Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2020

Новости за 31.01.2020

د روغتیا نړیوال سازمان 'نړیوال بېړنی وضعیت' اعلان کړ

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان په چین کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د مړینې له زیاتېدو وروسته دا نړیوال بېړنی وضعیت بللی، خو ویلي یې دي چې د دې ستونزې له کبله د نړۍ په کچه د سفر محدودیت ته اړتیا نه‌شته. په داسې حال کې چې د کرونا ویروس موارد په ۱۸ هېوادونو کې تأیید شوي دي، د ملګرو ملتونو د اړوندې "WHO" ادارې مشر تیدروس ادهانوم ګیبریسوس "Tedros Adhanom Ghebreyesus" دا اعلان پرون د کارپوهانو په ګډون د "WHO" د بېړنۍ کمېټې له غونډې وروسته وکړ، خو نوموړي په عین حال کې ټینګار وکړ چې پر سفر او سوداګرۍ د محدودیتونو لګولو ته اړتیا نه‌شته. Читать дальше...

امریکا: ایران ته بشري مرستې له یوه نوي چینل ولېږل شوې

Pa.azadiradio.com 

متحده ایالات ایران ته د بشري مرستو د لېږلو د یوه نوي چینل د جوړېدو خبر ورکوي. د امریکا د خزانې وزارت پرون په یوه بیان کې وویل، د ایراني ناروغانو لپاره پرته له دې چې د ایران حکومت دخیل وي د سویس له لارې د پیسو د لېږد مېکانیزم بشپړ شوی دی. په بیان کې راغلي چې دا مېکانیزم د ایران خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره جوړ شوی، خو ډاډ ورکوي چې ایران ته به عواید او پیسې نه‌استول کېږي. واشنګټن تهران تورنوي چې له دې ډول چینلونو د ځان په ګټه او د ترورېزم د ملاتړ لپاره کار اخلي. د ایران لپاره د امریکا... Читать дальше...

'په سوریه کې د روسیې په هوايي حمله کې ۱۰ ملکي کسان وژل شوي'

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وايي چې د روسیې پوځي الوتکو د سوریې په ادلب ولایت کې په یوه هوايي حمله کې ۱۰ تنه ملکي وګړي وژلي دي. روسیې دا ادعا سمدستي رد کړې ده. د سوریې د بشري حقونو د څار ډله چې مرکز یې په لندن کې دی او د سوریې د ملکي دفاع ټولنې پرون پنجشنبه وویل چې په اریحا ښار کې د تېرې شپې په هوايي حمله کې یو روغتون او یوه نانوايي په نښه شول. دوی وايي چې په وژل شویو او ټپیانو کې ماشومان او مېرمنې هم شامل دي. د روسیې دفاع وزارت دا راپورونه رد کړي دي او وايي الوتکو یې په دې سیمه کې هېڅ بمباري نه‌ده کړې، خو د سوریې... Читать дальше...

د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله پاکستان سره لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله نن جمعه تر ۱۹ کلنو د کم عمره د نړیوال جام په منځ‌لوبو پړاو کې د پاکستان له لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته وځي. د افغان لوبډلې سر روزونکي رئیس احمدزی ازادي راډیو ته وویل چې لوبغاړو پوره چمتووالی نیولی دی او دی هیله‌من دی چې لوبه به وګټي. ښاغلی احمدزی وايي: "که خدای کول لکه د نړیوال جام په تېرو لوبو کې چې لوبغاړو څنګه لوبه کړې دوی بیا هم چمتو دي او که د الله پاک رضا وه، نو افغان لوبډله به نیمه پای‌لوبې ته لاره پیدا کړي." د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره ټیم پخوا... Читать дальше...

امنیتي چارواکي: فاریاب کې د وسله‌والو ضد عملیات پیل شول

Pa.azadiradio.com 

د فاریاب امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د وسله‌والو مخالفینو پر ضد د پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکوي. د فاریاب امنیه قوماندان جنرال غیب‌الله سادات رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې د شاهین ۱۱۲ په نوم عملیات پرون پنجشنبه د دې ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې پیل شول او هدف‌یې د مزار-میمنې د لومړۍ نمبر لویې لارې په اوږدو کې د وسله‌والو مخالفینو ځپل دي. ښاغلی سادات وايي: "په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې شاهین ۱۱۲ عملیات د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت د ځواکونو په ګډون پیل شول. امنیتي ځواکونه په... Читать дальше...

'افغان ځواکونو د بغلان ګذرګاهِ نور ولسوالۍ ونیوله'

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکي وايي، د بغلان ولایت ګذرګاهِ نور ولسوالۍ چې له څو میاشتو راهیسې د طالبانو په ولکه کې وه ازاده شوه. د بغلان سرپرست والي عبدالقدیم نیازي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې ګذرګاه نور پرون مازیګر له یوې درنې جګړې وروسته د دولتي ځواکونو له‌خوا ونیول شوه. ښاغلی نیازی زیاتوي: "پر ګذرګاه نور له څو استقامتونو تعرض وشو چې په نتیجه کې یې ټولې سیمې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې، د طالبانو سنګرونه ولسي پاڅونوالو او امنیتي ځواکونو ونیول او طالبان وتښتېدل." ښاغلی نیازي وايي چې په دې جګړه کې طالبانو... Читать дальше...

اسرائیل د 'منځني ختیځ لپاره د امریکا سولې پلان' په اړه د پوتین نظر اخلي

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیلو صدراعظم ویلي غواړي د منځني ختیځ لپاره د امریکا د نوي پلان په اړه چې اسرائیلو یې هرکلی کړی او د فلسطینیانو په ګډون ځینو نورو هېوادونو رد کړی، د ولسمشر ولادیمیر پوتین نظر واخلي.

'د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون راتلونکې اوونۍ وروستۍ پرېکړه اعلانوي'

Pa.azadiradio.com 

د دې کمیسیون مرستیال ویاند محمد رضا فیاض پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل، د دې پرېکړې له اعلان سره به د ۳۰۰ زره لانجمنو رایو برخلیک هم روښانه شي. دا هغه رایې دي چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د "ثبات او هم‌پالنې" انتخاباتي ډلې بې‌اعتباره بللي او د هغو د باطلېدو غوښتنه‌یې کړې.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *