کړه. د کوټې لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۸۷ منډو هدف وټاکه، خو پېښور زلمي لوبډلې یاد هدف پوره نه‌شو کړای. د دې سیالیو په بله لوبه کې چې نن شپه به ترسره شي اسلام اباد او کراچۍ لوبډلې به یو بل ته مخامخ شي. ګټونکې لوبډله به يې په نیمه پایلوبه کې د پېښور زلمي سره مخامخ او بایلونکې لوبډله به يې له سیالیو بهر شي.



د کونړ په څوکۍ کې چاودنې یو تن وژلی او ۱۲ نور ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې په چاودنې کې یو تن وژل شوی او ۱۲ نور ژوبل دي. د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم ازادي راډیو ته وویل، دا چاودنه نن پنجشنبه تر غرمې مخکې شاوخوا ۱۰ بجې په یوه دوکان کې وشوه. دی وايي چې تر اوسه پورې د چاودنې د څرنګوالي په اړه معلومات نه‌لري.

پاکستان او هند، هندي سیکانو ته د بې وېزې پر تګ راتګ غږیږي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان او هند چارواکي هغو هندي سیکانو ته د بې وېزې تګ راتګ لپاره د پولي پر پرانېستلو خبرې کوي چې غواړي په پاکستان کې د سیکانو مذهبي ځایونو ته لاړ شي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راویش کومار وویل، د دواړو خواوو ترمنځ د اتاري په سرحدي ښارګي کې خبرې وروسته له دې پیل شوي چې پاکستانی پلاوی نن د هند خوا ته واوښت. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل چې د پاکستاني پلاوي مشري کوي، خبریالانو ته وویل چې د دوو هېوادونو ترمنځ د پولي پرانېستلو هدف په دوستۍ د دښمنۍ بدلول دي.

سوات کې د ارمان لوڼي څلویښتۍ غونډه وشوه

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا د سوات په بريکوټ کې د ارمان لوڼي څلويښتۍ په اړه غونډه شوه چې پکې د سیمې مشرانو له حکومته د ارمان لوڼي د وژنې مقدمې درجولو او پښتنو ته د خپلو حقونو ورکولو غوښتنه وکړه. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.

په بلخ ولایت کې وسله واله نښته روانه ده

Pa.azadiradio.com 

په بلخ ولایت کې وسله واله نښته روانه ده.دا وسله واله نښته د بلخ د امنیه قوماندان جنرال محمد اکرم سامع د ځواکونو او د ۸۸۸ قطعې پولیسو ترمنځ پیل شوې.

په فاریاب کې ښځو په برقعو کې ورزش کړی

Mashaalradio.com 

د افغانستان په فاریاب ولایت کې په یوه پارک کې ښځو په برقعو کې ورزش کړی دی. د سیمې چارواکي وايي، د ښځو د ورزش لپاره ځانګړی ځای نه لري. د ولایت ځېنې اوسېدونکي وايي، د ښځو دا کار د کلتور ضد دی. ویډیو وګورئ.

اروپايي کمېسیون: غړیو هېوادونو کې د پناه غوښتونکو شمېر ۱۱ سلنه لږ وو

Pa.azadiradio.com 

اروپايي کمېسیون وايي، د اروپايي اتحادیې په غړیو هېوادونو کې تېرکال د وړم کال په پرتله د پناه غوښتونکو شمېر په سلو کې ۱۱ لږ وو. دا کمېسیون په عین حال کې ویلي چې بیا هم د اروپايي اتحادیې په غړیو هېوادونو کې تر ټولو زیات ثبت شوي پناه غوښتونکي د سوریې، افغانستان او عراق د هېوادونو اتباع وو. د اروپايي کمېسیون په وینا په ۲۰۱۸ میلادي کال ۵ لکه ۸۰ زره۸۰ تنو د اروپايي اتحادیې په غړیو هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې حال دا چې په ۲۰۱۷ میلادي کال ۶ لکه ۵۴ زره ۶۰۰ تنو د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي وو.

د کورنیو چارو وزارت: د بلخ نوی امنیه قوماندان به رسماً معرفي شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د بلخ نوی امنیه قوماندان جنرال عبدالرقیب مبارز به نن رسماً معرفي شي. دا په‌داسې حال کې ده چې د نوي امنیه قوماندان له ټاکل کېدو سره د دغه ولایت د پخواني والي او د جمعیت ګوند د اجرائیه رئيس عطامحمد نور د مخالفت له کبله د مزارشریف ښار وضعیت ترینګلی ښکاري. د کورنیو چارو وزارت نن تر غرمې مخکې په یوه خبرپاڼه کې وویل، د بلخ ولایت په اړه د دې وزارت وروستۍ څېړنې ښيې چې د دې ولایت په ځانګړي ډول د مزارشریف ښار، همدا راز د بلخ، چمتال، شولګرې او زارع ولسوالیو امنیت د اندېښنې وړ دی. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *