Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2019

Новости за 02.11.2019

کندهار: "د پلار تر وژل کېدو وروسته درې کلنه ماشومه خبرې نه کوي"

Mashaalradio.com 

د افغانستان په کندهار کې د درې کلنې ماشومې "مدینې" رواني حالت تر هغه وروسته اغېزمن شوی چې وسله والو د اکتوبر پر ۳۱مه د هغې مخته پلار ور وواژه. دې پېښې په افغانستان کې جدي غبرګونونه راپارولي دي. نور حال د صادق ريښتيني په ويډيويي راپور کې واورئ.

د سترګو پروړاندې یې د پلار تر وژل کېدو وروسته د ۳کلنې مدېنې وضعیت

Pa.azadiradio.com 

د درې کلنې مدینې روان تر هغې وروسته اوس نا ارمه دی چې پلار یې د هغې مخته د وسله والو له خوا ووژل شو. د دې ماشومې نجلۍ مخته یې د پلار وژل کېدو جدي غبرګونونه راپارولي دي. د کندهار اوسېدونکي وایي، وسله وال د خپلو موخو لپاره پر ماشومانو او عامو خلکو رحم نه کوي. راپور: صادق رښتینی

اسلام اباد کې د حکومت ضد احتجاج د درېيمې ورځې حال

Mashaalradio.com 

د جمعیت علما اسلام ف ګوند په مشرۍ د اسلام اباد په اېچ ۹ سېکټر او کشمير های وې د ازادۍ مارچ په نوم د احتجاج ګډونوال نن په درېيمه ورځ هم موجود دي او وايي چې د خپلو مشرانو تر راتلونکي امر پورې به دلته ناست وي. نور حال د عمران يونس او احمد الله په ويډيويي راپور کې واورئ.

د بنګړیو شرنګا، له کلیو تر ښارونو

Pa.azadiradio.com 

ناامنۍ د دې لامل شوې چې بنګړیوالې هم له کلیو ښارونو ته مخه کړي. په ښارونو کې د بنګړیو اچولو دود شته، خو د ټولنې مدرنې کېدو پرې خپل سیوری غوړولی دی. هیلۍ اسد د بنګړيو اچولو د دود په اړه له یو شمېر بنګړیوالو او پېغلو سره غږېدلې. اېډېټ: لېمه هادي



په پکتیا کې د پولیسو او طالبانو په نښته کې ۲ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې. د پکتیا امنیتي چارواکي وایي، د ځاځي اریوب ولسوالۍ په شګي سیمه کې وسله والو مخالفینو د سیمه ییزو پولیسو د یوه سرګروپ په کور برید کړی چې درې تنه سیمه ییز پولیس پکې ټپیان شوي دي. د پکتیا پولیسو ویاند سردارولي تبسم ازادي راډیو ته وویل چې د وسله والو طالبانو په برید کې یوه مېرمن او د هغې ځوی هم ټپیان شوي دي. د نوموړي په وینا، په ځوابي ډزو کې دوه وسله وال مخالفین هم وژل شوي دي. تر اوسه وسله والو طالبانو د دې نښتې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

"د خوست فارم باغ دې بيا ورغول شي"

Mashaalradio.com 

د افغانستان د خوست ولايت اوسېدونکي له افغان حکومت غوښتنه کوي چې فارم باغ دې په اساسي توګه ورغوي. فارم باغ د خوست ولایت له ښو تفریحي سیمو څخه ګڼل کېږي. نور حال د نجيب الله الوخېل په ويډيويي راپور کې واورئ.

په پکتیکا کې ماین چاودنې اووه ملکیان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا امنیتي چارواکي وایي، چې نن سهار د دې ولایت د سر روضې ولسوالۍ اړوند د سلطانو په سیمه کې د عامو خلکو په یوه موټر چاودنه شوې، چې اووه تنه پکې وژل شوي. د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین ازادي راډیو ته وویل چې ماین په عامه لاره کې ځای پرځای شوی و، چې د عامو خلکو یو سراچه ډوله موټر پرې ور برابر شوی، چې څلور تنه پکې د یوې کورنۍ غړي دي. ښاغلی ارین وایي، یاد ماین د وسله والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی، خو د وسله والو طالبانو ویاند تر اوسه په دې اړه رسنیو ته کوم څه نه دي ویلي.

د تکواندو افغان لوبغاړي سبا چین ته ځي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د تکواندو افغان لوبغاړي د تکواندو په آزادو سیالیو کې د ګډون په موخه سبا چین ته ولاړ شي. د تکواندو فدراسیون مشر نجیب الله سکندر نن ازادي راډيو ته وویل، چې په تلونکو کسانو کې اته لوبغاړي او دوه روزونکي شامل دي. هغه وايي: "هغه لوبغاړي چې په دغه لوبه کې ګډون کوي ورته د سرو زرو، سپینو زرو او برونزو مډالونه ورکول کېږي، چې په نړېوالو المپیک لوبو کې یې د ګډون لپاره ډېر ارزښت لري." نوموړي وویل، چې د تکواندو په (جي یو) درې ورځنیو سیالیو کې د نږدې ۵۰ هېوادونو لوبغاړي ګډون کوي.

افغان لوبغاړو د ایران د کراټې په آزادو سیالیو کې مډالونه وګټل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کراټې دوو لوبغاړو د ایران د کراټې په ازادو سیالیو کې دوه د سرو او يو د سپینو زرو مډالونه وګټل. د افغانستان د بدنې روزنې او ورزش ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه لوبې په دوو جلا کټګوریو کې ترسره شوي دي. ده وویل: "دغه لوبې د اوپن نړېوالو لوبو په نوم دي، چې د لومړي ځل لپاره د ایران په ګلستان ښار کې ترسره شوې." دغه لوبې د لړم په ۹مه پیل شوِِي او د همدې میاشتې په ۱۱ مه نېټه پای ته ورسېدې. د بدنې روزنې د ریاست په وینا په دغو لوبو کې د افغانستان د کراټې د لوبغاړو... Читать дальше...

په اسلام اباد کې "ازادي مارچ" ته ځوانان څنګه ګوري؟

Mashaalradio.com 

د نن په "ځوانانو غږ" خپرونه کې مو پر دې خبرې کړي چې د حکومت پرضد د جميعت علما اسلام (ف) د مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د اپوزيشن ګوندونو د "ازادي مارچ" په نوم احتجاج ته ځوانان څنګه ګوري؟ په خپرونه کې د جميعت طلبا اسلام يو مشر احسان الله احسان او د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف د مرکزي اجرايوي کمېټې يو ځوان غړی اخوندزاده حسېن مېلمانه دي. د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *