Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2019

Новости за 25.03.2019

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د امريکا د ځانګړي پلټونکي رابرټ مولر د راپور د خلاصې یو شمېر غبرګونونه راپارولي دي. د نيوزيلند صدراعظمې نن اعلان وکړ چې د مارچ د پنځلسمې د حملو په تړاو یو شاهي کمیسیون تحقيقات کوي. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.

خوګیاڼی: د ننګرهار په اچین کې د داعش یو قوماندان او ۳ غړي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې د داعش د یوه قوماندان په شمول د دې ډلې درې غړي وژل شوي. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن په یوه وېډيويي پیغام کې وویل چې داعش ډلې ته دا تلفات تېره شپه په اچین ولسوالۍ کې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې اوښتي دي. ده وویل: "د دغو بریدونو په نتیجه کې د اسلام فاروقي په نوم د داعش یو قوماندان چې اصلاً پنجابی دی او دوه ملګري یې چې وسلې او مهمات هم ورسره وو، وژل شوي دي." د خوګیاڼي په خبره، د داعش ډلې دغه قوماندان د ننګرهار په څو سیمو کې د داعش ترورېستي فعالیتونه رهبري کول.

د اسرائيل صدراعظم ​امريکا ته خپل سفر لنډ کړ

Pa.azadiradio.com 

د اسرائيل صدراعظم بنيامین نتانیاهو ​امريکا ته خپل سفر لنډ کړ. دا وروسته له هغه چې تل‌ابیب ته نږدې په راکټي حمله کې اووه کسان ټپیان شول. بنيامین نتانیاهو امریکا ته تللی و او هلته‌يې له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وکتل چې په تل‌ابیب کې له راکټي حملې خبر شو. اسرائيلي چارواکو ويلي چې د غزې تړانګې له لوري نن د اوږده واټن ويشتونکي توغندي په مرکزي اسرائيل کې د استوګنې کورونه هدف ګرځولي. د روغتيايي خدماتو د عملې په وینا، اووه کسان ټپيان شوي چې په‌کې یو کوچنی ماشوم، یو درې کلن هلک، ۱۲ کلنه نجلۍ او یوه ۶۰ کلنه ښځه شامل دي. Читать дальше...



میاخېل: په ننګرهار کې له داعش ډلې ۹۵ سلنه سیمې پاکې شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل له ازادي راډيو سره په مرکه کې وویل چې د ننګرهار په ښار او ولسوالیو کې د امنیت ساحه پراخه شوې ده. شاه محمود شینواري د ننګرهار د خلکو د ستونزو او د دغه ولایت د امنیت په اړه له شاه محمود میاخېل سره مرکه کړې ده.

د نقیب‌الله محسود د وژنې د عاملینو د محاکمې یو دور ترسره شو

Pa.azadiradio.com 

نن په پاکستان کې د نقیب‌الله محسود د وژنې د عاملینو د محاکمې یو دور ترسره شو. د کراچۍ د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د نقیب‌الله محسود د وژنې په قضیه کې رسماً د پولیسو پخوانی مشر راو انوار او ځیني نور کسان تورن وپېژندل. راو انوار پر هغه له لګېدلي توره انکار کړی. د هغه د محاکمې بل دور به د اپرېل په ۱۱مه وي.  د جنوبي وزیرستان ۲۷ کلن ځوان نقيب محسود د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ پر ۱۳مه نېټه له درېيو نورو کسانو سره په کراچۍ کې په يوه جعلي پوليس نښته کې وژل شوی و. د نقیب وژنه په پاکستان کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ... Читать дальше...

یوناما: په کندز کې هوايي برید ۱۳ ملکیان وژلي او درې ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

یوناما یا د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت وايي، لومړنۍ موندنې یې ښکاره کوي چې په کندز کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي برید کې ۱۳ ملکیان وژل شوي او درې نور ژوبل دي. یوناما نن په یوه بیان کې ویلي چې د جمعې د شپې په دې هوايي برید کې ۱۰ وژل شوي ماشومان دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دغه مرستندویه مأموریت سخته اندېښنه ښکاره کړې او له چارواکو او ښکېلو خواو یې غوښتي چې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره جدي ګامونه واخلي. د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت ویاندې دیبرا ریچارډسن ازادي راډيو ته په یوه بیان کې ویلي... Читать дальше...

مومند: خاصه دارو د ګوزڼ ضد کمپاین کې له برخې اخیستو انکار کړی

Mashaalradio.com 

په پخوانۍ فاټا کې خاصه دارو او لېویز ځواکونو د ګوزن ضد مهم کې له برخې اخیستو شلون کړی او وايي چې تر هغو به یې بایکاټ وي چې ترڅو یې راتلونکې نه وڅرګند شوی. د خاصه دارو وینا وه چې دوی د فاټا لپاره نوی نظام نه مني. د شاهنواز تره کزي ویډیو

په کابل کې د سړکونو بندښت او د خلکو ستونزې

Pa.azadiradio.com 

په کابل ښار کې د سړکونو بندښت د کابل ښاریانو ستونزې ډېرې کړي. د کابل ښاریان وایي، د سړکونو بندښت یې ورځنی کاروبار له ځنډ سره مخ کړی دی. دوی په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.

د بایسکل ځغلونې فدراسیون افغان لوبغاړي خېبر پښتونخوا ته تللي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون لوبغاړي د یو لړ سیالیو لپاره خېبر پښتونخوا ته رسېدلي. د افغانستان د بدني روزنې عمومي ریاست وايي، دغه لوبې به په پېښور ښار کې ترسره شي. د دوی په وینا د دغو لوبو د ترسره کولو دقیقه نېټه نه‌ده معلومه. د افغانستان د بدني روزنې عمومي ریاست وايي په ټيم کې د دوو رورزونکو په ګډون ۱۴ لوبغاړي شامل دي.

د افغانستان د جودو فدراسیون ۲ افغان لوبغاړي ترکیې ته رسېدلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د جودو فدراسیون ۲ افغان لوبغاړي ترکیې ته رسېدلي، څو د خپلو راتلونکو سیالیو لپاره چمتووالی ونیسي. د دغه فدراسیون رئیس زکریا یاسري نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه لوبې د ترکيې په انتالیا کې د اپرېل په ۵مه نېټه جوړېږي او تر ۷مې نېټې پورې دوام کوي. په‌دغو لوبو کې له ۱۶۰ هېوادونو لوبغاړي ګډون کوي.

پاکستان کې د ۲ هندوو نجونو تښتونه او د اسلام‌اباد-ډېلي تازه کړکېچ

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د یکشنبې په ورځ د دوو هندو نجونو د تښتونې او اسلام دین ته د هغوی د وراړولو ادعا د دوو ګاونډيو هېوادونو پاکستان او هند ترمنځ تازه کړکېچ رامنځته کړی دی. نن ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغو نجونو د تښتونې او د هغوی د دین د بدلولو په قضیه کې اووه شکمن ښکېل کسان د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري پرون ویلي وو چې صدراعظم عمران خان د سند حکومت ته امر کړی چې د دې پېښې په اړه جدي پلټنې وکړي. پاکستاني پولیسو ویلي چې د دغو هندوو نجونو والدینو د خپلو لورګانو د ورکېدو شکایت له دوی سره ثبت کړی. Читать дальше...

ننګرهار کې یوې چاودنې ۶ ملکیان ټپيان کړي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، یوې چاودنې شپږ ملکیان ټپيان کړي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي په یوه غږیز پیغام کې د دې چاودنې جزئیات ورکړل. ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي: "نن سهار پاو کم نهه بجې د جلال‌اباد ښار لومړۍ ناحیه کې چاودېدونکو توکو چاودنه کړې. درې ماشومان او درې ښځې سطحي ټپيان شوي. دوی روغتون ته انتقال شوي او صحي وضعیت‌یې ښه دی. په چاودنه کې ځینو دکانونو ته هم زیان رسېدلی." تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی. مخکې تر دې هم په ننګرهار کې چاودنو ملکیانو... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *