د ناټو ملکي استازی: افغانستان کې د سولې ټینګښت ته شرایط برابر دي
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کې وايي، د تاوتریخوالي د کمښت لپاره هڅې به د افغانانو پر ژوند ښه اثر وکړي. هغه دا خبره پرون ازادي راډیو ته د خپل ټوېټر له لارې د سوال او ځواب په یوه لړۍ کې وکړه. نېکولاس کې وروسته دا هم وویل چې د سولې د ټينګښت لپاره شرایط برابر دي او دی د ښو پایلو په تمه دی. هغه وویل: "زه هیله مند یم. په ۲۰۲۰ کال کې څه چې بدل شوي هغه دا دي چې د سولې د پروسې د ملاتړ په اړه تېر کال قوي سیمه ییزه اجماع رامنځته شوې ده. افغان پوځیان تر بل هر وخت ډېر قوي شوي او طالبان به هېڅکله د جنګ په میدان کې بریالي نه شي. Читать дальше...